شريفه شريف: ښه ادبي اثر لوستونکى فکر کولو ته اړباسي

شريفه شريف

شريفه شريف وايي ليکوال د ژوند نندارچي دى او پرې فکر کوي

د کړکۍ په نامۀ د لنډو کيسو لېکواله شريفه شريف د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ادبي بانډار کې پوښتنو ته ځوابونه وايي .

پوښتنه : ولې لنډه کيسه ليکئ ؟

شريفه شريف ( ولې یې لیکم) ته مې دومره فکر نه دی کړی ، خو(ولې یې ونه لیکم ) مې ډیر زړه ته کېږي او ما لیکلو او د خپلو خبرو شریکولو ته هڅوي . هماغسې چې مې د کېسو په سریزه کې لیکلي ، په ورځني ژوند کې ډیرې شیبې دي ، ډیر انځورونه شته ، او حالتونه دي چې کله سترګو ته يې یو څرک لګیږې خو کله یې هم یوه پټه شانته نخښه یوازې هغو خلکو ته ښکاري چې د ژوند پټ کونجونه څاري او د حالتونو او شیبو د سپړلو په لټه کې دي . زه ښایې له ماشومتوب څخه د همدې پټو څرکو او نخښو لټونکې وم . یوۀ لیکوال ویلي وو چې د لنډې کېسې لیکوال د ژوند نندارچي دی چې له نندارې سره جوخت فکر هم کوي . زه ډیره فعاله لیکواله نه یم ، خو که وای د ورځې دوه درې کېسې به مې لیکلې . دا چې دا خپلې خبرې ولې د لنډې کيسې په فورم کې لیکم ، دا هم ځکه چې هغه څه چې زه یې د ویلو او سپړلو په لټه کې یم ، یانې د ورځني ژوند څړیکې ، په لنډو کېسو کې ښه بیانیږي .

پوښتنه : تاسو ليکئ : ((يوې لنډې شېبې ماته د ژوند تضاد ، تقابل ، کړکيچ او مانا را په زړۀ کړې او سپړو ته يې پارولې يم)) همدا کار په ناول کې لا ښه نه کيدۀ ؟

شريفه شريف : د ناول او لنډې کيسې فرق زما په اند د سپړلو په ډول کې دی . څنګه یې سپړې ، څنګه یې بیانوې ؟ په لنډه کېسه کې هماغه یوه شیبه یا یو حالت بیانوي ، په ناول کې يې باید د زمان (تیر ، اوس او راتلونکى ) ، ځای ، چاپیریال او نورو کرکترونو سره ، په څو اړخیزه توګه وسپړي او بیان يې کړي . ناول ډیر کار غواړي ، څیړنه غواړي ، حوصله غواړي ، تمرکز یا فوکس غواړی چې ما يې هیڅکله تکل نه دی کړی . بیا هم ما ته لنډه کېسه زما د انګیرنو او خبرو د بیانولو ډیره مساعده وسیله یا ادبي ډول (ژانر) څرګندیږي .

پوښتنه : د کړکۍ په مجموعه کې مو نژدې ټولې کيسې د ښځو کيسې دي يا له ښځو سره تړلې کيسې دي ، ولې يوازې ښځې د ښځو کيسې وليکي او سړي د سړو ؟

يوې لنډې شېبې ماته د ژوند تضاد ، تقابل ، کړکيچ او مانا را په زړۀ کړې او سپړو ته يې پارولې يم ، کله يوې تشې خندا ، کله يوۀ سپېره مخ کله يو بوى ، يو خوند کله هم د يوې شېبې چوپتيا ډير ځله هم زما د زړۀ او فکر يو ټکر د کيسې کرکترونه هم همداسې وانگيرئ

د کړکۍ ټولگې له سريزې

شريفه شريف : چا ویلي چې یوازې ښځې د ښځو کيسې ولیکي او سړی د سړو ؟ داسې نه ده . ډیری مېرمنې دي چې یوازې د ښځو کيسې نه لیکې ، ډیر سړي دي چې د ښځو کېسې لیکي . د ښاغلي شینواري کېسې چې یوه خوندوره بیلګه ده ، کابو ټولې يې د ښځو په اړه دي .

دا چې ولې زه د ښځو کېسې لیکم، که رښتیا درته ووایم ، زه يې په لوی لاس نه کوم ، رانه کېږي . یانې یوازې د ښځو د ژوند په کونجو او ګوښو کې ، د پټو رازونو په لټه کې نه یم ، خو نه پوهیږم ولې تر اوسه هغه څه چې زما سترګو ته راغلي یا مې په زړه لګیدلي دي ، ټول يې یا ډیر يې د ښځو له ژوند سره تړاو لري . د دې لاملونه به ښايې دا وي چې :

هغه چې تيم ، پلاټ او بحران لټوي ما ورته پېښې نه دې کتار کړي ، بحران مې نه دى برسيره کړى ، ښه او بد نه دي سپړلي او پايلې نه دې کښلي

شريفه شريف

يو: په ټوله دنیا کې او بیا په تیره زموږ په سیمه کې ښځې له ډیرو پټو او ښکاره تیریو سره مخامخې دي . د دوی په ژوند کې بې عدالتي ډیره ده ، د دوی حق تر ډیره حده تر پښو لاندې کېږي ، او ورسره د دوی غږ هم تر ډیره حده غلی دی یا غلی کېږي .

دويم : بله وجه به يې کېدای شي دا وي چې زه خپله ښځه یم او د ښځو د ژوند ترخې او خوږې ما ته په اصطلاح ډیر اشنا او نژدې دي ، ځکه مې ځانته ژر جلبوي .

دريم : زما په لنډو کيسو او عادي ژوند کې ډیره مهمه او په زړه پورې ده چې روانې حالتونه وڅیړم . یانې د خلکو او خپل ځان د بیدار ا و ویده شعور یا د انګریزي په اصطلاح کانشس او سب کانشس سره دیالوګ ولرم . ښايې دا دلایل وي چې ما د ښځو کېسو ته کشوي . خو بله خبره دا ده چې ماته کېسه لیکل یا شعر لیکل (چې زه يې دومره نه لیکم) مقاله نه ده چې موضوع يې مخکې له مخې ټاکلې وي او لیکوال د ټاکلې موضوع په اړه کېسه یا شعر ولیکي . ما ته د کيسې سوژه یا خبره پخپله پیدا کېږي . همداسې باید هم وي ، زما په فکر .

پوښتنه : د کړکۍ په سريزه کې واياست چې له تخنيک سره مو سروکار نشته ، داستاني تخنيک مهم نه بولئ ؟

د سيوري په شان ده ، راسره ده خو شتون نه لري ، گورم يې خو لمسوم يې نه ، اورم يې خو غوږ ورته نه ږدم

د وادۀ په نامۀ لنډه کيسه

شريفه شريف : نه وایم چې بیخې مهمه نه ده ، خوټاکونکې هم نه ده . په دې مانا چې د لنډې کيسې تخنیکي اړخونه چې لیکوالو په ګوته کړي ا و کيسه لیکونکى يې مراعاتوي ، د تیږې پر مخ کرښې نه دي . هره کيسه دې خامخا سر او پای ، او کړکېچ ولری ، خو کړکېچ تل عیني ستونزه نه ده چې څو ک يې وویني ،لمس کړي یا وايې وري ، او اوج تل د ستونزو او کړکېچونو حلول نه دي . او پای تل د لیکوال له خوا بیان شوې پایله نه ده . که لنډه کيسه له شعر سره پرتله کړم ، نو زه وایم زما لنډه کېسه ازاد یا سپین شعر دی ، وزن او قافیه يې نه ایساروي ، خو ژبه او اهنګ لري یا باید ويې لري .

د کړکې په سریزه کې زما مقصد دا و چې که څوک دا کيسې د لنډې کيسې د کلاسیکو قواعدو په تله کې وتلي ، او تیروتنې پکې پیدا کړي ، نو زۀ پرې اندېښمنه نه يم . که لنډه يې ووایم ، زه وایم د لنډې کيسې فورم هم د شعر په شان نه بدلیدونکى نه دی . البته دا خبره فورمالستان یا سترکچرلستان نه مني ، خو زه فورمالسته نه یم .

پوښتنه : کيسې مو له داستاني تخنيک سره سمې دي ، که يې تخنيک مهم نه بولئ څرنگه مو په تخنيک برابرې کيسې کښلي دي ؟

شريفه شريف : ما نه دې ویلي چې تخنیک هیڅ مهم نه دی ،بیا هم وایم ټاکونکى نه دی . که مې په زړۀ لنډه کيسه واوري چې د روانو او طبیعي لیکلو په بهیر کې يې اوج هغسې چې تعریف شوی نه ځايېږي ، یا کړکېچ یا غوټه ، هغه معمولآ پیژندل شوې غوټه نه ده او ناسپړلې پاتې کېږي ، مهمه نه ده . زه په اصطلاح خپل شعر یا کيسه جاري ساتم ، اوصرف د تخنیک د مراعاتولو لپاره يې نه بندوم . خو تخنیک هیروم هم نه .

پوښتنه : په کيسو کې مو ډير ښکلي انځورونه وينو ، نوي ترکيبونه وينو ، داسې ښکاري چې ليکلو يا نثر ته ډير فکر کوئ ، که همداسې وي ، نکل يا کيسه څرنگه نه درڅخه خرابيږي ؟

وتلي باړخوگانو ، ژورو شنو سترگو او ترۀ تندي يې د افغانستان د خلکو پوست کارتونه را په يادول

د مېلمه په نامۀ لنډه کيسه

شريفه شريف : د ستاینې نه مو مننه . منم چې ژبه راته ډیره مهمه ده . د یوه انځور یا حالت په بیانولو کې ډیره تلوسه لرم . د هر انسان د سترګو لید ، یا هغه څه چې د سترګو په څنډو کې ویني ، او هغه څه چې يې زړه پاروي او په درزا يې راولي ، فردي تجربه ده ، نو بیان يې هم باید چې ځانګړی او نوی وي . تکراري ترکيبونه او انځورونه مې نه خوښیږي که په شعر کې وي یا په نثر کې . که درته رښتیا ووایم کله چې لنډې کيسې ولولم چې یا يې سوژه او یا يې انځورونه تکراري وي ، ځوروي مې . په زړه کې لیکوال ته وایم دا خبره خو نورو کړې ده ، ته راته څه وايې ؟ تا څه لیدلي یا کتلي ؟

مېنه ډیره زړه او پخوانۍ پدیده ده . په زرهاوو کلونه کېږي چې شاعرا ن او لیکوال پر همدې موضوع باندې شعرونه لیکلي . اوس هم چې څوک يې یوه ځانګړى او نا ویل شوی اړخ بیان کړي ، ټولوته خوند ورکوي ، خو که هماغه زاړه ترکيبونه او تشبیهات او استعارې وي ، نه یوازې خوند نه لري ، بې ارزښته هم بلل کېږي . د زلفو ماران او د سترګو بادام نه چېچل کوي او نه خوند لري .

بيا هم هاغه چوپتيا ده ، هماغه گرمي ، هماغه د يوازيتوب بوى او هماغه سرگردانه مچ . هماغه ديوالونه او زه

د کړکۍ له کيسې

خو دا چې ولې کېسه رانه نه خرابیږي ؟ ته وايې نه خرابیږی ؟؟!

یوازې دومره ویلای شم چې زه د کېسې او لیکلو په هکله ډیره رښتینې یم . یانې صفتونه ډیر په احتیاط کاروم . انځورونه ډیر په امانتدارۍ بیانوم . بیلګه . که چېرته د کوم سیند د غاړې او اوبو په انځور کې ولیکم چې (اوبه يې ډیرې خړې دي ) ډیر ورباندې فکر کوم چې په دغسې ځای ، دغسې وخت او دغه سیند کې رښتیا اوبه ډیرې خړې وي که یو څه ؟ څو څو وارې یا د (ډیر) کلمه پاکوم او یا يې زیاتوم ، ترڅو راته د هغه څه چې زه بیانوم رښتینی انځور راته په زړه کړي .

پوښتنه : ستاسو د ډيرو کيسو پاى له نورو پښتو کېسو توپير لري ، هڅه مو کړې ده چې لوستونکي ته هم د فکر موقع پکې ورکړئ ، په لوى لاس دا کار کوئ او که درڅخه کيږي ؟

د سړک په دواړو خواو کې څراغونه يوازې او هير شوي مالوميږي

د تش واټ له کيسې

شريفه شريف : بیخی يې په لوی لاس کوم او زړه مې غواړي چې نور هم همدا کار وکړي . زما په فکر ، لیکوال د ژوند د پټو انځورونو او شیبو د بیان دنده لري خو دا مسوولیت نه لري او حق هم نه لري چې د لوستونکو په ځای قضاوت وکړي او نتیجه واخلي . د ا د لیکوال مسوولیت دی چې لوستونکى دې په پیچلو لیکلو نه سرګردانوي ، خو د خپلې کاسې تیاره مړی دې هم ورته نه ورکوي . ښه ادبي یا هنري اثر ، زما په اند هغه دی چې لوستونکى فکر کولو او سوچ کولو ته وپاروي . که په یوه کېسه کې ، لکه د بالیوود په ډیرو تجارتي فلمونو کې ، دوه مينان وي ، په لاره کې خنډونه وي ، یو ورانکارى وي ، یو ستورى ، په پای کې یا دوه مينان بریالي شي یو بل سره واده وکړي یا یو يې مړشي ، نو لوستونکي ته په پای کې د فکر کولو لپاره هیڅ نه پاتې کېږي . یا به څو شیبې غمجنه شي ، او یا به د مينانو په بریالیتوب خوشاله وي . زه وایم نجلۍ یا هلک دې په یوه دوه لاره کې ګیر پاتې شي او لوستونکى دې په خپل فکر لاره ورته وټاکي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .