د ۲۰۱۲ کال اوسکار جایزو ته نوماندان

سږ کال د سینما په ډګر کې د هېواد یادېدنې په اړه هرځای خبرې کېږي. دوه فلمونه چې د ډېرو جایزو لپاره کاندید شوي وو، یعنې "هوګو" او "آرټسټ"، چې دواړه د سینما د پیل د دورې لپاره عاشقانه لیکونه دي.

د انځور حقوق
Image caption دا چې مریل سټریپ د ګولډن ګلوب د جایزې ګټونکی او میشل ویلیامز هم د غوره ښځينه لوبغاړو په سیالۍ کې ځانونه رامخې ته کړل، کوم د حیرانتیا خبره نه ده.

"آرټسټ"، "هوګو" او "هغه اوونۍ چې له مریلین سره مو تېره کړه"، د سیالۍ د مهمو برخو هرکلی ترلاسه کړ.

"هوګو" فلم د مارټین اسکورسیزي په زیار جوړ شویو چې ۱۱ جایزې یې وګټلې، او د نولسمې پېړۍ وروستۍ او د شلمې پېړۍ لومړۍ پکې انځور شوې دي.

په دې فلم کې چې زیاتره برخه کې په ۱۹۳۰ لسیزه کې د پاریس د اورګاډو په یوه تمځي کې ثبت شوې، اسکورسیزي د خپل داستان لپاره له ګڼو کمپیوټري درې ګوټيزه یا 3D انځورونو ګټه پکې اخستې ده.

په مقابل کې یې "آرټسټ" فلم چې لس جایزې یې ګټلې – میشل هازاناویسیوس پکې د ۱۹۲۷ کال د فلمونو د جوړښت ټول قواعد مراعات کړي دي.

دا فلم تر ډېره ارام او په سپين او تور رنګ ثبت شوی دی.

د اوسکار د جایزو ګټونکي فلمونه

هوګو – ۱۱ جایزه، آرټسټ – ۱۰ جایزې، کومک – ۶ جایزې، ماني بال – ۶ جایزې، جنګي آس – ۶ جایزې، د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ – ۴ جایزې، پاریس کې نیمه شپه – ۴ جایزې.

د "هغه اوونۍ چې له میرلین سره مو تېره کړه" فلم د لوبغاړو میشل ویلیامز او کنت برانا ښه لوبېدل په ګوته کوي.

کېدای شي باور پرې ستونزمن وي، خو اولډمن د جورج اسمایلي – برتانوي جاسوس- رول په ښه توګه لوبولی، چې کله درزي، کله سرتېری او کله جاسوس ځان ښيي، چې د لومړي ځل لپاره یې د اوسکار جایزه وګټله.

هغه باید د دې جایزې په ګټلو کې د (کورنۍ) په نامه فلم کې چې د پلار رول لوبوي، له جورج کلوني سره سیالي کړې وای.

خو د آرټسټ فلم فرانسوی لوبغاړی ژان دوژردن بیا له دغو لوبغاړو سره سخته سیالي لري.

د اوسکار د جایزو وروستی نارینه مکسیکي ګټونکی دمیان بیچیر وو، چې په (یو غوره ژوند) فلم کې یې د کډوال کارګر رول لوبولی دی. هغه په فلم کې په لاس انجلیس کې باغوان و.

د اوسکار ډېری کتونکو د غوره نارینه فلمي لوبغاړو په کتار کې د بیچیر نوم ډېر په خوله یاداوه.

د هغه په کاندیدېدو سره، د مایلک فاوسبیندر او لیوناردو ديکاپریو (جي ادګار) په څېر د جایزې له ګټلو وروسته پاتې شول.

مریل سټریپ؟

د انځور حقوق
Image caption مریل سټریپ چې په (اوسپنیزه مېرمن) فلم کې د مارګرت تاچر په رول کې لوبېدلې ده، د اوسکار د جایزې ګټلو لپاره یې خپل ریکاټ مات کړ.

دا چې مریل سټریپ د ګولډن ګلوب د جایزې ګټونکی او میشل ویلیامز هم د غوره ښځينه لوبغاړو په سیالۍ کې ځانونه رامخې ته کړل، کوم د حیرانتیا خبره نه ده.

مریل سټریپ چې په (اوسپنیزه مېرمن) فلم کې د مارګرت تاچر په رول کې لوبېدلې ده، د اوسکار د جایزې ګټلو لپاره یې خپل ریکاټ مات کړ.

هغه اوس په بېلابېلو لسیزو کې ۱۷ ځلې دا ډول جایزو ته کاندیده شوې ده.

سټریپ تر اوسه د اوسکار دوې جایزې ګټل؛ یو ځل د (کرامر د کرامر پرضد- ۱۹۷۹) فلم د غوره ښځینه لوبغاړې په رول کې،، او بل وار په (د سوفي ټاکل ۱۹۸۲) په نامه فلم کې د غوره ښځينه لوبغاړې په رول لکې.

د غوره ښځينه لوبغاړې جایزه

د برتانیا د لومړۍ وزیرې په رول کې د مریل سټریپ لوبېدل له ځانه سره ډېرې لاسته راوړنې لرلې، چې ان درېیمه طلايي مجسمه یې هم وګټله.

خو هغه چې د غوره ښځينه لوبغاړو د جایزې ګټلو تمه یې نه کېده، روني مارا وه.

هغه په (د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ) په نامه فلم کې چې ډیویډ فینچر جوړ کړی، د لیزبت سالاندر په نامه د یوه خطرناک کمپیوټري هکر په رول کې لوبېدلې ده.

مخکنی لوبغاړی، کریسټوفر پلامر بیا د غوره نارینه فلمي لوبغاړي جایزه خپله کړه.

هغه په (نوي کارونه) فلم کې د یوه بوډا پلار رول لوبولی، چې پخپله همجنس باز دی.

که چېرې دا ځل بیا دغه کاناډایی جایزه وګټي، نو په ۸۲ کلنۍ کې به د اوسکار دا تر ټولو بوډا جایزه ګټونکی وي.

اوس د بوډاګانو د جایزو ګټلو ریکاټ له جسیکا تندي سره دی، چې په ۸۰ کلنۍ کې یې په (د آغلې دیزي رسول) فلم کې یې د لوبېدو له کبله د اوسکار جایزه وګټله.

کریسټوفر پلامر د جایزې ګټلو لپاره له کنت برانا سره سیالي وکړه، او په (هغه اوونۍ چې له میرلین سره مې تېره کړه) فلم کې یې د لارنس اولیویه رول لوبولی دی.

ددې جایزې نور ګټونکي جونا هېل (چې د شمېرو د یوه متخصص رول لوبوي)، نېک نولتي (په جګړه مار فلم کې د لوبېدو له کبله) دي.

کنت برانا د پنځو مختلفو جایزو لپاره نومول شوی دی (غوره دویم رول لوبول، غوره لوبغاړی، غوره چلوونکی، غوره فلمنامه او غوره لنډ فلم).

توماس هورن په (ډېر غږ لرونکی او ډېر نژدې) فلم کې

په دې برخه کې د پام وړ ستوری ماکس فون سیدو دی، چې په (‌ډېر غږ لرونکی او ډېر نژدې) فلم کې لوبېدلی دی.

استیون دالدري هم د غوره فلمونو په کتار کې شمېرل شوی دی.

په دې فلم کې د سپتمبر ۱۱ انځور شوې ده، چې ټام هنکس او ساندرا بولاک پکې لوبېدلي دي.

دغه فلم له دې موضوع سره ډېری لوبغاړي په لومړي سر کې راوپارول، خو د ګوتنیوونکو نظرونه پکې بېلابېل و.

د انځور حقوق
Image caption ووډي آلن په ۱۹۸۶ کال له "هانا او خویندې یې" فلم سره ددې جایزې ګټونکی و.

په قوانینو کې د بدلون له کبله، سږ کال نهه فلمونه د غوره فلمونو جایزې وګټلې.

له دغو فلمونو یو هم (د ژوند ونه) فلم دی، چې ټرنس مالیک جوړ کړی چې تماشاچیانو یې په اړه بېلابېل ضد او نقیض احساسات لرل.

دغه فلم د کن په فسټیوال کې د غوره فلم جایزه وګټله.

مالیک د غوره چلوونکي جایزه هم ګټلې ده.

د استیون اسپیلبرګ فلم "جنګي آس" د غوره فلم جایزه خپله کړه، خو اسپیلبرګ بیا د لوبغاړو په لست کې رانغی.

"پاریس کې نیمه شپه" فلم بیا له ۱۹۸۶ کال راهیسې د ووډي آلن لومړی فلم دی، چې د غوره فلم جایزه یې وګټله.

ووډي آلن په ۱۹۸۶ کال له "هانا او خویندې یې" فلم سره ددې جایزې ګټونکی و.

ورته مطالب