د افغانستان د کريکټ پنځه نا پېژندل شوي ستوري

عبدالله عادل، فريد ملک او عمران جنت
Image caption عبدالله عادل، فريد ملک، عمران جنت، ضياالرحمن خروټى او عمران جنت هغه لوبغاړي دي چې ريس احمدزى يې د افغانستان لپاره راتلونکي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان ريس احمدزى پنځه داسې نوي لوبغاړي معرفي کوي چې تر اوسه يې چا په باب څه نه دي اوريدلي.

فرید ملک

فرید ملک ځوان لوبغاړی دی چې په چپ لاس توپ اچوي او د لوړ سرعت وړتیا لري. د نوموړي توپ اچونې سرعت ۱۴۰ ته رسیږي چې په له دې ډول سرعت سره د توپ اچول د یو تیز توپ اچونکي له وړتیاوو څخه تر ټولو غوره وړتیا ګڼل کیږي. نوموړی د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی چې ۵،۹ انچه دنگه ونه لري او د قوي جسامت خاوند دی. نوموړی له ډیرې مودې راهیسې د هستي ګل عابد په کرکټ اکاډمۍ کې لوبه کوي او ورځ تر بلې د ښه کیدو په لور روان دی. په خپلې وړتیا باور لري او انشاءالله د افغانستان راتلونکي لپاره یوه غوره وسیله په اثبات رسیدی شي.

عبدالله عادل

عادل د یو ښه اندام او جګې ونې خاوند لوبغاړی دی چې په ښي مټ توپ اچوي او د توپ اچولو سرعت یې له ۱۳۵ څخه تر ۱۴۰ پورې رسیږي. نوموړی یو خواري کښ لوبغاړی دی او مدام په خپلو وړتیاوو ډاډمن دی. د افغانستان کريکټ غوره راتلونکی يې بللى شو. د هستي ګل عابد په اکاډمۍ کې لوبه ترسره کوي چې په ملي الف لوبډله کې هم لوبیدلی دی او د خدای ج په مرسته به نوموړی د خپل زیار په برکت د افغانستان کريکټ راتلونکي په ډګر کې د خدمت جوګه وګرځي.

شوکت زمان

کابو ۱۹ کاله عمر لري او د پراخې حوصلې خاوند دی. په طبیعي ډول غلي خواص لري او د کريکټ له لوبې سره یې ځانګړې مینه ده. نوموړی په ښي مټ بیټ وهنه کوي او د لوړې کچې تکتیکونو ښکارندویي کوي. په هر ډول ولایتي سیالیو کې ونډه اخلي. ډیر زیارایستونکی ځوان دی چې له خورا مینې سره د لوبو میدان په لور دانګي. د کريکټ په برخه کې روښانه راتلونکى لري او تمه کیږي چې د افغانستان کريکټ لپاره به غوره خدمتونه تر سره کړي.

ضیاءالرحمن خروټی

کابو ۱۷ کاله عمر لري او د ښو اخلاقو خاوند دی. په چپ لاس ورو يا سپين توپ اچوي او په خپله اړونده شعبه کې چې ورو توپ اچول دي ځانګړی زیار باسي. قوي جسامت او هسکه ونه لري چې د لوبو په میدان کې یې خواري او زیار د ستایلو دی. ورځ تر بلې د غوره کیدو په لور روان دی او انشاءالله چې د افغانستان کريکټ د راتلونکې لپاره به یوه غوره څیره وي.

عمران جنت

عمران جنت چې د اصغر ستانکزی کشر ورور دی ډیر په زړه پورى توپ وهونکی دی او له ښو اخلاقو سره سره د غوره پوهې درلودونکی لوبغاړی دی. نوموړی کابو ۲۳ کاله عمر لري او زما په آند نوموړی د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لپاره یو غوره لوبغاړی دی. د افغانستان ښه راتلونکی دی او د وخت په تیریدو سره به جنت د هیواد ملي لوبډلې لپاره د نورو لوبغاړو په څیر غوره خدمتونه تر سره کړي. نوموړی کابو ۵ فټه او لس انچه ځواني لري او د زړه راښکونکې ځوانۍ خاوند دی.

ورته مطالب