پښتني سيمو کې ښوونځي څوک خرابوي او ولې ؟

د ښوونځي زده کوونکې

د قبايلو په سيمو کې هم پرله پسې ښوونځي خراب شوي دي.

په پېښور کې د اپريل په ١٩ مه نېټه د يوۀ ښوونځي د باندې چاودنه وشوه ، دا لومړى ځل نه و چې په خيبر پښتونخوا ، قبايلو يا د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې ښوونځي په نښه کېږي .

افغان چارواکي وايي لا هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو دلايلو له کبله ٤١٢ ښوونځي تړلي دي.

کلېکاږل نه مې کتاب ملگرى نه زۀ نه قلم پېژنم ، سندره د دې ځاى په کېکاږلو واورئ

تېر کال په افغانستان کې تر دوه نيم سوو ډېر ښوونکي يا له ښوونې و روزونې سره تړلي نور کارکوونکي د وسله والو کسانو د بريدونو ښکار شول .

کلېکاږل د ليدونکو د نظر ليدو ته دا ځاى کېکاږئ

په جنوبي ولايتونو کې تر دوو سوو زرو ډير ماشومان لا هم ښوونځيو ته نه شي تللى .

د چا چې فکر منفي وى د هغه د امن په فضا کې ژوند نه دى پکار ځکه خو د بل په لمسون ( د ښوونځي ) ماشومان وژني

احمد له کندهاره

په سوات کې هم تېر کال ډير ښوونځي ويجاړ شول .

د قبايلو په سيمو کې هم پرله پسې ښوونځي خراب شوي دي .

پوښتنه دا ده چې ولې په پښتني سيمو کې ښوونځي ويجاړيږي او په نخښه کيږي ؟

ولې ښوونځي ، تعليم او تربيه د بريدونو ښکار شوې ده ؟

ستاسو نظر

خان له لاهوره

موږ ډير هوښيار دښمنان لرو هغوى ښوونځي سوځو

عبدالبصير له پېښوره

بې ځايه ملامتي په طالبانو اچول کيږي ، که له مکتبونو مورچلې جوړيږي نو طالبان مجبور دي چې هغه په راکټ وولي

احمد له کندهاره

د چا چې فکر منفي وى د هغه د امن په فضا کې ژوند نه دى پکار ځکه خو د بل په لمسون ( د ښوونځي ) ماشومان وژني

حبيب ابوظهبۍ

امنيتي ځواکونه دې تعليمي ادارې د ځان د ساتلو لپاره نه کاروي او دا کوشش دې هم نه کوي چې په عسکري کشالو کې سکولونه ( ښوونځي ) راکاږي ، له همدې وجې نه سکولونه د اورپکو هدف کيږي .

اقبال حقمل له کابله

بهرنيان نه غواړي چې پښتانه تعلیم وکړي، قوي او سره يو شي .

زرغونه، له کندهاره

بهرنیان ځواکونه نه غواړي چې افغانان علم ترلاسه کړي دوی لومړی له موږ څخه زموږ د ځان ساتلو او د خپل عزت او مال ساتلو وسایل ټول کړل بیا یې د طالبانو په لاس زموږ قتلول او زموږ د علم لار بندولو لړۍ پېل کړه.

اوس که وغواړو چې پښتانه ښوونځي ته لاړ شي، قومونه د دولت او یا د بهرنیانو ځواکونو په تمه نه اوسي، په خپله د اربکي جوړ کړي او د خپلو ښوونځیو ساتنه دې په خپله وکړي.

محمد اقبال له دوبۍ

د دې پر ځاى چې زموږ علما ولس ښوونې ته وهڅوي دوى يې ورڅخه اړوي . نو زما نا لوستى پلار به ما څرنگه ښوونځي ته پريږدي .

حکيم الله له هنده

پښتانه سره يو موټي نه دي ځکه يې ښوونځي هم سوځول کيږي . غليم له نالوستيو پښتنو نه ښه استفاده کولى شي .

ايمل جان له ناڅرگنده ځايه

دښونځيو سوځول ، د ځينو هغو کورني جنګي جنايتکارانو کار دی چې ، د اسلام له پاک نام نه په استفادې غواړې پښتانه دپوهې له رڼا څخه بې برخې کړي ، زه دغو ټولو قسم خوړلو دوښمنانو ته همدومره وايم چې د پښتون ولس د ضعيف کولو ارمان به ګور ته له ځان سره يوسي

اختر له دوبۍ

دوښمن ښه پوهېږي چې که پښتون ولس د تورې ترڅنګ قلم هم د ځان کړ ، د ارواښاد نوميالي پښتون سيد جمال الدين افغان په شان به استعماري هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي ، ټول لروبر پښتانه بايد په دې ځان ښه پوه کړي چې له ننۍ نړۍ سره يوازې اويوازې دپوهې په لرلو ددوی مقابله کولای شو او بس٠

نصرالله ثاقب ـ له کابله

پښتنو ته مې داوينا ده چې خپل تعليم ته پاملرنه وکړي . که نه لږ وخت وروسته به د نورو تر امر لاندې کارکوي . يعنې هر نااهله ته به احتياج وي.

احمد ساپی ، له کابله

څرګنده ده چې د پښتنو د ښوونځیو سوځول د پښتنو د دښمنانو کار دی.

خادم الافغان، له کابله

زما په اند دا ټول پلان شوې طرحې دي چې جوړوونکي نور، . پاکستان د افغانستان له پښتنو وېره په دې لري چې دوی دلته د وګړو ډېره برخه جوړوي او په پاکستان کې پښتانه اقلیت دي. په دواړو صورتونو کې د پښتنو پیاوړيتوب د خپل ځان په ګټه نه بولي.

نصرالله

په دې تراژيدي کې دواړه غاړې ښکېلې دي، زه وايم چې دواړو خواوو ته د خجالت خبره ده .

نورالدين اورياخېل- بنکاک، تايلنډ

کوم خلک چې د جهالت په ژوند عمر تېروي، هغوی نه غواړي چې د پښتون راتلونکی نسل دې رڼا کړي، د دوی هدف ښوونځي سوځول دي.

ترهغه وخته چې پښتانه زده کړه ونه کړي او خپل دود او دستور ته تغيير ورنه کړي‎، دغه مشكل د حل لاره نه لري.

همدرد، له ګردېز څخه

سمیع الله

د نالوستو پښتنو نه په اسانۍ سره بهرنیان استفاده کولای شي او په یو او بل نوم یې د خپلو فایدو لپاره استعمالوي او دهغوۍ سیمې نیسي. نا لوستی قوم همیشه خوار و زار وی !

خادم الافغان- کابل

څرګنده ده چې د پښتنو د ښوونځیو سوځول د پښتنو د دښمنانو کار دی. دوی نه پرېږدي چې پښتانه له تعلیم برخمن شي.

حکمت - مالمو ، سویډن

په لر او بر کې له ښونځیو سره مخالفت د یو لړ دیني علماوو له لوري کېږي او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ښوونځی تړلي دی . په داسې حال کې چې داسلام په سپېڅلي کتاب قران کې د علم زده کړه پر نر او ښځه فرض ګڼل شوي دي. نو ولې بیا له پښتنو سره داسې کیږي؟ خدای دې زموږ دیني علماء د دین پر لاره برابر کړي.

زما په فکر خفیه ډلې موږ په نښه کوي چې موږ له جنګه خوا بدي کړي او په هېڅ حال کې جکړه ښه و نه ګڼو . دویمه خبره داده چی موږ پښتانه او په تېره د افغانستان پښتانه د نړیوالو جنګونو کوربانه یو، نو چې د جنګ کوربانه یو ، زموږ نابغه ګانې او نابغه ګان به د دې ظلم ښکار کېږي.

احمد ګل، امریکا

پښتونزوی- کوټه،جنوبي پـښتونخوا

د الکوزي صاحب د خبرو په تاييد داستونزه د دواړو خواوو د چارواکو د بې غوري څخه خرابه شوې ده. دلته د اسلام اباد واکمنان د پـښتنې سيمې په ستونزو سر نه خلاصوي. او هلته بيا د کابل واکمنان د پښتنې سيمې د ستونزو په باره کي هېڅ فکر نه کوي. او نوموړي سيمو ته خدمت هېڅ خپله دنده نه بولي او ټول وسايل يې خپلو خېښ و خاله په خدمت کې دي. او بله دا چې دا د نړۍ د سترو طاقتونو پرېکړه ده چې پښتانه به بېسواده پرېږدي. او په مدرسو به يې روږدوي تر څو همدغسې بي شعوره پاتې شي.

همدرد- گرديز

زه پخپله يو پښتون يم خو په دې اعتراف كوم چې پښتانه پخپله ملامت دي ولې چې پښتانه طالبان او تروريستانو سره همدردي لري او په خپلو سيمو كې هغوی ته ځاي وركوي . ترهغه وخته چې پښتانه زده کړه ونه کړي او خپل دود او دستور ته تغيير ورنه کړي‎، دغه مشكل د حل لاره نه لري.

احمد ګل، امهرست، امريکا

زما په فکر خفیه ډلې موږ په نښه کوي چې موږ له جنګه خوا بدي کړي او په هېڅ حال کې جکړه ښه و نه ګڼو . دویمه خبره داده چی موږ پښتانه او په تېره د افغانستان پښتانه د نړیوالو جنګونو کوربانه یو، نو چې د جنګ کوربانه یو ، زموږ نابغه ګانې او نابغه ګان به د دې ظلم ښکار کېږي.

زرغونه - کندهار

بهرنيان نه غواړي چې پښتانه تعلیم وکړي، قوي او سره يو شي .

بلال ـ لوګر

مخالف وسله وال او پوځیان دواړه خواوې له ولسي وګړو او ښوونځیو څخه د سپر په توګه کار اخلي. دا د هغوی موخو ته د رسېدو لپاره یو امن ځای بلل کېږي. اغیز یې پر زده کوونکو پرېوزي.

ښوونځی

د افغانستان په ډيرو پښتني سيمو کې په زرگونو ماشومان ښوونځيو ته د نا امنيو او گواښونو له امله نه شي تللى

الکوزی ـ کندهار

د دې وضعيت مسؤوليت د سيمي کورني او بهرني دښمنانو پر غاړه دی. مخالفين ښوونځي د خپلو پاليسيانو د تحقق په لار کې غټ خنډ گڼي. او د پولې د دواړو خواوو چارواکي هم د پښتنې سيمو د پوهنې په اړه هر وخت بې تفاوته پاتې شوي .

له يوې خوا ښوونځي نشته چې شته له هغوی څخه امنيتي ځواکونه د امنيتي پوستو کار اخلي. او خانانو ملکانو له ښوونځيو څخه خپل مېلمستونونه جوړ کړي دي. ځينې ځايونه معلمان نشته خو چې شته د هغوی معاش يو يا دوه اشخاص او چارواکي سره وېشي. يو واضح مثال يې په کندهار کې د معروف او ښوراک ولسواليانې دي.

حکيم الله ـ مياسو، هندوستان

دوی نو د پښتنو په سيمو کې ښوونځي سوځوي، ځکه چې پښتانه يووالی نه لري، دوی نالوستي او د افغانستان دښمنان دي، دوی په دې کارونو سره امتياز اخلي.

حبيب- أبوظبۍ

تعليمي ادارې د ځان د ساتلو لپاره امنيتي ځواكونه نه كاروي , او دا اټكل هم نه كوي چې دوی به په عسكري كشالو كې ښكېل كېږي له همدې وجهې ټولو اورپكو ته اسانه هدف وي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .