ننگرهار د گلو هار په انځورونو کې

د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې د امان الله خان مېنه په خوا او شاه ٦٥٠٠ سوه جريبه ځمکه په پينځه فيزوو کې جوړيږي ، لومړى فيز يې تر ټولو لوى دى او د نژدې ٤٠٠٠ کورنيو لپاره استوګن ځايونه په کې په پام کې نيول شوي دي ، د پروژې د يوه مسوول انجينر فضل احمد فضلي په وينا څۀ له پاڅه ١٢٠ ميليونه ډالر پردغه ټوليز لګښت راځي .

ننگرهار د گلو هار

  • ننگرهار

    امان الله خان مېنه د جلال آباد ښار ختځ لور ته په څۀ له پاسه ١٥کيلومترۍ کې پرته ده چې په ٢٠٠٥ کال کې پيل شوه .

  • جلال اباد

    د امان الله خان مېنې ساحه ښکلې او شنه معلوميږي ددې سيمې چاپيريال او هوا د جلال آباد ښار پرتله پاکه او ښکلې بريښي ، د سړک غاړې شنو نيالګيو او ونو هم د مېنې ښکلا زياته کړې ده

  • جلال اباد

    د امان الله خان مېنې پارکونه او شنه چمنونه خوندور دي خو د ننگرهار گرمه هوا برېښنا هم غواړي د پروژې مسوولين وايي ډيزلي برېښنا يې چمتو کړې ده .

  • جلال اباد

    د پروژې سړکونه پاخۀ دي او مسوولين وايي په دې ټولې پروژې څه باندې سل ميليونه ډالر لگولي يا يې لگوي .

  • جلال اباد

    په دغه مېنه کې يو شمېر خلک وايي د ځانونو لپاره استوګن ځاى نه شي اخيستلى او دليل يې دا راوړي چې د ځمکې بيه يې لوړه ده او تر څنګ يې په لوړ معيار کور جوړول هم د زياتو خلکو له توانه پوره نه وي.

  • جلال اباد

    ځينې خلک دا هم وايي چې که چېرته دوى ته په قسط په دې پروژه کې ځمکې ورکول شوى واى ،نو دا به د پروژې په چټک برياليتوب کې اغېزمن تمام شوي و ، خو د پروژې انجينران وايي چې دوى د قسط لپاره پلان نه لري او دا هم حتمي نه ده چې په ډېر لګښت دې په مېنه کې کورونه جوړ شي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .