ستاسو مرکه : نوروز منگل مو پوښتنې ځواب کړې

نوروز منگل
Image caption نوروز منگل ستاسو پوښتنې ځواب کړې

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې او پښتو بي بي سي فيسبوک پاڼې ځينو پوښتنو ته له دوبۍ ځواب ووايه .

نوروز منگل او بي بي سي پښتو وېبپاڼه له ټولو اوريدونکو منندويي ښيي چې لطف يې وکړل او پوښتنې يې راوليږلې ، له هغو گڼ شمير نورو اوريدونکو بخښنه غواړو چې پوښتنې يې را ورسيدې خو د وخت د کمښت له امله له ځوابه پاتې شوې .

ستاسو د برېښناليک ځينو پوښتو ته د نوروز منگل ځواب

زلمى لودين له ناڅرگنده ځايه : کله دې فکر کړى دى چې که لوبه پريږدې بيا به څه کوې ، له کريکټ سره تړلى کار او که نور کاروبار ؟

نوروز منگل : که رښتيا راباندې وايې تر اوسه مې هيڅ پلان نه دى لرلى .

فرهاد له کابله : تر اوسه مو ولې له لويو لوبډلو سره د لوبې چانس نه دى موندلى ؟

نوروز منگل : امکان لري چې په راتلونکي کې وشي ، د ټسټ ميچ امتياز لرونکي هيوادونه چې د کريکټ غټ ټيمونه بلل کيږي خپل مشکلات لري ، دا اوس مو له ويست انډيز سره لوبه ده ، له ملي لوبډلې سره يې لوبه کوو خو دا لوبه به دوستانه وي او په نړيوالو رسمي لوبو کې به نه حسابيږي ، گومان کوم هغوى هسې ځان ازمويي او نه غواړي چې لوبه په رسمياتو کې راولي هسې نه چې ويې بالي .( په خندا )

قريش ځاځى له جرمني : د افغانستان کريکټ په راتلونکي کې څرنگه وينئ ؟

نوروز منگل : ډير روښان يې وينم ، لکه څرنگه چې موږ په جلال اباد کې لوبې وکړې ، په خپله خاوره مو لوبې وکړې او لوبغاړي مو وکتل نو ډير ډاډه يم چې په افغانستان کې د کريکټ راتلونکى ډير روښانه دى .

Image caption نوروز منگل : ملي جذبه ، يو مقصد او د خلکو دعا زموږ د برياليتوب راز دى

ملوند شينوارى له استراليا : کله به مو په نړيوالو اتلوليو کې د گډون ووينم ؟

نوروز منگل : په شل اوريزو سياليو کې خو مو ليدلي يوو ، په پنځوس اوريزو کې هم خداى مهربانه دى ، اوس له کانادا ، ايرلند ، اماراتو ، کينيا ، سکاتلند ، هالند او نيميبيا سره چې کومې څلور ورځنۍ لوبې کوو د هغو ترڅنگ يو ورځنې لوبې هم ورسره لرو چې د هغو له ډلې به لومړني دوه ټيمونه مخامخ د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته لار پيدا کوي او دوه نور به بيا په ٢٠١٣ کال کې يې د يوۀ ټورنامنټ له لارې ورځي ، خداى مهربانه دى موږ په دې لړ کې خپلې لومړنۍ دوه لوبې له کانادا گټلي او په راتلونکو ورځو کې دوه له اماراتو سره هم لرو .

قدرت الله ابراهيم خيل له کابله : د افغان لوبډلې لويه ستونزه په بيټينگ کې ده کله به حل شي ؟

نوروز منگل : د بيټينگ په برخه کې يوه خبره بايد وکړم چې هره لوبه جلا وي ، پيچ ( د منډو ډگر ) جلا وي موږ چې کومې منډې کوو عمومآ له هغه پيچ سره سمې وي ، دا منم چې زموږ بالينگ او فيلډينگ ډير ښه دي خو بيټينگ مو هم تر پخوا ډير ښه شوى دى .

رضا گل معروف له پينډۍ : ولې زلمو لوبغاړو ته چانس نه ورکوئ ؟

نوروز منگل : ولې يې نه ورکوو ، تل مو په لوبډله کې د ١٩ کلنو د ټيم لوبغاړي هم وي ، البته دا اوسني لوبغاړي مو هم ډير زاړۀ نه دي . ( په خندا )

سيلۍ الماس له سويس نه : څو ماشومان لرې ، ايا هغوى هم د کريکټ لوبه کوي؟ ته څه ورنه غواړې چې لوبغاړي شي که بل کار وکړي ؟

نوروز منگل : الحمد الله درې ماشومان لرم ، درې واړۀ زامن دي . کوشش کوم په دوى باندې تعليم وکړم ، د تعليم ترڅنگ که د دوى له لوبو سره شوق و بيا يې خپله خوښه ده چې څه کوي که واليبال وي که کريکټ وي په هر څه کې چې تکړه وي او مينه ورسره لري ودې يې کړي .

نجيب لوگرى له سعودي : خلک شخصي گټو ته گوري بايد کبير خان ژر تر ژره بيرته راولئ ، هغه راځي ؟

نوروز منگل : دا په کريکټ بورډ او خپله کبير خان پورې تړلې خبره ده . له کبير خان سره چې موږ څومره خبرې کړي او ليدلي مو دي دا راته معلومه شوې ده چې کبير خان له افغان ټيم سره ډيره علاقه لري ، ډير يې خوښ دى ، غټه خبره دا ده چې زموږ هلکان هم د هغه ډير عزت کوي ، واقعآ کبير خان د افغانستان کريکټ لپاره ډيرې لاسته راوړنې درلودلې دي ، زموږ په ژبه پوهيږي زما په فکر هغه ډير ښه و .

نذير احمد ناصري له هنده : د لوبډلې د لا ښه کولو لپاره کومو مرستو ته اړتيا وينئ ؟

نوروزمنگل : موږ بايد د افغانستان کورني کريکټ ته پام وکړو . ميدانونه بايد جوړ کړو ، له همدې لارې به نوي لوبغاړي پيدا کوو ، د کريکټ نړيواله شورا هم هغه هيواد ته ډيره توجه کوي چې په کور دننه ښه ميدانونه او کريکټ ولري .

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption نوروزمنگل په ١٨ يو ورځنيو رسمي نړيوالو لوبو کې د افغانستان کپتاني کړې ده

محمد ولي ستانکزى له ارزگانه : تير کال چې مو له سويلي افريقا سره په شل اوريزو نړيوالو اتلوليوکې لوبه وه څه فکر مو کاوۀ ؟

نوروز منگل : ډيره د وياړ او له احساساتو ډکه موقع وه . د خوشالۍ ځاى دا و چې دغه لوبغاړي به موږ په تلويزيون کتل خو ستاسو د دعاگانو له برکته موږ له همدغو لويو لوبغاړو سره په يوۀ ډگر ودريدو ، دا زموږ د هيواد لپاره او زموږ لپاره د افتخار ځاى و .

عاقله او عظيم له چينه : د اکتوبر په دريمه نېټه له ويست انديز سره لوبه لرئ دا د هغوى ملي لوبډله ده ؟

نوروز منگل : هو ملي لوبډله يې ده او دا هفه ټيم دى چې څو وخته وړاندې يې انگلستان ته په لندن کې ماتې ورکړه نو ډيره تکړه لوبډله ده .

ميرويس اشنا له کندهاره : څه موده وړاندې مو شاپور ځدراڼ او شفيق له لوبې وايستل علت يې څه و ؟

نوروز منگل: هغه د کريکټ بورډ خپلې فيصلې دي . کريکټ بورډ ټولو لوبغاړو ته د لوبې او د لوبو پر وخت او د سفرونو په وخت د چال چلند يو قانون سپارلى چې موږ ټولو منلى که څوک سرغړونه ترې وکړي له هغوى سره کريکټ بورډ له خپلو قوانينو سره سم چال چلند کوي .

ابو محمد نورزى له هنده : د راتلونکي نړيوال جام لپاره سپانسر لرئ ؟

نوروز منگل : دا هم د کرکيټ بورډ کار دى زموږ په نظر خو چې هر څومره ډير سپانسر وي د لوبې د پرمختگ لپاره ښه دى .

رحمن الله رسا له جرمني : په خوست کې تکړه لوبغاړي شته ولې موقع نه ورکوئ ؟

نوروز منگل : ډير تکړه لوبغاړي شته خو بيا هم چې کله کابل ته راشي او امتحان ورکړي نو هلته پاتې راشي علت يې دا دى چې موږ په يوه غرنۍ سيمه کې يوو د لوبې شرايط راته په خوست ډير ښه نه دي هغه چې د کابل په امتحان کې بريالي کيږي ډيرو يې په گاونډي هيواد کې لوبه کړې وي او هلته يې تمرينونه کړي وي د خوست لوبغاړي له دغو امکاناتو تر ډيره بې برخې دي .

فرهاد کريم خان برمينگهم انگلستان : ملي لوبډلې ته د لوبغاړي د انتخاب سيستم څه ډول دى ، د ننگرهار ضمير خان په کورنيو لوبو کې ١٣٥ منډې وکړې او پنځه کسه يې هم په يوه لوبه وسوځول خو ملي لوبډلې ته نه دى انتخاب شوى، د انتخاب لپاره څه پکار دي ؟

نوروز منگل : زموږ سيستم قابليت دى . په کورنيو لوبو کې که څوک ښه لوبه وکړي هغه ملي ټيم ته راځي . ضمير خان په ولايتي لوبو کې ښه وځليد خو د زونونو په لوبه کې چې په کوزه پښتونخوا کې وشوه هلته درې نور لوبغاړي وځليدل ، جاويد احمدي ډيرې منډې وکړې ، عزت الله په تيزو بالرانو کې او حمزه هوتک په ورو يا سپين بالرانو کې ښه وځليد او ډير کسان يې وسوځول . همدا درې کسه اوس راسره په ملي لوبډله کې شته دي . ضمير هم کيڼ لاسى دى او حمزه هوتک هم دى خو په هغو لوبو کې د حمزه هوتک وړتيا ډيره جوته شوې وه .

احمد شاه پاڅون له هلمنده : کله چې يوه مهمه لوبه وگټئ څه احساس کوئ ايا مغروره کيږي؟

نوروز منگل : مغروريږو نه خو هلکان ډير خوشاليږي ، ډاډ او اعتماد پيدا کوي ، زړور کيږي . په کريکټ کې غرور اصلآ پکار نه دى .

محمد جمال اريوبي له کابله : په اوسني حالت کې په افغانستان کې د کريکټ په وړاندې لويه ستونزه کومه وينئ ، دغه نظر مو له کريکټ بورډ سره شريک کړى ، د کريکټ لوبغاړو او بورډ ترمنځ اختلافات کله کله وينو چې رسنيو ته هم راوځي دليل يې څه دى ؟

نوروز منگل : لويه ستونزه د ميدانونو کموالى دى ، کريکټ بورډ په دې خبر دى او دا دى کار پرې کوي هلې ځلې کوي چې ژر تر ژره نور ميدانونه جوړ کړي ، په جلال اباد کې چې مو تمرينونه وکړل د کريکټ بورډ چارواکو رانه وپوښتل چې څرنگه و موږ په خوښۍ ورته وويل چې په خپل وطن کې تمرينات خوندور و . د اختلافاتو په باب به درته ووايم که پخوا داسې څه و ، شايد و به خو اوس داسې څه نه وينم .

عارف مياخيل له امريکا : په خپله لوبډله کې د لوبې په کومه برخه ډير ډاډ لرئ ، بالينگ ، بيتينگ که فيلډينگ او خپله ستاسو کومه برخه خوښه ده ؟

نوروز منگل : د هر ټيم خپل قوت وي ، زموږ بالينگ او فيلډينگ ښه دى ، او زۀ خپله خو بيټسمن يم نو بيټينگ زما د خوښې برخه ده .

شفيع الله حبيبزى له کابله : د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې د بیټنګ برخه کمزورې ښکاري، په اړه یې باید څه وشي، ایا د بیټنګ تکړه کوچ ته اړتیا ده او که نور څه لاملونه دي، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

نوروز منگل : تمرينونه بايد ډير شي او د بيټينگ کوچ ته په رښتيا هم چې ضرورت شته .

خوشال ساپى له جلال اباده : ښاغلی منګل صاحب د افغان لوبډلې د بریالیتوب راز په څه کې وینئ ؟

نوروز منگل: ملي جذبه ، يو مقصد او د خلکو دعا.

هيله سبا له لندنه : د افغانستان د کريکټ لوبغاړي يو هم د خپلې ميرمنې او ماشومانو په باب خبرې نه کوي د نورې نړۍ لوبغاړي يې کوي ، علت يې څه دى ؟

نوروز منگل : د نورو هيوادونو او زموږ شرايط ډير فرق لري ، او که اړتيا وه د هغو په باب به هم خبرې وشي .

افتاب له جلال اباده : زموږ د پيل لوبغاړي ، اوپنران ، به کله زده کړي چې لوبډلې ته ښه پيل ورکړي او بې ځايه شارټونه ونه هي ؟

نوروز منگل : اوپنران داسې دي لکه په جنگ کې اوله خطه ، دوى د مخالف ټيم اول گوزار ته ولاړ وي ، که پيچ خراب يا خطرناک وي دوى ورته ولاړ وي نو دا اسانه کار نه دى .

شهاب الدين شهاب له اسلام اباده : په توپ وهنه ، بيټينگ ، کې افغان لوبډله ستونزه لري ، علت يې څه دى د روزونکي نشتوالى او که کومه بله خبره ؟

نوروز منگل : په دې باب مو وړاندې خبرې وکړې.

ډاکټر فريد احمد له لغمانه : ښاغلی کپټان !ملي لوبډله کې استعدادونو ته ارزښت ورکول کیږي او که سپارښتونو ته؟ او بل تاسې ته په مخکې دومره مهمې لوبې دي آیا تاسو د یو نړیوال روزونکي لایق نه یاست؟

نوروز منگل : زموږ د کاميابۍ راز په همدې کې دى چې موږ يوازې استعداد او اخلاقو ته گورو ، سفارشي کس په لوبه کې معلوميږي . او کوچ ته سل په سلو کې ضرورت لرو.

وحيد عبيدي له لندنه : راتلونکې تگلاره مو څه ده ؟ ايا هغه وخت نه دى راغلى چې تاسو د يوې لوبډلې په توگه اوس فکر وکړئ چې بايد بل پړاو ته ځان ورسوئ ؟

نوروز منگل : بالکل ، دا اوس هم د کريکټ د اسيايي شورا غړي راغلي او د کريکټ د نړيوالې شورا له چارواکو سره خبرې کوي چې زموږ پر غړيتوب خبرې وکړي .

محمد اصف بهرامزوى د کندهار له هوايي ډگره : ولې د پخوانيو تکړه لوبغاړو پر ځاى نوي زلمي راوستل شوي دي ؟

نوروز منگل : افراط نه دى پکار ، بايد دواړه وي ، بايد تنکي زلمي وروزو چې اينده مو ښه شي .

بشير احمد له دوبۍ : نوروز منگل صاحب تاسو له پاکستان اې سره په لوبو کې داسې ښکاريدى لکه په لومړي ځل چې مو لوبه کوله ولې داسې بې تجربې ښکاره شوئ ؟

نوروز منگل : واقعآ هغه زموږ لپاره ښې لوبې نه وې، شپږ اووه مياشتې وروسته موږ لوبې کولې او له شنه ژمي گرمۍ ته ورغلي و او بله دا چې د هغوى ډير پياوړى ټيم هم و خو که په اينده کې لوبه ورسره راغله نو ښه به وځليږو .

ميرويس اشنا له کندهاره : په بهرنيو کريکټ لوبغاړو کې دې کوم يو ډير خوښ دى او ډير هيوادونه مو وليدل کوم يو مو خوښ شو ؟

نوروز منگل : سپچن ټنډولکر او په هيوادونوکې سويلي افريقا .

عبدالحکيم رحماني له کابله : ميرويس اشرف څرنگه لوبغاړى دى ؟

نوروز منگل : د ميرويس اشرف په باب بايد ووايم چې هغه ډير ښه انسان دى ، د ښو اخلاقو خاوند دى او په لوبه کې هم تل ځليدلى دى هم په بالينگ کې او هم په بيټينگ کې .

عظيم الله طوطاخيل له ويانا: له تاسو سره روزونکي گوزاره نه شي کولى او که څه خبره ده چې تل يې بدلوئ؟

نوروز منگل : دا سوال هم بايد کريکټ بورد ځواب کړي خو زۀ په دې باور يم چې که يو روزونکى د څو کالو لپاره راسره وي ښه به په دې وي چې موږ به ورسره بلد شو او هغه به هم موږ سم وپېژني .

د فيسبوک څو پوښتنو ته د نوروز منگل ځواب

نور ولي ځدراڼ : له کريکټ بورډ نه ولې د ښه روزونکي غوښتنه نه کوئ ؟

نوروز منگل : دا پوښتنه ځواب شوې ده . غوښتنه شوې ده .

سراج اورياخيل : د کريکټ بورډ له خوا د برابرو شويو اسانتياو نه تر کومه حده راضي ياست؟

نوروزمنگل : په سلو کې شپېته يا اويا او پاتې برخې يې هم کريکټ بورډ حلوي . کم ميدانونه دي او د روزونکي کمښت دى خو دوى پرې لگيا دي .

عيد ځاځى : پاکستان ته د افغان چيتا په نامۀ يوه لوبډله تللې تاسو ولې پکې نه ياست؟

نوروز منگل : افغان چيتا د افغانستان ملي لوبډله نه ده ، زۀ له ملي لوبډلې سره اماراتو کې يم .

گلريز شيرزاد : هغه دوه کسه چې د شپږو مياشتو او دولسو مياشتو لپاره له لوبډلې د کريکټ بورډ له خوا ايستل شوي ستاسو پر لوبډلې څه اغيز کړى ؟

نوروز منگل : موږ بايد ځوانانو ته ځاى ورکړو ، د هغوى بديل راسره شته ، پکار دى چې لوبغاړي ښه اخلاق او ديسپلين ولري . د نورو لوبغاړو لپاره هم ښه دى چې داسې قوانين عملي شي چې په راتلونکي کې داسې ونه شي .

نعمت الله دولتزى : تاسو ولې لوبغاړي ژر ژر بدلوئ ، که يو کس ښه لوبه ونه کړي بل کس يې پر ځاى راولئ ؟

نوروز منگل : دا مې نوې واوريده ، په موږ خو نقد دا وي چې ولې دا اوسني ډير ساتو . خو هيله مو ده چې نوي کسان وساتو او ويې روزو .

زاهد زاهديار : کريکټ بورډ يو روزونکى د ډير وخت لپاره ولې نه ساتي ؟

نوروز منگل : په دې باب خو وړاندې خبرې وشوې .

غفار ځدراڼ : ملې لوبډله بايد څو نور پړاونه ووهي چې نړيوالو اتلوليو کې د گډون حق ترلاسه کړي ؟

نوروز منگل : دا هم وړاندې ياد شو چې که بريالي و نو دا حق به که خداى کول ترلاسه کړو .

گل اتمانزى له ناروې : د يوه تکړه روزونکي په نشتوالي کې فکر نه کوئ چې د افغانستان کريکټ په ټپه ولاړ حالت غوره کوي ؟

نوروز منگل : اوس خو په ټپه ولاړ حالت نه دى خو که تکړه روزونکى مو ونه موند او ميدانونه مو پيدا نه کړل بيا دا ويره شته .

اکبر خان باتور ځدراڼ : شاپور ځدراڼ په لوبډله کې نشته او افتاب عالم شته ايا دغه دوه لوبغاړي سره پرتله کيدى شي؟

نوروز منگل : خبره د پرتلې نه ده . که شاپور ځدراڼ نن نشته په يو دليل څو کاله وروسته به هسې هم راسره نه وي ځکه چې لوبه ځوانان غواړي، زموږ راتلونکى همدا په افتاب عالم او عزت دولتزي ولاړ دى بايد موقع ورکړل شي .

ستاسو مرکه

Image caption نوروز منگل د افغان کريکټ لوبډلې تر ټولو بريالى کپتان دى

بي بي سي پښتو ويبپاڼه ستاسو پوښتنې د ژوند د بيلا بيلو ډگرونو له اتلانو سره مطرح کوي .

ستاسو پوښتنې به مخامخ ستاسو د خوښې اتلان ځوابوي .

دا ځل د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منگل ستاسو ځواب وايي .

نوروز منگل د افغانستان د کريکټ په تاريخ کې تر ټولو بريالى کپتان دى .

د دۀ په مشرۍ افغان کريکټ لوبډلې بيلا بيلې سيمه ييزې او نړيوالۍ سيالۍ گټلي دي .

نوروز منگل د ١٩٨٤ د مارچ په ٢١ مه نېټه چې د نوروز ورځ وه په کابل کې وزيږيد .

خپله د خوست اوسيدونکى دى .

د نوروز لوبيز ژوند

نوروز منگل په ١٨ نړيوالو رسمي يو ورځنيو لوبو کې برخه اخيستې چې په ټولو کې يې د کپتان دنده لرله .

دۀ په دغو لوبو کې ١٧ ځله د منډو جوړولو وار موندلى چې پکې يې د دوو پنځوسيزو په مرسته ٣٨٤ منډې کړي دي.

کپتان نوروز منگل اته نړيوالې شل اوريزې سيالۍ هم کړي دي چې پکې له هند او سويلي افريقا سره هم لوبې وې .

په شل اوريزو لوبو کې منگل ١٠٢ منډې تر اوسه کړي دي .

په څلور ورځنيو لوبو کې هم د افغان کپتان ريکارډ د پام وړ دى .

په اتو څلور ورځنيو لوبو کې نوروز منگل ١٤ ځله منډو جوړولو ته راوتلى او ٦٢١ منډې يې پکې کړي دي چې له کينيا سره يې ١٦٨ منډې په يو ځل تر ټولو ډيرې وې .

نوروز منگل په نړيوالو لوبو کې ١٢ کسه هم سوځولي دي .