انځوريز رپوټ : اتڼ او افغاني نڅا په نيويارک فيستيوال کې

د سويلي اسيا د نڅا شپږ ورځنۍ مېله چې د نيويارک د ښار په لينکن سينټر کي پيل شوې وه په دې وروستيو کې پای ته ورسېده.

د نڅاو د دغه فيسټوال د برابرولو چارې د اين جنډرډ په نامه ټولنې په غاړه درلودې.

د سويلي اسيا د هيوادونو هندوستان او پاکستان ګڼ شمېر نڅاګرې د نړۍ د بېلابېلا هيوادونو انګلستان، کاناډا او د امريکا له نورو ايالتونو څخه هم ورته راغلي وې چې کلاسيکي او ولسي نڅاوي يې وکړې

د نيويارک د نڅا فيستيوال انځورونه

  • نڅا
  • نڅا
  • نڅا
  • نڅا
  • نڅا
  • نڅا

په دغه مېله کې دوو نيويارک مېشتو افغانو نڅاګرو ليزا احمد او خاطرې حکيمي د افغانستان هراتۍ او لوګرۍ نڅاوې وړاندې کړې.

ليزا احمدي چې په مسلکي حساب يوه انځورګره او نڅاګره ده په دغه مېله کې په ژوند کې لومړی وار د افغانستان د ملي اتڼ د نارينه او ښځينه دواړه ډولونه د خاطرې حکيمي په ملګرتيا وړاندي کړل.

ليزا احمدي راته وويل چې له ملي اتڼ سره ځکه مينه لري چې دا د افغانستان د ملي يووالي څرګندوی دی.

ليزا ګيله وکړه چې د امريکا رسنۍ د افغانستان او افغان ملت يو ناوړه انځور وړاندي کوي نو ما د افغانانو د اصلي کلتور د ښکاره کولو په نيت په دغه مېله کې ملي اتڼ وړاندې کړ چې نندارچيانو يې په ډېر ښه ډل هرکلی وکړ.

ليزا که څه هم په امريکا کې لويه شوې خو هراتۍ او لوګرۍ نڅا يې د ودونو او ويډيو فلمونو له لارې زده کړې ده.

دا وايي چې اتڼ له نورو افغاني نڅاو څخه ډېره ځانګړتيا لري.

ليزا وايي چې اټن افغانستان سره يو کوي او پردې سربېره تر نورو نڅاو پوري اتڼ خپل ځانته قوانين لري چې د افغانستان په نورو نڅاو کې د دې په قول ډېر کم او يا ګرد سره نه ليدل کيږي.

د اين جنډرډ د ټولني مشره او وتلې نڅاګره مينا موکرجي وايي چې په ختيځه نڅا کې د جنسي توپيرونو ښودل د دغه مېلې د جوړولو يو مقصد دی.

دا وايي چې نڅا د ژونديو دودونو هغه کار دی چې موږ د نړيوال کلتور د څېړنې په نيت له عصريتوب څخه لرغونتوت ته بيايي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .