ستاسو غږ:ولې نوى نسل د معاصر تاريخ له جزيياتو محروم شي؟

کتاب

د ښوونځيو د تاريخ په نويو کتابونو کې به د تيرو درو لسيزو جزييات نه ياديږي

د افغانستان د پوهنې وزارت غواړي چې له خپل نصابه د وروستيو لسيزو د جګړو جزييات وباسي.

د پوهنې وزارت د تاريخ په نويو کتابونو کې د شوروي د یرغل، مجاهدينو، طالبانو او د امريکا د پوځونو د حضور نېتې شته خو جزيياتو ته يې اشاره نه ده شوې.
چارواکي وايي په دې نصاب کې هڅه شوې چې په افغانستان کې ملي هویت ته وده ورکړل شي.

دوى وايي د نصاب په کتابونو کې بايد د افغانستان تاريخ افغانان له یو بله لرې نه کړي او تاريخ له داسې ځایه پیل کړي چې افغانان یوموټی کړي.
افغان چارواکې وايي نوی تعليمي نصاب داسې پکار دی چې په کې د افغانستان نوي نسل ته يو نوی فکر ورکړي ځکه چې د غه نسل په جنګونو او کرکو کې رالوی شوی دی.

موږ بايد زړور گامونه واخلو او خپل نسلونه په هر هغه څه پوى کړو چې پېښ شوي دي.

شاه هاند نور په فيسبوک کې

ستاسو غږ يې له تاسو اورئ:

ستاسو په فکر د تيرو درو لسيزو تاريخ د ملي هويت مخه ډب کوي او د افغانانو يووالى زيانمنوي؟

ولې دې نوى نسل د معاصر تاريخ له جزيياتو محروم شي؟

ستاسو غږ راديويي ويديويي او انلاين خپرونه ده.

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک يا تيوتر کې خپل نظر ليکلى شئ.

کلېکاږل د بي بي سي پښتو فيسبوک لپاره دا ځاى کېکاږئ


کلېکاږل د بي بي سي پښتو تيوتر لپاره دا ځاى کېکاږئ

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

له بي بي سي پښتو تويتر څخه

مجيب

که زموږ نوی نسل نوی تاریخ ونه لری دوی به هیڅ وخت زموږ د نوي تاریخ غټ مجریمین ونه پیژني او د دي کار هدف هم یوازي دغه دی

مجيب

ولی اوس د افغانستان په هکله عجیبې خبرې کیږي څوک مو تاریخ ته تغیر ورکوي او یا هم د نوي ایتلافي حکومت خبرې کیږي. ولې؟

ستاسو ځينې برېښناليکونه

اباسين, لندن

موږ په تاريخ کې بايد د ودې، لاس ته راوړنو او د کاميابي په اړه بحث وکړو. نه د جنګونو په اړه..

سیداجان احمدی له هنده

دا به د افغانستان خلک د هغو د حقوقو نه محرومول وي.که موږ د افغانستان تاریخ ته ځير شو نو وبه وینو چې هره ډله د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په خپله خوښه نصابونه جوړ کړل. نو زما په اند که نصاب کې د پخوانیو جګړه مارانو کړنې ذکر شي ښه به وي

عبدالبصیر سعید له کابله

زما په نظر د تیرو څلویښتو کلونو تاریخ ډیر کرغیړن وو پرته له دې چې یادول یې د ښوونځیو زده کوونکي بې لارې کوي ، جګړې ور په یادوي غلا اوشوکو ته یې هڅوي بله کومه ګټه نه لري.

ګلریز شیرزاد, کندهار :ـ

زما له نظره که دا تاریخ لري کړي نو هم ګټه لري او هم زیان گټه یې دا ده چې په تیرو ۳۰ کلونو کې زیات داسې خلک وه چې وطن ته یې د خدمت پر ځای زیان رسولی او که ولس دا وګوري نو شاید د هغو کسانو سره یې کرکه نوره هم ډیره شي او په دې سره کیدای شي خپل منځي شخړې نورې هم ډيرې شي.

تاوان یې:ـ زما له نظره دا دی چې اوسنی نسل چې غواړي دغه ورته معلومه شي چې په تیرو دریو لسيزو کې چا وطن ته خدمت کړی او چا جفا نو د دې حق څخه به محروم شي .

حيات الله داوري, هلمند

تيرې درې لسيزې هغه تور داغ دى چې نوى نسل يې د معاصر تاريخ او نورو زده کړو څخه شاته پريښى .اوس افغان حکومت ته پکار ده چې نوى نسل په ښې روزنې او زده کړې سنبال کړي او په هغو سيمو کې چې ښوونځي تړلي دي بيا خلاص کړي، افغانان وياړلى تاريخ تر شاه لري او دا تاريخ به د هغوى لمسيان او کړوسيان ساتي.

عبدالله ساپى له کابله

د افغانستان معاصر تاریخ د نصاب نه ليرې کول یو سښه عمل نه دی

محمد افضل له کابله

که ملي هویت ته وده ورکوئ نو ولس ته سوله، عدالت، پرمختیا او تعلیم، تعلیم او تعلیم ورسوئ له تاریخ نه د کمونستانو، مجاهدینو، طالبانو او اوسني ریژیم جنایتکاران مه باسئ تاریخ باید بې طرفه اشخاص ولیکي نه داسې اشخاص چې هغه ژبني، سمتي او قومي ناروغۍ لري

د فيسبوک ځينې تبصرې

سيد کمال شاه اورمزى له کابل پوهنتونه: د پوهنې وزارت دغه اقدم چې غواړي نوی نسل د معاصر تاریخ له جزییاتو محروم کړي زما په اند دا په خپله د افغانستان له تاریخ سره یوه لویه او تلپاته جفا ده ، ځکه د هر هیواد د تاریخ د تاوتریخوالی برخه نسبت نورو برخوته زیاته وي بل دا چې تاریخ راتلونکي نسل ته د تیرو شوو واکدارانو د ښه او بد کارونو د ترسره کیدو هنداره ده ترڅو دوى په یاده هنداره کې خپل تیر تاریخ ته وګوري.

ظاهر عمار: دا ناوړه پريکړه ده، له يرغلگرو سره زموږ جگړې هسې پېښې شوي دي؟

شاه هاند نور: دا ډيره گرانه ده. دا به د افغانانو ترمنځ تفرقې ته لاره پرانيزي خو زما په فکر موږ بايد زړور گامونه واخلو او خپل نسلونه په هر هغه څه پوى کړو چې پېښ شوي دي.

طه درانى : د اوسني تاریخ یا معاصر تاریخ په اړه دې زما په آند اوس څه ونه ویل شي او که اوس ولیکل شي نو ټول به دروغ وي او رښتیا څوک نه شي ویلی په دی اړه.

نصيب زرمتى: معاصر تاريخ کومه ښه پايله نه لرله او د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب کيږي ښه خبره دا ده چې د تيکنالوژۍ او انگليسي مضامين يې پر ځاى ډير شي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .