د کندهار پېښه:د افغان - لويديځ اړيکو دوام لپاره څه بايد وشي؟

د انځور حقوق AP
Image caption ستاسې غږ پروگرام هره اوونۍ د پنجشنبه په ورځ زمونږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي.

د يوه امريکايي پوځي له خوا په کندهار کې د ١٦ ملکي وگړو وژنې که له يوې خوا په افغانستان کې حساسيتونه راپارولي دي بل لوري ته ېې دې هېواد کې نړيوال ماموريت په اړه هم چې ١١ کال ته داخل شوى پوښتنې راپورته کړې دي.

د امريکا ولسمشر، بارک اوباما، ويلي دي چې دا پېښه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راويستلو د اهميت ښودنه کوي، خو دى تاکيد کوي چې د "وتلو په لور به تندي نه کيږي او دا وتل به په مسولانه ډول وي څو بيا افغانستان ته د امريکايي پوځيانو د ورتگ اړتیا پېښه نۀ شي".

افغانستان او نړۍ چې يو بل ته اړتيا لري، څنگه د داسې پېښو مخنيوي شونى دى؟

د يو او بل حقوقو باوري کولو وروسته لويديځې نړۍ سره د افغانستان نزدې اړيکي په څه ډول دوام موندلى شي؟

او ددې اړيکو جاري ساتلو لپاره چې په اوسنۍ نړۍ کې د افغانستان په گډون ټول هېوادونه ورته اړتيا لري څه بايد وشي؟

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په پلمه په دې او نورو پوښتنو ددې اوونۍ ستاسې غږ خپرونه کې غږيږو.

که په پروگرام کې برخه اخيستل غواړئ په د پنجشنبې په ماښامنې خپرونه کې پر دې شمېره ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنګ راووهئ

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ:pashto@bbc.co.uk او يا يې هم په كيڼ لاس ته ايښودل شوې فورمې کې يې رواستوئ.

ورته مطالب