ترکی قومندان د کودتا په تور محاکمه کېږي

د ترکيې د وسله وال پوځ يو پخوانی قومندان د حکومت د چپه کولو د هڅو په تور نن محاکمه کېږي.

جنرال ايکر بسبګ چې نژدې دوه کاله وړاندې تقاعد شوی لوړپوړی ترکي پوځي افسر دی چې په ملکي محکمه کې محاکمه کېږي.

که چېرته په هغه لګول شوي تورنه سم وخېژي نو په شل کاله بند به محکوم شي.

شاوخوا درې سوه نور پوځيان هم د حکومت د نسکورولو له تورونو سره مخامخ دي.

خو نيوکه کوونکي وايي دغه تورونه حکومت د خپلو مخالفينو د وېرولو لپاره لګوي.