ستاسو خوالۀ : زما شيگل ولسوالي مه هيروئ

شيگل

د شيگل ولسوالۍ يو سهار

شيګل دکنړونو ولايت دلوي سيند په امتداد له اسمارسره نژدې ولسوالي ده .

دلته شينواري، ګجر، ماموند او مشواني ژوند کوي .

خو اکثره وګړي يي د شينوارو قوم تشکيلوي .

شيګل له عرضي پلوه وړه خو له تاريخي پلوه داهميت وړولسوالي ده .

دا هغه ولسوالي ده چې د شوروي اتحاد د ځواکونو خلاف پکې په لومړي ځل لپاره مبارزه پيل شوه او لومړنۍ سيمه وه چې د مجاهدينو لاسته پرېوته .

د شيگل ولسوالۍ اوسيدونکو د نور کونړ خلاف د يوۀ قومي تړون له برکته خپل ځنگلونه وساتل .

دلته د ځنگلونو ونې چا پرې کولو ته پرېنښودې او د سيمه ښکلا زيانمنه نه شوه .

د شيگل اکثره اوسيدونکي له ښوونې و روزنې بې برخې پاتې شوي او لوى شوي دي .

دلته د خلکو اقتصادي وضع ډيره خرابه ده خو ميلمه پالنه يې کم سارې بللى شو .

په شيگل کې د کرنې لپاره مځکه ډيره نشته ، له کډوالۍ راستنه شوي خلک يې کور نه لري په همدې دليل د شيگل ډير اوسيدونکي لا هم له هيواده دباندې د کډوالۍ شپې تيروي .

د شيگل خلکو له باجوړه راغليو خلکو ته په خپلو کورونو کې پناه ورکړه او د مرستې لپاره يې نه څوک رامخته شول او نه دوى چا ته لاس اوږد کړ .

د شيگل ولسوالۍ په منځ کې ښکلى خوړ تيريږي چې تل پکې غرنۍ اوبه په ټوپونو وي .

دغه دره بارانونه لري او حتى د وچکالۍ په کلونو کې هم دلته اوبه ډيرې وې .

زۀ د شيگل ولسوالۍ د يوۀ اوسيدونکي په توگه د دولت له چارواکو څخه هيله کوم چې د دې ښکلې ولسوالۍ د خلکو ژوند ته پام وکړي .

زموږ له اوبو او طبعيي ښکلا گټه واخلي او داسې ونه کړي چې موږ ووايو هير يې کړو .

که تاسو هم پر خپلې سيمې راته ليکئ ، د سيمې له عکس سره يې راوليږئ

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .