که لاټري وگټئ څه پرې کوئ ؟

پيسې

بخت په پيسو نه بيداريږي ، علم و پوهه پکار ده ( جاويد احمدزى له بغلانه )

په کانادا کې دوو سپين سارو د لاټري په لوبه کې ١١ ميليونه ډالر وگټل .

ميرمن او خاوند چې دواړه څو اويا کلن و دغه پيسې بيلا بيلو مرستندويو ټولنو ته ورکړې .

دوى د ټولو پيسو يوازې په سلو کې دوه له ځان سره وساتلې او ويې ويل نور نو موږ دواړه يو بل لرو او همدا مو بس دي .

دغو سپين سارو د پيسو د ورکولو پر وخت وويل : انسان په هغه څه پسې نه خپه کيږي چې نه يې لري .

مانا يې دا وه چې تر اوسه يې نه درلودې .

ستاسو ځينې نظرونه

که ما لاتری وګټله نو په مشرقي کې یو پوهنتون جوړوم چې خلک د علم غریب نه شي ، د نس غریبي خو یوه ورځ حل کیږي مګر د علم غریبي نه حل کیږي او ناخوالې ترې پیدا کیږي.

جاويد هوتک له کابله

شمس الرحمن حبيبزى له چينه

که مې پيسې پيدا کړې ټولې په تعليم لگوم ځکه چې زموږ د هوياد اساسي مشکل د تعليم نشتوالى دى .

محمد عارف نجیبی له برتانيا

په لومړي ګام کې د خپلو خپلوانو هغه کسان چې په بیت الله شریف مین دي هغوی به د بیت الله شریف زیارت ته ولیږم بیا به یو جومات او یوه مدرسه چې په هغه کې د قرآن حفظ تدریس شي په خپل ولایت کې جوړ کړم چې خدای (ج) ثواب زما پلار او مور ته ورکړي. وروسته له هغه به له خپلو دوستانو او خپلوانو سره چې ډیری یې له سختو اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان دي په کافی اندازه مرسته ترسره کړم.

احمد ضيا واشنگټن ډي سي امريکا

ملا او دومره طالع ...خو بیا هم که خدای راته راکړې نو یو ښه مجهزه لیسه به نورستان ولایت کې جوړوم ځکه چې هلته متعلمین لیسه نه لري او اکثریت کورنۍ د دې توان هم نه لري چې خپل ماشومان مکتب لپاره کابل یا نورو ولایتونو ته ولیږی.

جاويد احمدزى له بغلانه

بخت په پيسو نه بيداريږي علم و پوهه پکار ده ، که پيسې ناپوه پيدا هم کړي ضايع به يې کړي ، شاوخوا يې په خپلو سيمو کې ډير مثالونه وينو.

زين الدين وحدت له وردگو

ملنګ دې ځان ته دعا وکړي

چې په پردو کلو کې نه غواړي خیرونه

زه په دې اړه اوس څه نشم ویلای خوکه چیرې مو دا چانس خدای نصیب کړي له خپلو اړتیاوو پرته به د چک بند جوړول او وردګو ولایت ته به برېښنا ورکړم چې په دې کار سره کیدای شي د نورو علومو ترڅنګ خلک د کمپیوټر ساینس اوتکنالوژي په برخه کې هم زده کړې وکړي او د یوه سیمه ییز ټلویزیون له لارې به هم خلکوته علمي خپرونې پيل کړم .

رفيع الله ارين له شينگهاى چين نه

زه مسافر یم او خاص داقتصادي کمزورۍ له کبله یم اوکور مې هم ډیر یادیږي نو که دومره پیسې وګټم کور په صندوق کې یې ږدم او وظیفه مې پریږدم او کور یو پښه پر بله اړوم او بس

جهانگير شاه شمل له کلاته

که چیرې زما بخت ‌دلاټري په گټلو کې یاري وکړه ! او زه د ډیرغټ مبلغ گټونکی شم ! لکه څرنګه چې دغه دوه کاناډایان دي نو زما په نظر زه به یوه داسې فابریکه جوړه کړم په خپل هیواد کې چې په هغه کې زموږ د هیواد د زراعت پیداوارچې زموږ د خوار اوغریب بزګرانو په زیاراوزحمت په لاس راځي چې دغه پیداوار په دغه فابریکه کې پروسیس کړو.

۱ - چې بزګران خپل پیداوار په ښه قیمت خرڅ کړي او یوڅه د ژوند سطح یی لوړه شي .

۲ - یوڅو بیکاره ځوانانوته به په نوموړې فابریکه کې کار پيدا شي .

نوزماپه نظر چې دغه رنګه کومک خصوصاٌ زموږ د ټولنی لپاره ډير ضروري اولازمي دی نه دا چې دغه پیسې پرخلکو په سل، دوه سوه اوپنځه سوه تقسیم کړه اوبس د یوې یا دوو ورځو کیفایت هم نه کوي او ګرده عمر مولاس بل ته نیولی وي

مجيب رحيمي, هالند

وعدې مو هيرې نه كړئ يارانو زه به تاسو ته دعاوې كوم.

جاويد هوتک له کابله

ما اوریدلي چې یو چا د ماشوم توب نه لاتری اخیستله خو د ژوند په اخیرو کې ورته راووته نو هغه دغه پیسې ښاروالۍ ته ورکړې چې تشتابونه پرې جوړ کړي نو خلکو ترې پوښتنه وکړه ولې تشنابونه پرې جوړوې هغه ورته وویل ځوانې کې راته ونه وته نو اوس پرې تشنابونه جوړوم چې خلک مې په قسمت کې ..... وکړي نوکه ما لاتری وګټله نو په مشرقي کې یو پوهنتون جوړوم چې خلک د علم غریب نه شي ، د نس غریبي خو یوه ورځ حل کیږي مګر د علم غریبي نه حل کیږي او ناخوالې ترې پیدا کیږي.

احمد جاويد فيصل له کندهاره

که بخت راسره مل شو او د دومره پيسو خاوند شوم زړۀ مې دى يو لوى ځنگل جوړ کړم او د ځنگله په منځ کې به هغو ته ودانۍ جوړه کړم چې په بخت نه بلکې په زور پيسې پيدا کوي

زلمى لودين

که ماته لاتړۍ را ووته زه پرې په کندهار کې د موټرو لپاره تمځايونه جوړوم تر څو په ښار کې ګڼه ګوڼه لږ شي او د کريکټ د ودې لپاره په نړيوالو معيارونو برابر سټيډيمونه ( لوبغالي ) جوړوم ځکه چې دا کرکټران لا په ارزي بل چا خو څه نه وکړه

محمد فهيم عمري له فارياب څخه

که الله ماته دومره پیسې راکړې نو اول خو د دې پیسو څلویښت سلنه د هغو غرییانو لپاره د ژمي تاوده کالي او نوراړین توکي اخلم چې د کابل او شاوخوا ولایتونو کې د سړو خیمو لاندې استوګنه کوي او پاتې دیرش سلنه به له جوماتونو او مدرسو سره کومک کوم او دیرش سلنه پیسې چې پاتې کیږي نو هغه د ځان د اړتیاوو لپاره ساتمه خو الله دې وکړي چې دا خوب مې ریښتیا شي

فوزيه له امريکا

که پاک خدای ما ته دومره پیسې راکړي نو اول هغو خپلو خپلوانو ته پرې کورونه اخلم چې غریب دي او په کرايي کورونو کې په سختۍ او خوارۍ ژوند کوي بیا هغه غریب او زاړه خپلوان مې حج ته بیایم چې ډیره هیله د حج لري خو وس یې نه لري خدای دی ماته داسې چانس د خدمت راکړي

فيصل له پغمانه

که زۀ لاټري وگټم په پغمان کې خلکو ته وړيا بسونه فعالوم او داسې يو سوپر مارکيټ جوړوم چې تر ټولو لوکس شيان به پکې وي او په افغانستان کې به تر دې بل ښه نه وي او ځاى به يې هم زما پغمان جان وي

محمد هاشم وهاج له هنده

په هنلد کې د انجينري له زده کړو وروسته په دې پوى شوى يم چې د يوۀ هيواد تخنيکي پرمختگ په انجينيري پورې تړاو لري نو زۀ به په افغانستان کې د انجينيري بيلا بيلې برخې په پښو دروم

جان محمد عمرزى له کابله

زۀ به خلکو ته د کار موقعې برابره کړم ځکه چې خارجيانو په مفتو پيسو عادت کړي دي .

ساجد له اماراتو

تاسی چرته لیدلی چې پښتون دې دومره قسمت ولري ؟

جعفر له کابله

که ماته چېرې د يوه مېليون افغانيو لاټري ووته، پر دوو سوو زرو يې خپله ماستري کووم،سل زره يې خپلې کورنۍ ته د خرڅ لپاره ورکووم،په درې سوو زرو نورو يې هغوو سيمو کې چې خلک د څښاک پاکوو اوبو ته لاسرسى نه لري څاگانې او يا هم لاسې بمبي جوړووم، په درې سوه زره نورو يې مور او پلار حج ته استووم او پاتې سل زره نور يې داسې يوه غريب ته ورکووم چې ژوند يې پرې جوړ شي

جهانګیر شاه شمل, زابل کلات ښار

زه خپل شخصي نظر درته وړاندې کوم زه مسافر یم او خاص داقتصادي کمزورۍ له کبله یم اوکور مې هم ډیر یادیږي نو که دومره پیسې وګټم کور په صندوق کې یې ږدم او وظیفه مې پریږدم او کور یو پښه پر بله اړوم او بس

احمد جاويد له وردگو

د استاد الفت یو شعر دى

په لیدو چې دې زخمي زړه زخمي نه شي

د کانادا لاټري گټونکي

د کانادا لاټري گټونکي وايي انسان په هغه څه نه خپه کيږي چې نه يې لري

زړه یې مه بوله تور کاڼی د سحرا دی

نو که زه چیرته د لاتري گټونکی شم نه ټولې به په خپل خوار او غریب افغان ولس باندې ووېشم موسیسو ته یي نه ورکوم چې تقسیم یې کړي او یوه اندازه یې په تعلیم مصرف کوم

گل له روسيې

ياره که خدای کول او بخت یاري وکړي...نو زه پرې یو ښه روغتون جوړوم...ځکه چې زه خپله اینده ډاکټر یم...او د افغانانو او د نړۍ د انسانانو علاج به کوم...البته د یارانو سره ...بله دا چې بي بي سي به سهار او ماښام اورم

خاوري غمګين له پيښوره

كه ما داسې لويه لاتري وګټله نو د كرزي صاحب د كابينې په لري كولو كې به يې ولګوم

جان محمد له اتريش نه

که ما لاتري وگټله يوه مدرسه جوړوم او د پښتنو زلمو لپاره يو کمپيوټري مرکز جوړوم او بل به د ملي خاينانو پر ضد يوه پټه اداره پرانيزم چې پکې د افغان ملت دښمنان حتى که مې ورور هم وي ، پکې ښکاره او پټ وځوروم.

عزیزالرحمان نیازى له کونړه

که زما بخت راسره په داسې لویه پیمانه لاټري کې، یاري وکړي، په لومړي قدم کې به یوه علمي او فرهنګي ټولنه جوړوم چې دا ټولنه به په ختیځو او جنوب ختیځو ولایاتو کې کار کوي، بنسټیز کار به یې د ټولنې بیوزله ځوانانو ته علمي خدمتونو وړاندې کول وي او سربیره پر دې به په نوموړو سیمو کې اسلامي فرهنګي چارو د پرمختګ لپاره هم کار کوي. د دې ټولنې لومړى علمي خدمت به د سیمې په کچه د دوه لویو مسلکي لیسو جوړول وي چې یوه پکتیا کې او بله ننګرهار کې، بهرني استادان به هم پکې وي خو په پښتو ژبه او فرهنګ به ډیر کار کیږي.

زلمى لودين له ناڅرگنده ځايه

کانادايي سپين ساري ډير بختور دي چې د نورو انسانانو په باب فکر کوي ، د دوى اقدام د ستاينې وړ دى ، زۀ پخپله باوري نه يم چې دومره لوى کار به وکړم ، خو که بخت راسره مل شو او د دومره پيسو خاوند شوم زړۀ مې دى يو لوى ځنگل جوړ کړم او د ځنگله په منځ کې به هغو ته ودانۍ جوړه کړم چې په بخت نه بلکې په زور پيسې پيدا کوي

ډالر

١١ ميليونه ډالر گټونکي وايي نه يې غواړو تاسو څه واياست؟

مومن خان څمکنی له فينلينډ نه

که چيری څوک انساني خواخوږي ولري نو هرانسان کولی شي چې په کور ،کلي ، ګاونډ اوحتى په خپل هيواد کې د ټولو هغو بيوزلو بيچارو سره خپلې مرستې جاري وساتي چې څوک اړتيا ولري ،خوبدبختانه چې زموږ په ګران افغانستان کې خلک شپې ورځې نهارې تيروي دولت خو پريږده چې ګاونډيان هم مرستې ته چمتو نه وي ٠ رابه شو لاتري ته که چاته لاترې لاسته ورغله نو پکار دی چې تر خپله وسه مرستې له چا دريغ نه کړي او زه خپله بغير دلاتري نه هم دا هيله لرم چې په ورځني ژوند کې د اړو خلکو سره پوره مرسته وکړم ،الله دی توفيق راکړي ٠

که تاسو څو ميليوني لاټري وگټئ څه به پرې وکړئ ، نظر راکړئ ستاسو ځينې برېښناليکونه به په همدې پاڼه او د بي بي سي په سهارنۍ خپرونه کې خپارۀ شي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .