بدخشان ، د لوړو غرونو وطن په انځورونو کې

د بي بي سي د نړيوال سرويس د اسيا پاسيفيک برخې يوۀ ريس ، نازش افروز د افغانستان د بدخشان ولايت ته په دې وروستيو کې تللى و ، د دۀ په کامرې اخيستل شوي ځينې عکسونه وينئ .

  • بدخشان
    د افغانستان د بدخشان ولايت د لوړو غرونو وطن دى چې ان په دوبي کې يې لا ځينې غرونه په واورو پوښلي وي .
  • بدخشان
    د بدخشان ولايت منځنۍ اسيا ته د مخدره توکو د قاچاق يوه لاره بلل کيږي ، خو افغان چارواکي وايي تل يې د قاچاق مخه ډب کړې وي او نيول شوي توکي د ټولو په وړاندې سوځوي.
  • بدخشان
    مخدره توکي په کور دننه هم ځايي خلک ځوروي او هغه چې بختور دي وروسته يې درملنه کيږي
  • بدخشان
    د افغانستان د نورو ولايتونو غوندې بدخشان هم د شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې د سختو جگړو شاهد و ، د هغه پېر او راوروسته جگړو نخښې نښانې لا هم تر سترگو کيږي .
  • بدخشان
    په بدخشان کې د ښوونې و روزنې چارې تر ډيرو نورو ولايتونو ښې روانې دي ، دغلته د هلکانو تر څنگ نجونې هم ښوونې و روزنې ته لار لري او کورنۍ يې هڅوي چې درس ووايي .
  • بدخشان
    د بدخشان نجونې او ميرمنې په ورځني ژوند کې فعاله ونډه اخلي
  • بدخشان
    د بدخشان درې شنې زرغونې دي ، غرونه يې په واورو پوښلي ، په پسرلي کې يې هوا خورا خوندوره وي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .