ستاسو غږ:بهر ميشتې افغانان څرنگه د افغانستان د بيا ودانولو په چارو کې ښکېليداى شي؟

که زۀ ستنه شم او وگورم چې زما ټولې زده کړې او اهليت په هيڅ درد نه خوري او يو مجرم په لوړه څوکۍ ناست دى، دا به په څه مانا وي؟

هما ناصري له جرمني

د کډوالو نړيواله ټولنه اى او ايم هغو مسلکي لويديځ ميشتو افغانانو ته د الوتکې ټکټ او ښه معاش ورکوي چې هيواد ته د ستنيدا او هلته د کارکولو نيت ولري.

ځينې کسان له همدې پروگرام سره سم ستانۀ شوي دي خو نور بيا زړۀ نه ښه کوي.

بهر ميشتې افغانان څرنگه د افغانستان د بيا ودانولو په چارو کې ښکېليداى شي؟

اى او ايم

د اى او ايم ټولنې له ځينو لويديځ مېشتو افغانانو سره مرسته کړې چې خپل هيواد ته ستانۀ شي

کوم خنډونه او ستونزې يې مخه ډب کوي.

د همدې پوښتنو د ځواب لټه ستاسو غږ د پنجشنبه په ماښامنۍ خپرونه کې کوي.

که نظر يا پوښتنه لرئ د بي بي سي پښتو برېښناليک ته يې راواستوئ، بي بي سي پښتو فيسبوک کې تبصره وليکئ او يا هم د خپرونې په ترڅ کې مخامخ زنگ ووهئ او يا هم لنډ تيلې فوني ليکلى پيغام يا ايس ايم ايس راته وليکئ.

د ايميل يا برېښناليک له لارې لنډې ويديويي پوښتنې هم راليږلى شئ چې د ستاسو غږ خپرونې په ويديويي بڼه کې يې ځاى کړو.

لطفآ ويدويي پوښتنې مو تر ٣٠ ثانيو مه اوږدوئ.

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

pashto@bbc.co.uk

په برېنښاليکونو کې ستاسو ځينې نظرونه

بهر میشتي افعان ته باید غټه چوکې خو پرځای پریږده چې په یو وړوکې پوست باندې هم باید نه شي مقرر ، تر څو یی چې ۱۰ یا ۱۵ کاله په افعانستان کې ژوند نه وي کړی .

عبدالروف عارف

هما ناصري له جرمني:زما ځينې اندېښنې دي که دغه حل شي بهر ميشتي افغانان به خپله ستانۀ شي.

يو: زۀ او زما ورور د عامه تگلارو او اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کوو. موږ غواړو چې لاړ شو او کار وکړو خو که سيستم کې فساد وي او موږ پرينږدي چې له زړۀ کار وکړو څه به کوو، په افغانستان کې به يا له مفسدو سره مفسد کيږې او يا به يې پريږدې.

دويم: که زۀ ستنه شم او وگورم چې زما ټولې زده کړې او اهليت په هيڅ درد نه خوري او يو مجرم په لوړه څوکۍ ناست دى، دا به په څه مانا وي؟

دريم: څوک به مو د ژوند او کورنۍ ضمانت وکړي.

که دغه اندېښنې پر ځاى شي د بل هڅولو ته اړتيا نشته موږ خپله خپل ښکلي هيواد ته ستنيږو.

محمد ابراهيم له کابله: بهر ميشتي افغانان په هيڅ ډول موثر نه دي دوى ډير کسان يوازې په پيسو پسې افغانستان ته راځي، په افغانستان کې چې شاوخوا اويا ميليارده ډالر تر يوۀ ځايه د همدغو کسانو له خوا ورک شوي دي

عبدالجليل حوجري, کندهار: زما په فکر سره بهر ميشتي افغانان هيڅکله هم د افغانستان په جوړولو کې ونډه نشي اخيستلاى دا ځکه چې هغوى نه غواړي چې بيرته راستانه شي په دې خاطر چې هغوى وايي چې په افغانستان کې جګړې شتون لري چې موږ او زموږ کورنۍ به پکې ووژل شي

بلال احمدعرفان له كندهاره: .بهرميشتي افغانانو ته د كاراوخدمت كولو زمينه دهغوي د امنيت په تضمينولوكې برابريداي شي خوافغان دولت د امنيت دراوستلوامكانات نه لري.

دوی دې د افغانانو د بچو په روزلو کې پوره همکاري وکړي افغانان ډالرو ته اړتیا نه لري افغانان د تعلیم وږي دي

انعام الله مياخيل

عباس حکمت له هندوستان څخه

د افغانستان په بيا ودانولو کې هر افغان هغه که له هیواد نه بهر وي یا دننه همکاری کولای شی، موږ افغانان باید د پردو په تمه نه شو، خپل هیواد باید په خپله جوړ او اباد کړو ، بهر کې چې کوم افغانان دی باید په افغانستان کې پانګونه وکړي.

عمر عمران كويت

زما په نظر بهر ميشتي افغانان خصوصاً چې اروپا او امريكا كې ژوند كوي د افغانستان په پرمختګ کې ډير مثبت رول لري . ځكه هغوى په پرمخ تللې ټولنه كې ژوند كړى، له ځانه سره به كافي تجربه لري. خوله بل لوري كه د افغان حكومت دوه نيمګړتياوو ته وګورو لكه د امنيت نه شتون او اداري فساد به د هغوى په چارو ځينې منفي اغيزې هم ولري.

نور حسن له لندنه :

دوی کولی شی چی د هیواد په بیا رغونی کی ونډه واخلی زما په اند خو ډیر هغه تنکي ځوانان چې دلته یې مور او پلار د کار یا تعلیم لپاره رالیږلي په ډیره غلطو کارونواخته شوی یعنی قمار، عیاشي او داسی نور او د خپلي کورنی ارمانونه یی د خاورو لاندی کړیدی. هر څومره چی کیدی شی مور او پلار یی باید دی ته وهڅوي چی بیرته ستانه شي ځکه چې دلته یې ګټه نشته پرته له تاوانه. او چې ستانه شي نو هم به یې مور او پلار ته له لاسه تللی اولاد په لاس ورشي او هم کولی شي د هیواد په بیا رغونې کې برخه واخلي>

زلمى له ناڅرگنده ځايه:
تر هغو چې د تعليم او روغتيا په برخه کې ډاډ نه وي لويديځ مېشتي افغانان به په اسانۍ زړۀ ښه نه کړي چې هيواد ته ستانۀ شي.

د بي بي سي له پښتو فيسبوک څخه

انعام الله مياخيل : بهر میشتي په ډیرو ‌طریقو سره کولای شي چې د افغانستان په ودانولو کې مرسته وکړي په لومړي قدم کې،هغوى ډیره تجربه لري او پوه کسان دي او تعلیم یې په بهرنیو او پرمختللو هیوادونو کې کړى دى. دوی دې د افغانانو د بچو په روزلو کې پوره همکاري وکړي افغانان ډالرو ته اړتیا نه لري افغانان د تعلیم وږي دي

سليمان رحماني: زه فکر کوم چې بهر ميشتي افغانان بايد چې له خپل وخت څخه استفاده وکړي او عالي تعليم حاصل کړي چې په ائينده کې د خپل هيواد لپاره خدمت وکړي. هغوی لپاره دا هم پکار ده چې خپل راتلونکي نسل/ اولادونو ته د پښتو او درې درس ورکړي او د خپل دين او د ګران وطن د تاريخ، کلتور او ميړانې څخه يي خبر کړي. تر ټولو مهم موږ بايد د بهرهيوادونو د قوانينو احترام وکړو او په نړۍ کې ځان ښه افغان او بهترين انسان معرفې کړو

ميرويس احمدزى: موږ هم خښ يوو چې په افغانستان کې ژوند وکړو خو بدبختانه هلته امنيت ښه نه دى. اداري فساد ډير دى

جعفر عمر : افغانانو فکر کاوۀ چې اى او ايم د ژغورنې لپاره کار کوي خو اوس گومان کوو چې دوى وژنې کوي.

له نور فيسبوک نه

عبدالروف عارف : د اداري فساد یو مهم علت همدغه بهر میشتي افعانان دي چې اوس په افعانستان کې کلیدې چوکی لري ،ځکه چې دوی په خارج کې لوی شوي ، په داسې حال کې چې دوی د افعانستان کلتور او رسم رواج سره پوره بلدیت نه لري ، بل دا چې دوی ستر نفسونه لري دومره ستر چې که دغه ټولې مرستي دوی یوسي هم زه فکر نه کوم چې دوی به قناعت ولري ، بدبختانه به ووایم چې زموږ دغه داخلي بدبختان یی هم پري اخته کړل دوی هم اوس داسي فکر لري چې باید په هرولایت کې یو څو کورونه ،بلډ ینګونه ولرو اوهمدارنګه په دوبۍ او نورو هیوادونو کې هم کورونه ولرو ، زه وایم چې هر هغه بهر میشتي افعان ته باید غټه چوکې خو پرځای پریږده چې په یو وړوکې پوست باندې هم باید نه شي مقرر ، تر څو یی چې ۱۰ یا ۱۵ کاله په افعانستان کې ژوند نه وي کړی .

اسماعيل لاروى: افغانستان دا وخت يوازې د مرستندويه هيوادونو مرستو ته اړ هيواد نه دی، بلکې د پانګه اچونکو پاملرنه هم خورا اړينه مسله ده، په ټولیز ډول پانګه وال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې دا وخت په بهر کې مېشت دي، دوى ته خو لومړی داسې روحيه او ډاډ ورکول ضرور دي چې افغانستان نور د تېښتې هيواد نه دی، دلته به نور د چا سرمايي د ټوپکوال او زورواک اوټوکمار لاس ته نه ورځي، په داسې حال کې په افغانستان کې شته خلک د بېلابېلو ننګونو له امله د تېښتې په حال کې دي، نو پانګه وال او هغه چې په بهر کې مېشت دي، هغه خو دلته د راتګ زړه هم نه ښه کوي، په فردي نظر بايد ووايو چې ، د مستقبل ډاډ، اوسنی امنيت، د پانګه اچونې لپاره زمينه برابرول، بهرمېشتې افغانان د ودانۍ په چارو کې ښکېلولای شي

غرڅنى جانان: په افغانستان کې کار اهل کار ته نه دى سپارل شوى، د يوۀ ناپوه سړي تر لاس لاندې کار اسانه نه د

زلمى لودين: ايراني حکومت په ميليونونو ډالره ورکوي چې په خپلو پوهنتونونو کې روزلي افغانان د افغانستان په دفاترو کې د دغه پروگرام سره سم ځاى کړي، په دې موضوع بايد خبرې وشي

اسد رحمتي: مهمه مساله د امنيت تامين دى. که امنيت و پانگول پانگونه کوي او بهر ميشتي هم ډاډ مومي

نجم شينوارى: دا کار هله کيدى شي چې په افغانستان کې د زورواکانو زور کم شي او جنگسالاران له سياسي ډگره گوښه شي. هر افغان ډاډه شي چې د بشپړو حقونو خاوند دى.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .