د بشر نويد کالم پښتونخوا: د اې اين پي مېره مور

اسفندریار ولي خان د انځور حقوق
Image caption په سياست کې مزاحمت او بغاوت ځان له ځای پېدا کوي، په اصل کې مزاحمت او بغاوت د هاغه متاثره ولسونو ژبې او غږونه وي چې اوازونه يې په ستوني کې نښتې وي،

يو وخت وو چې محترمه بېګم نسيم ولي خان د اې اين پي سکه مور وه، که د اسفنديار ولي خان مېره مور وه، خو ټولو به ورته احتراماً مور بي بي ویل!!

زموږ د وطن د خانانو ښځې خصوصاً د خاوندانو ښځې هسې هم زورورې وي، خو بېګم نسيم ولي خان له دوو وجوهاتو زوروره ښځه وه، يو د ټولو پښتنو د درنې خانۍ د ولي باغ مېرمن وه او بله مرتبه ورسره د سياست وه.

د هغې په کرېډېټ کې د يوه ملکي ډکتاتور ذوالفقار علي بهټو خلاف مزاحمت او بل د پوځي اۤمر ضياء الحق د مارشال لاء خلاف مبارزه وه.

په مجموعي توګه بېګم نسيم ولي خان د مزاحمتي دورونو خلاف يو ژوندی مثال دی، چې خلکو به په دې ټپه يادوله او رابلله!!

که د زلمو نه پوره نه شوه

فخرافغانه جينکۍ به دې ګټينه

چپه مېچن

خو وخت او حالاتو د سياست په ميدان کې د ټولو پښتنو مور بي بي د اي اين پي مېره مور جوړه کړه، او اسفنديار ولي خان د ناسکه زوى په توګه داسې کردار ولوباوه لکه څوک چې مېچن په اپوټه لاس واپس تاو کړي.

اوس اوس چې د ولي خان او د زوى سنګين ولي خان له دوو درنو غمونو پس بېګم نسيم ولي خان يو ځل بيا د سياست ميدان ته راغله او د سېنټ په انتخاباتو کې یې د غړيتوب لپاره درخواست وکړ نو خپلو همدردو ې وویل!!

يو ځلې بيا په دې لار راشه

په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه

په ټوله پښتونخوا کې يو شور شو ځکه چې د بېګم نسيم ولي خان په تور څادر کې راوتل د بدلون علامه ده.

ان دغه شان په تور څادر کې د بهټو خلاف محترمه بي بي د سياست ميدان ته راوتې وه.

او اوس يو ځل بيا په تورو جامو کې په ٢٦م جنورۍ ٢٠١٢ د پېښور جلسې ته راووتله او ورپسې یې د سينټ د ټکټ لپاره درخواست وکړ.

خو!!!

اي اين پي د بېګم نسيم ولي خان د سېنټ لپاره د غړيتوب درخوست رد کړ. په دليل او جواز کې صوبايي صدر افراسياب خټک وویل!!

''بي بي ته زيات عمر په وجه د سېنټ ټکټ ورنکړی شو.''

دا په سياست کې نوې اصطلاح ده.

موږ خو دا اورېدلى وو چې په کم عمر کې د اسمبلۍ غړيتوب، والي، يا وزيراعلٰى، صدر او وزيراعظم نه شي جوړېدی، خو افراسياب خټک د محترمې بي بي د سېنټ درخواست د ردولو په جواز کې د هغې د زيات عمر خبره کړې ده، که په دغه حواله موږ د باچاخان اخري ژوند او د سياست په ميدان کې د هغه کردار ياد کړو او په دغه وخت کې باچاخان هم د اسمبلۍ يا سېنټ لپاره درخواست کړی وو نو هغه به اوور اېج وه!!

''نوى سياست، نوى قيادت''

د افراسياب خټک د جواز او دليل معنا دا ده چې ''نوى سياست، نوى قيادت'' سياستونه بدل شول، د سياست هدفونه بدل!!

يعنې د ولي باغ دروازې بندې پاتې شوې او د بي بي د سياست د تنهايۍ احساس د دې لنډۍ په مثال دی چې!!

ارمان ارمان د بابا کوره

د ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

اوس سياست بدل شوی دی، شکور او ډوډۍ هم په هاغه شکل پاتې نه ده.

اوس د پښتونخوا ټول سياست اسلام اباد ته هجرت کړی دی؛ ځکه چې اوس حالات هاغه شان نهٴدى، په پښتونخوا کې د يوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د متاثرينو په نامه خلکو کډې د کورونو نه کېمپونو ته راوړې دي.

په يوه پښتونخوا کې پښتانه مهاجرين متاثرين دي، د هغوى ليډرشیپ د پښتونخوا نه بهر په اسلام اباد کې د حکومت په حق کې محفوظ دى.

اوس اوس دغه د اسلام اباد محفوظ مشران پښتونخوا ته راغلل، مرورو پښتنو ورته د دې لنډۍ په شان احتجاج کې وویل!!

اوړی دې کوز پنجاب کې تېر کړو

په ژمي راغلې سلامت غواړې خالونه

زنده باد

خو اوس خالونه چېرته دي، د پښتونخوا د خالونو نه داغونه جوړ شوي او په هر داغ کې يوه کیسه يو داستان دی، د ولسونو په خالونو او داغونو د قيادت نظر نه پرېوځي، سياست چېرې هم سترګې نه لري فقط غوږونه لري او په دغه غوږونو کې د خپل زنده باد نارې اورېدل غواړي.

د متاثرينو ژړا او فرياد نا!! د سياست غوږونه چې د خپلې مور فرياد نه اوري نو د پښتونخوا د هاغه متاثرينو چیغې فريادونه، اهونه او سلګۍ به څه اوري چې خپل قيادت يې مړي شهيدان د خپلو شهيدانو په فهرست کې شماري، خو فاتحې يې نه دي کړې، د شهادت د سرکاري نرخنامې مطابق یې د امدادي چيکونو اعلانونه شوي دي، خو هغوى محرومه دي.

د پښتونخوا په داسې شورماشور کې د ولي باغ د بندو دروازو نه يوه مور په تورو جامو کې رابهرشوه او هغې وویل!!

ما له د سېنټ ټکټ راکړئ، زهٴسياست کول غواړم

خپلو بچيانو ورته وویل!!

د انځور حقوق
Image caption ما له د سېنټ ټکټ راکړئ، زهٴسياست کول غواړم.

تهٴ بوډۍ يې!! ستا عمر د سياست کولو نه دی، دا هغه بچيان دي چې د مور بي بي سخته غصه به يې هم اعزاز ګڼله، خو وخت او حالاتو داسې ډډه واړوله چې اوس د بېګم نسيم ولي خان غوندې مېرمن هم د سياست د ميدان لپاره درخواست کوي، خواست او درخواست د سياسي مصلحت ټکى دى.

په سياست کې مزاحمت او بغاوت ځان له ځای پېدا کوي، په اصل کې مزاحمت او بغاوت د هاغه متاثره ولسونو ژبې او غږونه وي چې اوازونه يې په ستوني کې نښتې وي، شونډې يې چپ او اوازونه يې بوغي وي، د محترمې بي بي او د هغې د سياست د بچيانو مثال هم د هغه کوڼ او بوغي وو، چې بوغى د يو کوڼ په غوږ کې خبرې کولې کوڼ ورته وويل چې زما او ستا نه کېږي زهٴ اورم نه او ستا اواز نهٴ راخېژي.

اوس هغه کانه د بېګم نسيم ولي خان سره وشوه د ولي باغ اواز بوغ شوی دی او د هغې د سياست غوږونه کاڼه شوي دي.

ورته مطالب