چینايي زلمي د "ایپاډ" او "ايفون" لپاره خپل بډوډی وپلوره

چین
Image caption په چین کې اوس ګڼ خلک د ایفون او ایپاډ ترلاسه کولو ته لېواله دي.

چینايي چارواکي وايي د چین په سوېل کې وروسته تر هغه چې یوه ماشوم د "ایپاډ" او "ایفون" ترلاسه کولو لپاره خپل یو بډوډی وپلوره، پنځه کسان نیول شوي دي.

په نیول شوو کې یو جراح ډاکټر هم دی، چې ویل کېږي د تېر ۲۰۱۱ کال په اپریل کې یې له یاد ماشوم بډوډی ایستلی دی.

د چین رسمي خبري اژانس "شینخوا" وايي نیول شوې ډلې د بډوډي د ایستلو په مقابل کې ۳۵ زره ډالر ترلاسه کړي.

شینخوا په "هونان" ولایت کې د څارنوال له قوله ویلي، چې ماشوم اوس د بډوډي د نشتوالي له کبله سخت ځورېږي.

د "وانګ" په نامه دغه ماشوم ته د بډوډي په مقابل کې یوازې درې زره ډالر ورکړل شوي.

راپورونه وايي، چې ۱۷ لکن وانګ د انټرنېټ په یوه کلب کې د چټینګ پرمهال د خپل یوه بډوډي د ایستلو موافقه کړې ده.

دا پېښه هغه مهال په ډاګه شوه، کله چې د ماشوم مور له ماشوم سره قیمتي توکي ولیدل او ترې وپوښتل شول، چې له کومه یې کړل؟!

پر نیول شوو تور دی چې په ناقانونه توګه یې د انساني غړو په پېر او پلور کې لاس درلود.

په چین کې اوس ګڼ خلک د ایفون او ایپاډ ترلاسه کولو ته لېواله دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په چین کې د ایپاډ د قیمت د لوړوالي له کبله زیاتره خلک له دې ټیکنالوژۍ بې برخې دي.

خو دا چې قیمت یې لوړ دی، ډېر خلک یې نه شي ترلاسه کولی.

رسمي شمېرې ښيي چې په چین کې نژدې ۱.۵ میلیون کسان د ځینو غړو بدلون ته اړتیا لري، خو په ټولیز ډول بیا ۱۰ زره جراحي عملیو ته ضرورت دی.

چینايي چارواکو په ۲۰۰۷ کال د یوه قانون له مخې د انساني غړو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه، خو د خیر ښېګڼې او په خپله خوښه یې د غړو خیرات ورکولو ته اجازه ورکړه.

د چین په تور بازار کې یوه بنجاره ویلي په دغه کې د یوه بډوډي بیه شاوخوا ۴۵۰۰ ډالره ده، چې کېدای شي دا بیه له ۳۰۰ نیولې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې هم وټاکل شي.

ورته مطالب