د بشر نويد کالم، پښتونخوا: غل او مل

له دې خبرې هيڅوک انکار نه شي کولی، چې پاکستان کې فساد ډير دی.

د پاکستان ټولې ادارې او د ادارو اعلٰى بالا حکام، د بالا اېوانونو د اۤيين سازۍ او قانون سازۍ سپین اغوستونکي استازي، متقاعد پوځي جرنېلان، ملکي او پوځي بيوروکرېټ د لویې پېمانې د بدعنوانۍ په کاروبار کې د يوې کورنۍ د وګړو حيثيت لري.

د ټولو غلو، قومي مجرمانو، بدعنوانه کرپټ (مفسد) ''شرفاوو'' ټولنه يوه ده، له يو بل سره د اختلافونو سربېره د ټولو ګټې سره شریکې دي.

دا وخت د بدعنوانۍ او کرپشن (فساد) په حواله پاکستان په نړیواله کچه يو ناباوره او ناخوښه ملک ګرځېدلی دی.

په داخلي توګه يې په عوامي او نور په هره کچه اعتماد بایللی دی، داسې هېڅ دليل او جواز نه شي پېدا کولی چې د ''کويلې يا سکرو'' په دغه توره دنده کې ځان سپين کړي.

اوس د غټ نه غټ کرپشن (فساد) بدعنوانۍ، او قامي جرم د لوى وضعیت علامت دی.

ټول کرپټ بدعنوانه او قامي مجرمان د پاکستان د سياست او جمهوريت د سټېټس (حالت) علامتونه دي.

که په انتخاباتو کې دا خلک شکست وخوري نو د پارلمان نشست په کروړونو روپو واخلى او د بربنډو په حمام کې شامل شى.

د پاکستان دغه ټول شرفا داسې بربنډتوب ته لوی سړيتوب وايي.

د بربنډ سړيتوب دا رِسم دومره عام شوی چې د درنو جامو ، څادر او پټکي سړى هم پکې ښاغلى پاتى نه شو.

په ډېرو بربنډو کې د جامو لږ پرده دارو خلکو ته ځان عجيبه ښکاري چې دغه بربنډ د خپلې بې شرمۍ په اعتراف کې په خپله وايي!!

’’اس حمام میں ہم سب ننگى ہیں‘‘

په موجوده حالاتو کې عدالت ته د بدعنوانۍ، کرپشن (فساد) د قامى خزانې، د بېنکونو نه د کروړونو اربونو د سرمايې ايستو او د ذاتى وانې داسې داسې کېسونه (قضيې) راغلل چې په سياست، جمهوريت او وردۍ هيچا باندې اعتبار پاتې نه شو.

بلکې اوس خو دا خبره نوره واضحه او ثابته شوه چې په پاکستان کې د سياست د بدنامولو او د جمهوريت د ناکامولو کار او عمل سول (ولسي) او پوځي اسټبلشمنټ يا ادارې کړی دی.

دغه خفيه قوتونه نوى ليډران (مشران)هم جوړوي او زاړهٴ ليډران (مشران) هم شرموي، سياسى اتحادونه هم جوړوي.

او د جمهوريت د اَس واګې هم په نيمه کې راکاږي، حکومتونو غورځولو لپاره کروړونه، اربونه روپۍ هم خرچ کوي.

د سياست او اقتدار دا ''پتلى تماشه'' پټو فرښتو په ښکار کړې ده، او د دې بنيادى وجه دا وه چې د جنرل ضياء الحق د مجلس شورا په کرپټ ګېم (لوبه) کې ټول کرپټ بدعنوانه او غيرسياسي، غيرنظرياتي قوتونه، سرمايه دار، جاګيردار، صنعتکار، ډرګ مافيا او نور مختلف مافياز (مافیا ګانې) د پارلمانى دروازې دننه راوستې شول.

په دغه بنيادونو يې د لسو کالو اوږد ډکټېټرشپ وکړو او د لوى افغانستان نه راواخله تر پښتونخوا پورې يې يوه لويه ناقرارى پېدا کړه.

سياست، جمهوريت او مترقى قوتونه او ادارې هر څه يې بدنام او کرپټ کړل.

په ١٩٧٧ کې چې ډکټېټر جرنېل ضياء الحق د جمهوريت په مرۍ کومه چاړهٴ راښکلې وه، دغه عمل يې خپل جونېجو سره هم کړی وهٴ او د دې نه پس چې د بېنظير بهټو او نواز شريف حکومتونه هر وارې ختم کړې شوي دي، دا د جنرل ضياء الحق د جمهوريت کُش عمل ''صدقهٴ جاريه'' ده.

د سياست او جمهوريت د کرپټ کولو او ناکامولو بنيادي وجوهات هم دا دي چې ضياء الحق غير سياسي غير نظرياتي جاګيردار صنعتکار او سرمايه داره طبقه پارلمان ته راوسته ، د چا بنيادونه چې هم سخا او ګنده وو.

دا هغه ګند دی چې اوس نور هم زيات شوی دی او د هغوى ګنده اثرات په هغه سياسى ډلو او شخصياتو هم پرېوتلې ده.

چا به چې د انقلاب، احتساب، بدلون او د سوشلزم د نظرياتو، سيکولر او مترقى سياست کولو او يا به يې د قام پرستۍ په حواله د لر او بر يو افغان په نعرو او چړچقو کې بل هيڅ نهٴ منل.

د خوشحال بابا د دې شعر په معنا!!!

درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

بله هيڅ خبره نشته په دا مينځ کې

يا مغل د مينځه ورک يا پښتون خوار

خودغه مترقي، قام پرست، سيکولر او انقلابي خلک چې هم دغه کرپټ او غېرسياسى خلکو سره يو ځاى کېناستل نو هغه ګند يې پاک نه کړو بلکې د ګنده خلکو په پليتۍ کې يې ځان ککړ کړو.

نن حالت دا دى چې د پاکستان دوه ويشت خاندانونه زيات شول، د کرپټ عناصرو د رشتو زېلې خورې شوې، هر غاصب، هر کرپټ بدعنوانه د يو بل خپلوان دى او يوه کميونټى لري.

پاک ساک نظرياتي سياستمداران او جمهوريت پسند چې اول د ګوتو په شمېر وو اوس د ګوتو د بندونو په شمېر دي او دغه شمېره نوره راکميږي ځکه چې پټ خفيه قوتونه لګيا دي، د سياست او جمهوريت د بدنامولو سازش کوي، د موروثي سياست زېلې خوروي، لکه چې پارلمان، اقتدار د هغوى د يو خاندان ميراث وي او د خپل کرپټ خاندان نه بهر بل چا ته د دوى په کميونټي کې د شاملېدو هيڅ حق او اختيار نشته.

دغه وجه ده چې سياست ګنده کوي او جمهوريت بدناموي، اول پرې لويه غلا کوي او بيا يې په بدنامه طريقه منظرعام ته راولي، او بيا يې د سياسي مېدان نه د ايستو لپاره رعايتاً په محفوظه لاره لندن ته وباسي.

عدليه هم په دغه عمل کې اولس ته جوابدِه ده، چې د جمهوريت خلاف يې د هرې پوځي کودتا حمايت هم کړى دى، د قومي جرم مخنيوى يې هم کړى نهٴ دى، او نهٴ يې يو قامي خاين ته سزا ورکړې ده، اوسنو ټولو د کرپشن کېسونو، سکېنډلونو کې ککړ خلکو ته محفوظې لارې جوړوي.

دا ګند به څنګه پاکيږي؟؟؟

کرپټ، بدعنوانه، غاصب قوتونه به څنګه سزا کيږي؟؟

د سياست او جمهوريت د ناکامولو سازشونو مخنيوى به څوک کوي؟؟

کرپټ خلکو ته به د محفوظو لارو بندولو بند بنا څنګه کيږي؟؟

دا ټول د غلو يو خاندان د يو بل احتساب نه شي کولى، د دې لپاره د هر چا سترګې عدليې ته ګرځي، اۤيا عدليه هم د دې خاندان د نيکهٴ کور دى او کهٴ د دې خاندان نه بهر دى!!؟؟

د کرپټ خلکو د کرپشن کېسونه کوټلي فېصله او نتيجه غواړي!!

غل او مل دواړه د سزا قابل دي ځکه چې غل غل دى خو د غل مل هم غل دى.

ورته مطالب