ايا يوازې پوهنتوني زده کړې ښۀ راتلونکي باوري کوي؟

د خپريدو وخت: 10:56 گرینویچ - چارشنبه 04 اپریل 2012 - 16 وری 1391

هر کال لسگونه زره زده کوونکي له پوهنتوني زده کړو پاتې کيږي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوولسمو ټولگيو هغو ۷۰ زره فارغانو ته به د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو زمينې برابرې کړي چې د کانکور په ازموينه کې پاتې راغلي دي.

تېر کال د دوولسمو ټولگيو شاوخوا ۱۶۰ زره فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه چې له ډلې يې يوازې ۴۰ زره یې پوهنتونونو ته لار موندلې ده.

حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې خپله د کانکور د پروسې په شفافيت هم نيوکې شوې دي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو چې ايا يواځې پوهنتوني زده کړې ځوانانو او پيغلو لپاره ښه راتلونکې باوري کوى شي؟

حکومت څرنگه کوى شي چې لوړو او نورو مسلکي زده کړو ته په وخت زمينه برابره کړي او هم هغه نيوکې چې د کانکور په پروسې کيږي د لرې کولو لپاره ېې بايد څه وشي؟

که په دې اړه تاسې په خپرونې کې برخه اخيستل غواړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال ٠٠٤۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱زنگ راووهئ يا هم په Pashto@bbc.co.uk خپل نظرونه راولېږئ.

دغه راز په فيس بک، ټويتر او گوگل پلس کې هم خپل نظرونه پرېښودلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .