نننى طالب څوک دى او پخلاينه يې څومره شونې ده؟

په کابل کې پر داسې يوه پلان د کار خبر ورکړ شوى چې عادي ژوندانه ته د حکومت د مخالفينو د ستنولو لار جوړه کړي.

خو ستونزه داده چې جلا جلا کسان د طالب لپاره جلا جلا تعريفونه وړاندې کوي:

ځينې يې د ايډيالوژۍ له پلوه له واکمنو څخه بېل بولي چې پخلاينه يې شونې نده. نور بيا طالبان د بېلابېلو قشرونو يوه گډوله گڼي چې ډېرى يې د هيواد عادي وگړي او وزگار ځوانان جوړوي او ځکه يې زړه پر ښه چلند بيا خپلېدلى شي.

تاسې به طالب څوک بللى واى او څنگه به مو تعريف کړى واى؟

د پنجشنبې پر ماښام په خپرونه کې له دغو لارو راسره گډون وکړئ:
ټېلېفون: 0044 207 836 0331
د اېس اېم اېس يا لنډ ليکلي پيغام شمېره: 0044 77 86 20 88 88
او يا pashto@bbc.co.uk د برېښنا ليک لپاره.

ستاسې غږ د طالبانو پر پېژندنه د پنجشنبې پر ماښام له بي بي سي څخه.

برېښنا ليکونه:

هارون خوستی- خوست

زه طالبان په ځانګړی ډول وسله وال طالبان نه شم تعريفولای.خو دومره يادونه کوم،چې که دوی ريښتيني افغانان وي، خپلواک وي، د افغانستان اود هغه د راتلونکي فکر ورسره وي،دغه يې تر ټولو غوره موقع ده،که دوی دغه موقع له لاسه ورکړه،دخلکو شکونه به پرې زيات شي.

عبدالله له دوبلن څخه

هغوى چې د هېواد داستقلال لپاره جنگېږي كه هغه طالب دى هم ، ددې خاورې بچى دى او هېڅکله به بهرني قوتونه نه قبلوي.

حقمل له لندنه

له طالبانو سره پر خبرو وخت مه ضايع کوئ، له پاکستان سره وغږېږئ.

فضل رحمان تسل، له کابله:

وايي که د پردي کلي غل دې نه پېژاند، نو له دې يې وپېژنه چې ستا د کلي له غلو سره به يي دوستي وي. زه چې څومره د خپلې علاقې طالبان پېژنم ټول هغه خلک دي چې يا د قرض او يا د قتل په وجې نشي کولاى خپل کور کلي او بازار ته راشي له دې وجې په غرونو کې پراته وي او د جهاد په سپڅلي نامه د خلکو د ځورولو او وژلو لپاره راځي چې ځانته پيسې پيدا کړي.

احسا ن الله ستانکزى- پېښور

عادي طالبان افغانان دي چې په معلومو دلايلو د بهرنيانو پر وړاندې ولاړ دي، خو مشران يې د پاکستان د پوځي استخباراتو – آى اېس آى په لاس کې دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .