ستاسو انځورونه: د انگلستان د لېورپول ښار

لېورپول

د لېورپول د ښار عکسونه د بي بي سي پښتو وېبپاڼې يوې ليدونکې ، رڼا جلالزۍ ، راليږلي دي

لېورپول د انگلستان په شمال کې پرته سيمه ده چې په ١٢٠٧ ميلادي کال کې د وخت پاچا د ښار په توگه ومانۀ.

اوس دغه ښار په انگلستان کې د نفوسو له پلوه دريم او په برتانيا کې څلورم لوى ښار دى.

په ٢٠٠٨ کال کې دغه ښار د اروپا د کلتوري مرکز په نامۀ ونومول شو.

په دغه لرغوني ښار کې څو داسې ځايونه شته چې ملگرو ملتونو په کلتوري ميراث کې ياد کړي او خوندي کړي دي.

د بي بي سي پښتو وېبپاڼې يوې ليدونکې، رڼا جلالزۍ، د دغه ښار ځينې عکسونه راليږلي چې له هغوى څخه په منندويي يې درته واړندې کوو.

په دغو عکسونو کې د ليورپول ځينې لرغونې ودانۍ، ځينې نوې ودانۍ او د سيند د غاړې عکسونه وينئ.

لېورپول په انځورونو کې

که تاسو هم د خپلې سيمې عکسونه راليږئ لطفآ د بي بي سي په پښتو برېښناليک يې راواستوئ، خپل نوم او د سيمې په باب مو څو کرښې ورسره وليکئ.

PASHTO@BBC.CO.UK

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .