د کابل نړيواله غونډه: هيلې او اندېښنې

کابل

کابل به راتلونکې اوونۍ د يوۀ مهم نړيوال کانفرانس کوربه ښار وي

افغان حکومت تر اوياوو ډېر هيوادونه او ټولنې کابل ته وربللي چې بله اوونۍ ورسره د خپل هيواد پر ستونزو او د هغو پر سيمه ييز ماهيت وغږېږي، مشورې ورکړي او ملاتړ يې وکړي.

اصلي موخه د يوې داسې اوږدمهالې تگلارې غوره کول دي چې افغانستان گام پر گام له امنيتي او اقتصادي پلوه د بهرنيو له احتياجه وژغوري.

د کابل په غونډه کې به هم - چې په تېېرو ٤٠ کلو کې دغلته تر ټولو ستره نړيواله ټولېدنه ده -


ډېر پام پر امنيت، ښې حکومتولۍ او پرمختيا راټول وي، خو امريکاييان وايي چې دا ځل د تېر خلاف له افغانستان سره مالي ژمنې نه کېږي.

له دغه هيواد سره په تېره يوه لسيزه کې څه باندې ٤٠ ميليارده ډالره ژمنه شوې چې لويه برخه يې لا هم نده لگول شوې.

افغان مشران به له نړيوالو وغواړي چې د پرمختيايي چارو لپاره د بېلو شويو پيسو د لگولو په برخه کې ډېر واک ورکړي او له مخالفينو سره يې د پخلاينې هڅې تاييد کړي.

د کابل له غونډې ستاسې هيلې څه دي؟ او څه دې وشي چې د غونډې پرېکړې سمې، پر وخت او گټورې پلې شي؟

غواړو له تاسې واورو. يا راته پر2078360331 0044

زنگ را ووهئ او يا مو اېس اېم اېس يا لنډ ليکلى پيغام دې شمېرې ته راواستوئ: 00447786208888

د کابل راروانه نړيواله غونډه او ستاسې هيلې- د پنجشنبې پر ماښام ستاسې غږ خپرونه کې.

ستاسې برېښنا ليکونه:

له کابل نه يو اورېدونکى چې نوم يې روف لوستل کېږي:

د پراخ فساد په شتوالي کې د هېڅ شي هيله نشي کېداى.

محمد افضل اريوبي- کابل:

دا مهم کنفرانس دى، په تېره بيا د جنوب لپاره. دلته خلک پيسو ته نه ، بلکې امنيت ته لومړيتوب ورکوي.

احمد ساپى – کابل:

هيله من يم چې په کنفرانس کې به يوه غوره تگلاره وټاکل شي. د غونډې امنيت هم مهم دى، ځکه دا د ټولو افغانانو د عزت خبره ده.

رومال – کابل:

په حکومت کې پاک کسان کم دي او همدا د افغانستان نوم بدوي.

نورالله ناويال- کوټه – بلوچستان:

دا غونډې بيخي بې گټې دي، ځينو افغانستان نيولى او ځينې نور يې ورته رابللي دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .