ستاسو غږ: رياستي که پارلماني نظام غوره دى؟

څانګه جبارخېل- ستاسې غږ کې (ویدیو وګورﺉ)

ولسمشر حامد کرزى وايي افغانستان د نظامونو د تجربه کولو لابراتوار نه دى ، او هيڅوک دا واک نه لري چې د دۀ په وينا د بهرنيو هيوادونو په اشارو په افغانستان کې د نظام بڼه بدله کړي .

د ښاغلي کرزي دا خبرې تر هغه وروسته وشوې چې په برلين کې د شمال د پخوانۍ ټلوالې ځينو مشرانو د امريکا له ځينو سناتورانو سره وليدل او داسې وويل شول چې گواکې هلته د نظام د بدلولو يادونې وشوې.

که حکومت له پارلمانه ټاکل کېږي یو کس به ټول حکومت په څو زره ډالره اخیستی شي ځکه د پارلمان زور موږ لیدلی

امان الله کروړ له کابله

د افغانستان اساسي قانون د رياستي سيستم غوښتنه کوي خو که دغه سيستم بدليږي نو لويه جرگه بايد راوغوښتل شي او اساسي قانون بدل شي.

د ولسمشرۍ په تيرو انتخاباتو کې مات شوي مخکښ کانديد ډاکټر عبدالله تل ويلي دي چې که دى بريالى شو نو دا نظام به بدلوي او پارلماني سيستم به دودوي.

ستاسو په گومان افغانستان د نظام بدلولو ته اړتيا لري او د سيستم بدلول د ستونزو حل او ثبات ته لار پرانيستلى شي؟

ولسي جرگه

په پارلماني سيستم کې به د ولسي جرگې يو غړى لومړى وزير وي

ستاسو غږ راديويي ، ويديويي او ان لاين خپرونه ده.

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک يا تيوتر کې خپل نظر ليکلى شئ.

کلېکاږل د بي بي سي پښتو فيسبوک لپاره دا ځاى کېکاږئ

کلېکاږل د بي بي سي پښتو تيوتر لپاره دا ځاى کېکاږئ

د افغانستان لپاره په اوس وخت كې كه ټوله دنيا يې ترڅنگ ولاړه ده پارلماني نظام غوره دى چې متوازن انكشاف او پيشرفت ته لاره ومومي

عبدالوحيد له کابله

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

په بي بي سي پښتو تيوتر کې

عزت الله جلالزى

معلومه خبره ده چې د غير مرکزي حکومت نتيجه به د نورو هيوادونو لاسوهنه نوره هم ډيره کړي.

ستاسو ځينې برېښناليکونه

هما ناصري له جرمني

خرابي په نظام کې نشته که ریاستي وي او یا پارلماني . زما په اند په اوسنيو حالاتو کې به دا عقلمندانه فیصله نه وي چې اوس له لس کالو نه وروسته په دې فکر و کړو چې د افغانستان لپاره کوم نظام غوره دى. که مو سیاسي شعور پیدا شو قانون پیاوړی شو او جنگي مجرمان د قانون منگلو تا وسپارل شول نو هغه وخت بیا کولی شو چې په دې فکر وکړو چې بل هغه کوم نظام دی چې افغانستان ته له دې اوسني نظام نه غوره دى.

شعيب غروال له کونړه

زموږ پارلمان خو ټول ګوري زموږ د پارلماني نظام به هم دا حال وي پارلماني نظام دملت د تجزيي او خود سرۍ په معنا دى او بس.

عبدالوحيد, كابل

د افغانستان لپاره په اوس وخت كې كه ټوله دنيا يې ترڅنگ ولاړه ده پارلماني نظام غوره دى چې متوازن انكشاف او پيشرفت ته لاره ومومي، يوازې د قدرت د ويش خبره نه ده، مركزي نظام اوس ډيره كمزوره او له فساد څخه متآثر دى او عامو خلكو ته كوم فايده نه ده رسولې. پارلماني نظام د رياستي نظام نه بهتره ده چې حكومت خلكو ته بهتره خدمات كوي او جواب ويونكي خلكو ته دى

په افغانستان کې نظام بدلیدل د افغانانو د وینو تویدلو سبب کیږي له همدې امله باید چې د نظام بدلیدلو نظریې له ذهنونو وباسو.

محمد يوسف راتب له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه

امان الله کروړ, کابل

پارلماني نظام هغه خلک غواړي چې له متمرکز ریاستي نظام وړاندې یې حتی په کابل کې لا خپل حکومتونه او فډرالونه درلودل، پارلماني نظام د سیمه ییزو واکونو د پیاوړي کېدو، د واک ویش، فډرالیزم او بالاخره د افغانستان د تجزیه کېدو لامل کېدای شي او که حکومت له پارلمانه ټاکل کېږي یو کس به ټول حکومت په څو زره ډالره اخیستی شي ځکه د پارلمان زور موږ لیدلی، پوښتنه مې دا ده چې دا خیرخواهان ولې د اوسني نظام په ملاتړ او ښه تطبیق کې مرسته نه کوي او که د دوی درد دا دی چې په راتلونکي کې کوم ولسمشر نه شي کامیابولای؟

محمد رحیم تړون , کابل

زما په نظر ریاستي نظام ښه دی نظر پارلمانی نظام ته ځکه زموږ ټولنه زیاته برخه بې سواده ده هغه قضاوت نه شي کړی ، د هغې ټولنې لپاره پارلمانی نظام ښه دی چې زیاته برخه یې سواد ولري که چیرې پارلماني نظام راشي نو ملي یوالی له منځه ځي.

سیدابراهیم هاشمی کابل

زما له نظره په افغانستان کې د پارلماني رژیم په ځای اوسنی ریاستي رژیم د افغانانو په ګټه دى ځکه چې افغانانو علمي سویه ټیټه ده او سیاسی ګوندونه په افغانستان کې ازمویل شوي دي یوازی یې افغانانو ته ویجاړي او کونډې او یتیمان په میراث پرایښې دې او د ملت جوړونې احساس نه لرې دا تیرو تجروبو ښودلې ده.

همایون سنگر لاس انجلس امريکا

زما په نظر ریاستي نظام غوره دى ځکه پارلماني نظام یو قوي مرکزي حکومت ته ضرورت لري ولې موږ ګورو چې زموږ حکومت د دې واک او توان نه لري.

نجیب الله ؛سامح؛, بلجیم

زما نظر دا دی چې پارلماني نظام یوازې د ولسمشر په لاس کې شته واکونه له صدراعظم سره ویشي

احمد جمالزى له کابله

پارلماني نظام ښه نظام دی، اما د افغانستان په دې شرایطو کې نه، ځکه د مرکزي دولت کنترول کم دی، هر ولایت به په خپل سرخپل کارونه کوي، یعنې خلاصه دا چې هرڅوک به د خپل ولایت او سمت بادار وي.

عثمان , زرنج

دافغانستان لپاره په دې وخت کې بهترین نظام ریاستي دی

عبدالبصیر سعید , کابل

زما په نظر که همدغه اوسني واکمنان وي، خدای که دغه ربړیدلي افغانان له ریاستي او یا هم پارلماني نظام څخه خیر وکړي.

احمد جمالزی , کابل

زما نظر دا دی چې پارلماني نظام یوازې د ولسمشر په لاس کې شته واکونه له صدراعظم سره ویشي او چون په افغانستان کې اکثریت پښتانه دي مخالفین ویره لري چې پښتانه هماغه راز اکثریت وي دوی به هېڅکله د افغانستان تر ټولو زیات واک چې د ولسمشرۍ څوکۍ ده ، په لاس کې وانه خلي ځکه خو ټول په یوه غږ د پارلماني نظام غوښتنه لري.

عدنان شعیب , فراه

زما په ګومان په افغانستان دا اوسنی حکومت هم نتیجه په دې ورنه کړه چې ونا اهل خلکو ته يې مسؤولیتونه ورکړه . د څه وخت لپاره دیکتاتوري حکومت مثبته نتیجه ورکولای شي.

رحیم الله حبیب زی , کونړ، اسداباد

ریاستی نظام غوره دی نه پارلمانی

کار نظام نه کوي کار پرګنې کوي که نظام کولاى د نورمحمد ترکي دخلق دیموکراتیک ګوند نظام به کړی واى پایله یې د دې اوس ناخوالي دي د افغانستان اساسي قانون چې په واقعیت سره پلى شي دا حکومت ډیرښه حکومت او نظام دى

نيازى له هلمنده

ضیاالدین عظیمی کيوتو جاپان

که څوک غواړي بیا په هر کلي او کور کې د ویني ویالي رواني شځ د هغه کسانو نظر دي و منځ چې د فدارل یا ولایاتو د زیات واک غوښتونکي دي. ځکه دوی هغه کسان دي چې څو ځل یې یو دبل سره خونړي جنګونه کړي او بیا بیرته سره یوزاې شوي. د دوی اصلي موخه دقدرت لرل او په خلکو باندې د ځان او دلوټ شوې سرمایې ساتل دي ځکه اوس ډاریږي که د سولې خبرې بریالۍ شي او یو ملي حکومت جوړ شي نو دوى ته نه ځای شته او نه هم امن.

اسحاق , ناروې

دغه ډلې ولې هميشه داسې فکر کوي چې راځئ يو ځل به يې وران کړو بيا ېې جوړول اسان دي. افغانستان همدغو خلکو وران کړو خو خپل جيبونه او کورونه يې جوړ کړل. د ولسمشر کرزي خبره سمه ده. افغانستان بايد نور د سيستمونو لابراتوار نه شي. بوديزم، کمونېزم، افراطي اسلام، شاهي نظام ټول هغه سيستمونه وو چې په افغانستان کې و آزمويل شول خو همدغسې خلکو يي د خپل شخصي گټو لپاره د ړنگولو هڅې وکړې. د افسوس خبر دا ده چې درد او مرگ په کې غريب ويني. زما په نظر رياستي نظام د ښه ولسمشر په شته والي کې ښه دى.

نظرمحمد(نیازى), لښکرګاه

کار نظام نه کوي کار پرګنې کوي که نظام کولاى د نورمحمد ترکي دخلق دیموکراتیک ګوند نظام به کړی واى پایله یې د دې اوس ناخوالي دي د افغانستان اساسي قانون چې په واقعیت سره پلى شي دا حکومت ډیرښه حکومت او نظام دى دغه د اوس نظام ډیرښه نظام دى - فقط کار دې اهل کار ته وسپاري.

اباسین خویشکۍ, کابل

رياستي نظام د یو موټي افغانستان د پایښت لپاره اړین دى.

محمد طاهر احمدزی, له ناروی اوسلو

زما په نظر اوس د نظامونو د بدلیدو وخت نه دی افغانستان ډیرې ستونزې لري لومړیتوب باید بیړنیو ضرورتونو ته ورکړ شي د اوس لپاره ریاستي نظام غوره دی او پارلماني نظام اوس د وخت څخه مخکې خبره ده.

عبدالطیف , مزارشریف

زما په نظر افغان دولت په دې څو کلونو کې د دې نظام د موجودیت په اساس بهرنیو هیوادنو سره ستراتیژیک تړونونه کړي، ُقوانین او مقرارت جوړ کړي دي که نظام کې بدلون راځي بیاد دا ټولې چارې بیرته بل نظام په اساس جوړ شي نو افغانستان دې کار لپاره په اوسنيو شرایطو کې نه بودیجه لري او نه هم کدرونه لري.

حلیم وردګ, ناګویا جاپان

زما په نظر د نظام پارلماني کیدل د افغانستان د کورنیو شخړو لپاره کوم خاص حل نه دی، تر څو چې خپله افغانان د سیاسي شعور او یوالي په لور ګام وانه خلي که موخه د قدرت ویش وي، بیا تر نن د قدرت ښه ویشنه نشي کیدی، ولسمشر پښتون، لمړی مرستیال تاجیک، دوهم مرستیال هزاره .داچې ولې همدا شته ریاستي نظام تر ننه د ستونزو حل نه دی، دا د نظام بدي نه، بلکه د سیستم او حکومتدارۍ نمیګړتیاوې دي چې خلک ترې په تنګ راغلي دي.

ضيا الرحمن پېښور

زما په ګومان د افغانستان نظام بدلون ته هیڅ اړتیا نه شته ځکه چې افغانستان لا تراوسه هغه ځای ته نه دی رسیدلی چې نظام په کې په ډیرې اسانۍ سره بدلون وکړي. په افغانستان کې نظام بدلیدل د افغانانو د وینو تویدلو سبب کیږي له همدې امله باید چې د نظام بدلیدلو نظریې له ذهنونو وباسو.

د بي بي سي پښتو فيسبوک ته راغلي ځينې نظرونه

په افغانستان کې ديکتاتوري نظام بريالى دى

افغان يوسفزى

معشوق رحمتي : اوسنيو شرايطو کې رياستي نظام د افغانستان لپاره گټور بولم خو که قانون مطلق حاکم شي بيا پارلماني نظام گټور دى.

عبدالحيم کاکړ: د افغانستان لپاره يوازې اسلامي نظام گټور دى او ښه نتيجه ورکولى شي نور نظامونه بشري دي او نيمگړي دي.

جمال: که تيرو درو لسيزو ته وگورو اوسنى سيستم تر ټولو غوره دى.

افغان يوسفزى: په افغانستان کې ديکتاتوري نظام بريالى دى

زما په نظر تر څو چې خپله افغانان د سیاسي شعور او یوالي په لور ګام وانه خلي د نظام پارلماني کیدل د افغانستان د کورنیو شخړو لپاره کوم خاص حل نه دی

انجينير صفت حليم

فريد الله ځاځى: ولې په افغانستان کې د بدلون خبرې منځته راشي ؟ځکه چې بعضې خلک ورڅخه سوی استفاده د دې بدلون څخه کوي؟

رضوان الله شپون له خاص کونړه: په تیرو دیرشو کلونو کی موږ ډول ډول نظامونه وا ازمویل چې په نتیجه کې د هیواد له بربادیدو نور څه مو په کې ونه لیدل نور نو نه غواړو چې د قدرت غوښتونکو په منځ کې لکه د غنمو یا جوارو په شان داسې دل شو لکه څنگه چې غنم او جوار په ژرنده کې دل کیږي ریاستي نظام ځکه غوره دی چې د هیواد د ویشل کیدو گواښ په کې نشته

مطيع الله خان: موږ غواړو خلک بدل کړو د خلکو ذهنيت زوړ دى.

انجينير صفت حليم: زما په نظر تر څو چې خپله افغانان د سیاسي شعور او یوالي په لور ګام وانه خلي د نظام پارلماني کیدل د افغانستان د کورنیو شخړو لپاره کوم خاص حل نه دی. که موخه د قدرت ویش وي، بیا تر نن د قدرت ښه ویشنه نه شي کیدی، ولسمشر پښتون، لمړی مرستیال تاجیک، دوهم مرستیال هزاره . دا چې ولې همدا شته ریاستي نظام تر ننه د ستونزو حل نه دی، دا د نظام بدي نه، بلکه د سیستم او حکومتدارۍ نمیګړتیاوې دي چې خلک ترې په تنګ راغلي دي.

محمد يوسف راتب: زما په ګومان د افغانستان نظام بدلون ته هیڅ اړتیا نه شته ځکه چې افغانستان لا تراوسه هغه ځای ته نه دی رسیدلی چې نظام په کې په ډیرې اسانۍ سره بدلون وکړي. په افغانستان کې نظام بدلیدل د افغانانو د وینو تویدلو سبب کیږي له همدې امله باید چې د نظام بدلیدلو نظریې له ذهنونو وباسو.

پارلماني نظام غوره دى

بابرى

عبدالله مياخيل: زموږ اوسنى سيستم ډير ښه دى او بدلولو ته يې اړتيا نشته که يې څوک نه غواړي هيواد دې پرېږدي.

ساروان منصور: رياستي نظام د ښه ولسمشر په شته والي کې ښه دى.

عبدالمقيم بابري: پارلماني نظام غوره دى.

بريال عبدالرحيمزى: رياستي نظام.

افغان وياړ: زما په ګومان خو په افغانستان کې یوازي پادشاهي نظام مثبته اغیزه لرلي ده، له هغه ورځ نه چې دا نظام ورک شوى د افغانانو بده ورځ شروع شوې ده

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .