بي بي سي پښتو په گوگل پلس کې خپله پاڼه پرانيسته

Image caption د گوگل پلس تر څنگ بي بي سي په فېسبوک، ټوېټر او يوټيوب کې هم موندلى شئ

بي بي سي پښتو خپلو مينه والو ته د لا نژدې کېدو او د دوى تر منځ د نظرونو او بحثونو شريکولو لار برابرونې په موخه په گوگل پلس ټولنيزه شبکه کې خپله پاڼه پرانيستې ده.

تاسې کولی شئ هغه مطالب، رپوټونه، خبرونه، ويډيویي کلېپونه او د انځورونو ټولګه چې په راډيو او انټرنېنټ پاڼه کې خپرېږي د فيسبوک او ټوېټر تر څنگ په گوگل پلس کې هم ومومئ.

بي بي سي پښتو تل هڅه کړې چې له بېلا بېلو لارو خبرونه او معلومات خپلو اورېدونکو ته په چټکۍ ورسوي.

په مهمو او نامتو ټولنيزو پاڼو کې د بي بي سي شته والی په دې لاره کې زموږ د هڅو يوه داسې بېلګه ده چې له مخې يې غواړو خپلو اورېدونکو ته نور هم نژدې شو او د دوی تر منځ د نظرونو او بحثونو امکانات برابر کړو.

د بي بي سي پښتو فيسبوک، ټوېټر، او يوټيوب کانال د زرگونو مينه والو لپاره د خوالۀ پر ځاى بدل شوى دى.

زموږ هيله دا ده چې د گوگل پلس مينه وال هم راسره ملۀ شي.

لينک: http://gplus.to/bbcpashto