ستاسو مرکه : له سندرغاړي رحيم شاه يې وپوښتئ

ايا زموږ نارينه سندرغاړي دا کولى شي چې هر کال يوه سندره خپلې ميرمن ، خور ، وريرې ، خورځې ته ډالۍ کړي او که نه پښتانه يوازې هغه وخت د ښځې په قدر پوهيږي چې کله يې هغه مور وي ؟

مجيب له ناروې

رحيم شاه د ١٩٧٦ کال د اپريل په مياشت کې په کراچۍ کې زيږيدلى دى خو اصلآ د سوات اوسيدونکى دى .

رحيم شاه په تيره لسيزه کې د پښتو سندرغاړو په کتار کې د يوۀ ځانگړي سبک خاوند څرگند شوى دى .

دۀ له پښتو سره جوخت په اردو، فارسي ، سندي او پنجابي ژبو هم سندري ويلي او پښتو موسيقي او سندرې يې په نورو هم اورولي او له نورو ژبو سره يې گډې کړي دي .

رحيم شاه د پښتو ژبې ټپې يا لنډۍ په ژباړلې بڼه اردو کې ويلي دي .

رحيم شاه

رحيم شاه په پښتو موسيقۍ کې په تيره لسيزه کې د ځانگړي سبک خاوند راڅرگند شو

دۀ د پښتنو مساپرو حالت پر خپلو سندريزو ويديويي البمونو کې ښکاره کړى چې له پښتنو پرته نورو هم خوښ کړى دى .

رحيم شاه د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې کانسرتونه ورکړي دي .

که د رحيم شاه پر هنر او ژوند پوښتنې لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک يا ايميل له لارې راوليږئ او يا هم د بي بي سي پر پښتو قيسبوک پاڼې وليکئ .

pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

د ايميل يا برېښناليک له لارې راغلې ځينې پوښتنې

پخوا مو ښې سندرې ويلې خو اوس مو سندرو ته بازاري بڼه ورکړې ده فکر نه کوئ چې دا به ستاسو هتر ته تاوان وکړي ؟

سلگۍ له برلين نه

اجمل له پاريسه : ځينې سندرې مو معيار نه لري ، لالالا او هو هو هو وي ، ولې د پيغام او مطلب سندرې نه زياتوئ؟

اياز سالارزۍ له فينلنډ نه : که وادۀ او ماشومان لرئ د هغوى مصروفيتونه څه دي ؟

تسل له هالنده : هڅه وکړئ پښتو موسيقي له دنيا والو سره شريکه کړئ چې نور هم ترې خوند واخلي.

گل خان سدوزى له کابله : نن سبا مو په هنر نيوکې کيږي ، تاسو له داسې خلکو سره سندرې واياست چې ستاسو له هنر سره نه ښايي ، علت يې څه دى ؟

مجيب له اوسلو ناروې : ايا زموږ نارينه سندرغاړي دا کولى شي چې هر کال يوه سندره خپلې ميرمن ، خور ، وريرې ، خورځې ته ډالۍ کړي او که نه پښتانه يوازې هغه وخت د ښځې په قدر پوهيږي چې کله يې هغه مور وي

احمد هاشم احمدزى له تورنتو : بيا به کله کانادا ته راځې ؟

وطندوست له ناروې : ايا سندرغاړي د پښتنو د يووالي لپاره څه کولى شي که هو تاسو څه کړي

نصير احمد حکيمي له جلال اباده : ما اوريدلي چې اصلآ ته د افغانستان د کندز ولايت اوسيدونکى يې دا رښتيا ده ؟

وحيد ساحل له دوبۍ : څومره وخت کيږي چې سندرې وايې ، وادۀ دې کړى او اولادونه لرې که نه ؟

محمد ذکي خطيبي له کندهاره : چا وهڅولى چې سندرې وواياست ؟ د چا سندرې مو خوښې دي په خپلو سندرو کې دې کومه يوه خوښه ده ؟ لومړنۍ سندره مو کومه يوه وه ؟

ذبيح الله له ناروې : ولې ناروې ته نه راځئ ؟

جاويد اڅک له کندهار : پښتو موسيقي کې د نويو کسانو د روزلو کار نه دى شوى، ايا تاسي داسې څه کولى شئ چې نوي کسان وروزئ؟

ميمونه طالب وزيرستان : ايا چا درسره مخالفت ونه کړ چې سندرې مه وايه؟

زاهد له پېښور: د پښتنو په سيمو کې غمونه دي ، دردونه دي او جنگونه دي ، ډيرو سندرغاړو د جنگ خلاف سندرې ويلي دي ، تاسو دغو هڅو ته په کومه سترگه گورئ

جميل له لندنه : ولې په دې وروستيو کې ستاسو غږ او هنري کار کم اورو او وينو ؟

اولادونه به پريږدې چې سندرې ووايي ، لور او زوى ؟

رڼا جلالزۍ

بريالى جبارخيل له ښرنې پکتيکا : ستاسو استاد څوک و او د خپل هنر د کاميابۍ راز په څه کې وينئ ؟

محمد اصف بهرامزى له کندهاره : څو کاله وړاندې مې اوريدلي و چې تاسو په افغانستان کې ښوونځي جوړوئ دا کار څرنگه شو ؟

عبدالوحيد له هندوستانه : د افغانستان په اوسنيو سندرغاړو کې کوم يو ستاسو د خوښې دى ؟

سيد مياخيل له هالند نه : اوريدلي مې دي چې ستاسو اصلي نوم رحيم شاه نه دى ، څه دى ؟

نورجمال خان وردګ له وردگو: رحیم شاه لکه څنګه چې دهرپښتون په زړه کې ځای لري زماهم دزړه سردی، له ښاغلي رحیم شاه څخه په پوښتنه کوم چې:ولې دداسې ښځوسندرغاړوسره سندرې وایې چې ستاهنرته تاوان رسوي ، داخبره صحیح ده چې په دې سره به پښتنې سندرغاړې پرمختګ وکړي، خومخکې له دې نه چې ته ورسره ګډه سندره ووایې باید دوی ته ښه سندره ورزده کړل شي اوبیادې ستاغوندې تکړه سندغاړي سره سندره ووایي.

سلگۍ له برلين نه : پخوا مو ښې سندرې ويلې خو اوس مو سندرو ته بازاري بڼه ورکړې ده فکر نه کوئ چې دا به ستاسو هتر ته تاوان وکړي ؟

د بي بي سي پښتو فيسبوک ځينې پوښتنې

افندي جانان له کندهاره : څومره زده کړي موکړي اوايا کندهارته مو د را تگ نيت شته ؟

رحيم الله عابد : کله چې مو د سندرو پيل وکړ له کومو خنډونو سره مخامخ شوئ او لومړنۍ سندره مو کومه يوه وه ؟

خالد ستانکزى : کومو هيوادونو ته تللي ياست ؟

سميع الله مساپر : د پښتنو فلمونو اصف خان دې خپل دى ؟

افغانستان ته په راتگ ولې ډيره خوشاليږئ ؟

محمد شريف

نجيب الله توتاخيل : د چا شعرونه ډير وايې ؟

افسر لالپوروال : له سندرو پرته څه مصروفيت لرئ؟

شينوارى حزبالرحمن : ايا ميرمن دې پښتنه ده ؟

رحيم الله ايل : د هنر په وړاندې مو کومې ستونزې وې ؟

محمد شريف : افغانستان ته په راتگ ولې ډيره خوشاليږئ ؟

سيد عبدالمطلب اغا : د پصتونوخوا د روان کړکيچ لپاره تاسو د خپل هنر له لارې څه کړي دي ؟

عبدالقيوم : ستاسو کمپوزونه ښه او شعرونه بازاري دي علت يې څه دى ؟

اکبر خان باتور ځدراڼ : د افغانستان په سندرغاړو کې دې کوم يو ډير خوښيږي ؟

رڼا جلالزۍ : اولادونه به پريږدې چې سندرې ووايي ، لور او زوى ؟

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .