ستاسو غږ : د افغانستان تجزيه مسايل حل کولى شي ؟

افغانستان

د افغانستان وېشل د مسايلو حل لاره بولئ ؟

د انگرېزانو يوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کېږي او په شمال کې به تر اوسني شمېر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کېږي.

کلېکاږل ستاسو نظرونه

د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمېدلې پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي.

که دا کار کيږي نو د ديموکراسۍ ، ازادۍ او متمدنه دنيا شعارونه په څه مانا دي ؟ ايا په يو ويشتمه پيړۍ کې هم څوک د اتلسمې پيړۍ کارونه کولى شي ؟

سميع شينوارى له کابله

هدف به دا وي چې طالبان د خپلو سيميو آزادې ادارې ته پرېښودل شي او بهرني پوځيان به يوازې هغه مهال لاسوهنه کوي چې د القاعدې د بېرته راستنېدو څرک ولگېږي.

دا هغه نظر دى چې څه موده وړاندې په هند کې د امريکا مخکيني سفير رابرټ بلکويل په لومړي ځل ياد کړى و.

هغه مهال په شننونو او تبصرو کې ويل شوي و چې حتى بيلا بيلو جنگسالارانو په تيرو وختونو کې له دغه ډول نظر سره مخالفت ښوولى و .

خو د دې نظر پلويان بيا وايي چې که جگړه پاى نه لري ولې دې د دغه هيواد يوه برخه ارامه نه وي او دغه ارامي په دې ډول راتلى شي چې دغه برخه بېله شي او د لويديځو ځواکونو له خوا يې امنيت وساتل شي .

ستاسو غږ دا اوونۍ پر همدې موضوع ستاسو نظر خپروي .

ستاسو په گومان د افغانستان تجزيه د روانو مسايلو د حل لاره ده ؟

که نظر يا پوښتنه لرئ لاندې په درکړل شوي چوکاټ کې يې وليکئ او يا يې هم په دې برېښناليک پته راوليږئ :

pashto@bbc.co.uk

خپرونې ته د پنجشنبې پر ماښام پر دې شمېره زنگ راووهئ:٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

او يا مو اېس اېم اېس-- يا لنډ ليکلى پيغام دې شمېرې ته راواستوئ: ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨


ستاسو ځينې نظرونه

زياتو مينه والو هغو خبرونو ته په غبرگون کې برېښنا ليکونه راستولي چې د افغانستان د وېش خبره يې کوله.

دا آرمان به قبر ته يوسي، که هر څوک وي.

مسافر - لندن

د وږي پر ٢٢ (سپټمبر پر ١٣) په دې اړه په لندن کې بله غونډه وه او امريکايي ډېپلمات رابرت بلک ويل په کې يو ځل بيا پر قومي او مذهبي ليکو د افغانستان د څو ټوټې کولو نظريه حاضرينو ته وړاندې کړه.

ځينو اورېدونکو په همدې تړاو خپل نظرونه موږ ته راستولي چې دا دى لنډيز يې تاسې ته هم وړاندې کوو:

خوشال ثبات

زما په فکر د افغانستان وېشل ښه نظر دى. يو خو به نژادي مسله له منځه ولاړه شي چي په افغانستان کې د جنګ اساسي علت د ى او دويم به د وطن د جوړېدو لپاره سيالي پيدا شي. پرېږده چي معلومه شي چي څوک خپله منطقه ښه ابادوي : پښتون او که تاجک؟ د وطن د ورانولو سيالان خو معلوم دي.

محمد فايق له کوم ناڅرگند ځاى نه

یو افغان هم دا خبره نه مني غیر له هغه خلکونه چه افغانیت يې له لاسه ورکړی وي. افغانستان د درستو افغانانو لپاره افغانستان دی که له هرقوم وي.

تیمورشاه ستانکزی، کابل

گواکې د همدغه اورېدونکي ځواب يې د عبدالرووف بېنوا پر دې شعر چې د ولسمشر محمد داود ملي سرود هم و، ويلى دى:

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې دا جهان ودان وي

څو چې ژوند په دې جهان وي

څو چې پاتې یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

نويد توفان – جنوبي قفقاز

زما په فكر د وېش خبره اوسنۍ نه ده او دا لس لسيزې كار پرې كيږي، كه له احساساتو نه تېر شو نو دا كار حتما" كېدونكي دى. نن دى كه سبا دى - دا وطن د زرغونشاه دى! پښتانه ډير بې تفاوته دي!

مسافر، له لندن نه

دا آرمان به قبر ته يوسي، که هر څوک وي.

تيمورشاه ستانکزى – کابل

یو افغان هم دا خبره نه مني غیر له هغه خلکونه چه افغانیت يې له لاسه ورکړی وي. افغانستان د درستو افغانانو لپاره افغانستان دی که له هرقوم وي.

سميع شينوارى له کابله

که دا کار کيږي نو د ديموکراسۍ ، ازادۍ او متمدنه دنيا شعارونه په څه مانا دي ؟ ايا په يو ويشتمه پيړۍ کې هم څوک د اتلسمې پيړۍ کارونه کولى شي ؟

که افغانستان تجزيه کيږي نو څومره چې د تجزيه کوونکو گناه ده هغومره د طالبانو گناه ده ځکه چې دوى اور بل کړى او اوس يې حالت دې ته راوستى چې نړيوال زموږ د تجزيې او وېش خبرې کوي .

همايون شيرزى له کندهاره

لطيفه ش له ناڅرگنده ځايه

دا د افغانستان تجزیه نه بلکې دافغانستان تاریخ ته یوه سپکه کتنه ده.

جبار باجوړى له فينلنډ څخه

اوس خو هسې پروپاگند ښکاري خو بايد افغانان ورته متوجه وي .

احمدزى افغان له جرمني

د دې پلان مطلب دا دى چې هر افغان دې د طالب ملاتړ وکړي .

غرغشت له برايتن انگلستان څخه

د افغانستان ستونزه سياسي او نړيواله ده . دا قومي يا طالباني ستونزه نه ده .

مير بهير خيبر له کابله

په اوسنۍ نړۍ کې هيچ هيواد او طاقت دا توان نه لري چې په يوازې سر او يا د څو ملگرو په لرلو يو هيواد وويشي . دا يو لنډ نظر او غير عاقلانه تحليل دى . هغه د مولانا خبره : اين مهال است و جنون و است و خيال .

عبدالقهار کټوازى له هنده

له هر يرغله وروسته دلته بې اتفاقي په ميراث پاتې شوې ده . که لويديځ خپله ماتې په دې پټوي چې د يوې ټوټې کنترول به ورته اسانه وي نو دا عمل يې هم ناکامه دى .

سيد مقدر وحدت له پېښوره

تجزيه د کورني جنگ په مانا ده او دا کار به تر ټولو لوى حماقت وي .

تر دې نړيوالو ته غوره دا ده چې خپله ماتې ومني او له افغانستانه ووځي .

احسان يحيى له لندنه

هزار گل همدرد له پکتيا

لويديځ لکه چې د خپلو نهو کلونو د تاوان جبران په تجزيه پوره کوي خو بريالى به نه شي .

محمد قاسم زارع له هنده

داسې ښکاري لکه پښتانۀ چې د خلکو د سترگو ازغي وي او د نورو د کاميابۍ مخه يې ډب کړې وي له همدې امله داسې ښکاري چې دا پلان هم د پښتنو پر ضد يوه بله دسيسه ده .

بلال له ناروې

د هيواد وېش په هيڅ حالت کې نه غواړو ، امريکاييان دې نور خپل هيواد ته ستانۀ شي او موږ دې په کرار پريږدي .

لطف احمد له شفيلډ انگلستان څخه

په افغانستان کې ژبنیزو توپیرونو ته د پاکستان ،ایران روسانو او غربي هیوادونو د اور لګونو دسیسې د جهاد په وخت کې لا پیل شوې وې. ځکه خو په هغه وخت کې هم د دري ژبو ملاتړ د ایران له خوا او د پښتنو ملاتړ د پاکستان له خوا کيدۀ او دا ده نتیجه یې موږ او تاسې په سترګو وینو چې د هغوی داهلې ځلې تقریبآ د بري پوړ ته رسیدونکې دي، خو انشاالله دا ارمان به ګورته ورسره یوسي.

عثمان خټک له جدې

که داسې څه وشول نو په هغه ورځ به پاکستان هم تجزيه کيږي .

وحيد بابرزى له کانادا

وروڼو تاسو نه پوهېږئ چې دې موضوع ته يعنې د افغانستان تجزيه مسايل حل کولى شي؟ ولي بايد اشاره وشي؟ ولي بي بي سي دا ډول مواد له خپلې ويبپاڼي څخه خپروی؟ هدف يې څه دی؟ او په څه درد خوري؟ هدف خورا څرګند او همدا دی چې انګريز پخپله غواړي همدا بدبخته افغانستان لا هم د بدمرغۍ خواته ورټېل وهي يعني تجزيه او ټوټه ټوته يې کړي .

نجيب له امريکا

د دوى هم لکه چې شعار يو او عمل بل دى ړ شعار يې دا دى چې نړۍ يوه کلى دى او په عمل کې اوس هيوادونه سره ويشي ؟

جاويد اميد له کندهاره

دوى دې پاکستان تجزيه کړي او د د افغانستان شرعي او پېژندل شوى حق دې بيرته ورکړي او د ډيورنډ کرښه دې ورکه کړي .

محمد طیب طاهری له کونړه

دغه خوبونه نورو هم ليدلي وو چې پکې وشرميدل دا ځل به هم بل څه ونه ويني .

م عديل له ناروې څخه

دا کار هيڅ امکان نه لري .

زرغون پښتون له هرات څخه

تش د دې خبرې يادول هم لويديځوالو ته د شرم وړ دي . که چيرې په رښتيا د دوى خبره ومنو چې القاعده ځپل شوې بيا دې افغانستان پريږدي ، موږ پوه شه او کار مو او که خبره د القاعدې ماتول نه بلکې نور هدفونه وي بيا دې ښکاره ووايي ، زموږ کور دې نه ورانوي .

افغانستان

محمد طاهر لودين له نيويارک څخه

دا د روسانو خوب ته ورته دى هغوى هم غوښتل چې افغانستان تجزيه کړي . خو افغانان يو موټي دي او وبه نه غواړي چې داسې وشي .

شريف بابکرخيل تورنتو کانادا

د امريکا او برتانيا پاليسې دا ده چې اسلامې ملکونه پر څو برخو وويشي چې په اسانۍ سره يې تر خپل کنټرول لاندې راولي، په افغانستان کې د امنيت نشتوالى او ورځ په ورځ د مخالفينو ځواکمنيدل هم د دغې ستراتيژۍ د پلې کولو يوه هڅه ده. امريکاييان او برتانويان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او ټيکاوو رامنځ ته شي تر څو اوبه خړې کړي او کبان و نيسي. د افغانستان په تجزيه کې د افغانانو خير نشته او که هر څوک دا هڅه کوي نو د افغانستان سره به يوه لويه جفا کوي.

ايوب خوستى له ناروې

ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې اوس غواړي چې ، په دې توگه ، خپله ماتې له نړيوالو پټه کړي .

ميم له لښکرگاه څخه

دا خبر د خندا وړ دى . له طالبانو سره اوس هم عرب وسله وال شته چې د القاعدې غړي دي ، که د جنوب ولايتونه طالبانو ته په لاس ورشي بيا خو به ارو مرو هلته د القاعدې مرکزونه له سره جوړ شي . د ستونزې حل په پاکستان کې دى هلته اصلي ځالې دي نړيوال دې هلته پام وکړي چې له دې سرخوږي ځان وساتي .

جمال هوتک له کابله

په دې وروستيو کې د کابل مطبوعاتو خبر ورکړى د شمال د پخوانۍ ټلوالې ځينو مشرانو په هندوستان کې او ځينو استازيو په برلين کې له بهرنيانو سره د افغانستان په تجزيه خبرې کړې دي ، زما سوال له کرزي او افغان حکومت نه دا دى چې ولې د دارنګه مسايلو په وړاندې چوپ دى .

ملتپال نورزى له کندهاره

په نژدو کې د يوۀ پخواني امریکایي سفیر او ځینو غربي څیړنیز مرکزونو د افغانستان د تقسیم/تجزیې په هکله څرګندونې د اندیښنی وړ دي ولې تر دې لا زیات هیښونکى خبر دا دى چې افغان حکومت په دې هکله هیڅ غبرګون نه دى ښودلى.داسې بریښي لکه چې کرزى او د هغه په څیر په حکومت کې ښکیل نور پښتانه هم د افغانستان په تجزیه قانع وي.

ډاکټر عبيدي له بوداپيست څخه

تجزيه د مسايلو حل نه دى ، له دې سره به جگړه لا ډيره شي ، دې اور ته چې څوک لمن وهي يا ناپوه دى او يا له ناکامۍ سره مخامخ دى .

همايون شيرزى له کندهاره

که افغانستان تجزيه کيږي نو څومره چې د تجزيه کوونکو گناه ده هغومره د طالبانو گناه ده ځکه چې دوى اور بل کړى او اوس يې حالت دې ته راوستى چې نړيوال زموږ د تجزيې او وېش خبرې کوي .

ذکريا رحيمي له فرانسې

زۀ د افغانستان له وېش سره همنظره يم . ايتلافي ځواکونه دې په شمال کې وي خو د اوس لپاره دوى خپل ټول مهمات د پاکستان له لارې افغانستان ته وړي هغه وخت به يې څرنگه شمال ته رسوي ؟

احسان يحيى له لندنه

دا ډير لنډ پارى نظر دى او د افغانستان د اوسنۍ لانجې غلطه حل لاره ده . دا به زموږ ستونزې حل نۀ بلکې لا پسې پراخې کړي . غوره به دا وي چې نړيواله ټولنه خپله ماتې ومني او له افغانستانه ووځي . افغانان ډير څه زغملى شي خو د هيواد وېش نه مني .

حکمت الله حکمت له مالمو سويډن نه

انګریزان اوس هم زاړه خوبونه ویني او د نورو ملتونو پر څو برخو ویشل خپل حق بولي . دا د انګریز استعماري سیاست و چې پښتانه يې پر دوه برخو د ډیورند د استعماري کرښې په واسیله سره بیل کړل ، دا دوی وه چی فلسطین يې یهودو ته ورکړ ، کردان يې پر درو برخو وویشل، دهند د وچې نه يې د پاکستان په نوم یوه ستراتیژیکه اډه بیله کړه ، جنوبي افریقا کې يې د اپارتاید رژیم جوړ کړ او... افغانستان د چا ډالۍ نه ده ، په وینو به يې وساتو

افغانان به په لنډ وخت کې د خپلو اعمالو له امله چې له يو بل سره جنگ کوي ، له لويو ستونزو سره مخامخ شي . که چيرې زۀ محافظه کاره افغان نه واى ما به دا وړانديز منلى واى ځکه چې د ځينو ژوند خو به يې ساتلى واى

عبدالله له لندنه

عبدالله له لندنه

له دې ښکاره ده چې افغانان په سوله ييز ډول د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه نه شي کولى . افغانان به په لنډ وخت کې د خپلو اعمالو له امله چې له يو بل سره جنگ کوي ، له لويو ستونزو سره مخامخ شي . که چيرې زۀ محافظه کاره افغان نه واى ما به دا وړانديز منلى واى ځکه چې د ځينو ژوند خو به يې ساتلى واى . زما په گومان کندهار بايد طالبانو ته وسپارل شي ځکه چې د کندهار خلک د مرکزي حکومت ملاتړ نه کوي.

خليل الرحمن له برمينگهم برتانيا

دا ډير بد نظر دى او هيڅکله به د افغانستان ستونزه حل نه کړي . دا جنگ د افغانستان د تجزيې لپاره نه دى پيل شوى او بل لومړى بايد د دې ولس له خلکو په دې اړه پوښتنه وشي چې څه وايي که چيرې دا کار وشو نو دا وېش به د هند تر ويش هم ډير خونړى وي .

رحمت الله شاکر له هند څخه

زما په اند دافغانستان تجزیه نه شي کولای چې د افغانتسان دې لانجمنې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

هغه ځکه چې افغانان په خپلو منځو کې نه په کومو ځمکو نښتي او نه بله کومه داسې خبره.

نړیوال خو افغانانو ته لکه د ماشومانو په ستوګه ګوري. دا داسې یو مثال راوړي لکه دوه ماشومان چې پر ډوډۍ لانجه کوي او بیا یې مور ورته تقسیم کړي.

زه د یو افغان په حیث د افغانستان د تجزيې خبره په کلکه ردوم. او وایم چې دا کار به هیڅکله هم په افغانستان کې امن او ثبات را نه ولي. بلکې نوره به یې هم ګرمه کړي

عبدالهادي له امستردام هالند څخه

دا وړانديز احمقانه دى او که عملي شو بيا به د ملي جهاد مزه ورمعلومه شي

عصمت له ناڅرگنده ځايه

د افغانستان وېشل او بېلول ډير درد لري . زۀ غربيانو او امريکاييانو ته وايم چې دا به مو له ٢٠٠١ کال نه وروسته بله لويه تيروتنه وي . هغه وخت مو افغانستان له باران نه راولاړ کړ او د ناوې لاندې مو ودراوۀ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .