د بشر نويد کالم، پښتونخوا: پښتو نړیوال کنفرانس

پښتو کتابونه د انځور حقوق
Image caption د پښتو سياست هم د پښتو هغه بچى دى چې په ''راکړه'' پوهېږي په ''ورکړه'' نه.

د روان اپریل پر شپږمه او اوومه د پېښور نښترهال کې د پښتو کنوېنشن دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړ شو، چارې یې د چمن ټل پښتو ادبي بهیر ملګرو سمبالې کړې وې.

دوى ورته دويم نړیوال پښتو کنوېنشن ځکه وايي چې د پښتو ادبي چمن ټل د ګولډن جوبلي په موقعه يې په لومړي ځل درې ورځنی کنوېنشن کړی و.

په پېښور، کوټه، لورالايي بلوچستان، جلال اۤباد کابل او د برې- کوزې پښتونخوا سوېلي، شمالي پښتونخوا په بېلو بېلو برخو کې د پښتو غونډې، کنوېنشنونه، سيمنارونه، کانفرنسونه شوي دي.

دا لړۍ يې تر دې دمه په پېښور کې د دويم نړیوال پښتو کنوېنشن پورې دوام لري.

د دې ټولو دستورو هدف د پښتو ژبې پرمختګ او د سرکار نه غوښتنه وي چې پښتو ژبې ته دې جايز مقام ورکړل شي.

د دې غونډو، سيمنارونو کنوېنشونو او کانفرنسونو مقالې، قراردادونه، اعلاميې، دعاييه کلمات، جذبات او احساسات ټول يو شان وي، په دغه ذکر شوو غونډو دستورو کې داخلي اختلافات او خارجي سياسي سرکاري مداخلې هم يو رنګ وي، دا ځکه چې د يوې ژبې يو قوم مختلف الخيال ولسونه يو منزل ته د تګ لپاره جلا جلا لارې لري.

سياست په داسې غونډو ځکه قبضه کوي چې هغوى پښتو خوري او که پښتو ته د خپل ذهن او فکر خوراک نهٴ ورکوي خو د پښتو خوراک داسې ګڼي لکه د مور پۍ.

پښتانه سياستوال هم لکه د شاعرانو خپلې ژبې ته مور وايي. پښتو داسې د زرګونو کلونو بوډۍ مور ده چې اوس هم خپلو زامنو ته خوراک ورکوي، خو خپله لوپټه او پړونى په سپين سر هم په قراردادونو او غوښتنو غواړي.

د پښتو سياست هم د پښتو هغه بچى دى چې په ''راکړه'' پوهېږي په ''ورکړه'' نه.

د سياسي قبضې سره سره سرکاري قبضه په داسې غونډو سيمنارونو ځکه کېږي چې سرکار هم د پښتو او پښتون د ذمه وارۍ دعوه اخلي او دا تاثر ورکوي چې موږ د قومونو د ژبو د حقوقو خيال د ملګرو ملتونو د چارټر د هغه نکتو په رڼا کې ساتو چې هر چا ته خپله مورنۍ ژبه کې د تعليم او زده کړې حق حاصل دی، خو زموږ د سرکار په تېرو زمانو کې د ژبو د حقوقو د وهلو ټکولو او د قتل عام پورې داسې واقعيات هم شته چې په ''مرحوم مشرقي پاکستان'' اوسني بنګله دېش کې يې په بنګاليانو ګولۍ ورولې وې ځکه چې هغوى د اُردو قامي ژبې مخالفت کړی و او دا يې ويل چې موږ بنګاليان یو زموږ قومي ژبه بنګالي ده.

د فبرورۍ يوويشتمه د ملګرو ملتونو له خوا د هغه شهيدانو په احترام د مورنۍ ژبې ورځ ګرځېدلې ده، هر کال دا ورځ په ټوله نړۍ کې ټول قومونه د مورنۍ ژبې په نوم لمانځي.

کثیرالقوم هېواد

پاکستان کې هم د ټولو ژبو قومونه دا ورځ لمانځي، حال دا چې دا ورځ د پاکستان په ګولۍ د بنګاليانو د وينې په احترام او نامه يادېږي د دې څخه واضحه او ثابته ده چې د قوم پېژندنه په ژبه ده، پاکستان کثيرالقوم هېواد دی، د هر قوم خپله خپله ژبه، دود دستور، کلتور او خپل خپل ژوند ژواک دی، رياست د دې خبرې ذمه وار دی چې په خپله جغرافيه کې د ننه خپلو ټولو قومونو ته د ژبې حق ورکړي، چې ژبه شتهٴ شى نو دود دستور، کلتور او فرهنګ هر څه ځان شته کولى شي.

خو د بده مرغه سرکار او سياستمدار دواړه ژبه خوري، هغوى ترې لساني فسادات او اختلافات جوړوي، موږ د اختلافاتو نه لوړ د هر قوم د ژبې حق غواړو، خو خپله ژبه پښتو ځکه غواړو چې دا زموږ مور ده، د خپلې مور حق اول دی، ځکه نو پېښور کې د پښتو ادبي چمن ټل په اهتمام د پښتو دویم نړیوال کنوېنشن ته درناوی وړاندې کوم.

خو !!

په دغه حواله زما موقف لږېدل دي او هغه دا دی چې زهٴ وايم د ټولې دنيا پښتون کهٴ څوک راټول کړي او هغوى څو څو ورځې شعرونه وايي مقالې ووايي او قراردادونه په متفقه طور منظور کړي، ورسره لاسونه هم اوچت کړي او ورسره په جذباتي انداز ودرېږي هم او بيا خپلو قراردادونو سره چيغې هم په زوروه زوره ووهي، خو د دې ټولو جذباتو او پښتني احساساتو په سبا له خاموشه خاموشي وي، نهٴ د پښتنو مېډيا شته او نهٴ يې د قراردادونو اورېدونکي شته.

د داسې ډېرو نړیوالو کانفرانسونو د لويو لويو قراردادونو او نړیوالو مشاعرو د جذباتي تعلق او تړون څهٴ شکل نهٴ ښکاري، بايد چې په داسې عالمي موقعو د سوونو شاعرانو اديبانو، پوهانو او زرګونو پښتنو يو مزاحمتي تحريک هم موجود و او بيا دا هر څهٴ هغه مزاحمتي تحريک کول او بيا يې عملي کول نو د پښتنو دښمنانو به د دې زور کتلی وي.

خو موږ اوس هم له حکومته پېښور کې نښترهال په حواله مطالبه کوو چې نښتر هال ازاد کړئ.

موږ اوس هم د پښتو لپاره قراردادونه وړاندې کوو چې راډيو، تلوېزیون او په نورو ادارو کې پښتنو ته جايز مقام ورکړئ، له موږ سره دا قرارداد د پښتو د نړیوالې ورځې د ملګرو ملتونو د فيصلې په رڼا کې پروت دی چې هر بچي ته په خپله مورنۍ ژبه کې د تعليم حق ورکړئ، موږ د مودو مودو نه دا روايتي قرارداد وايو او په متفقه طور يې منظوروو. چې زموږ پښتو دې سرکاري دفتري تعليمي عدالتي ژبه شي.

کوم قراردادونه، غوښتنې چې موږ په هره دستوره هر سيمنار، کانفرنس، کنوېنشن کې اورېدلي او تاييد کړي دي، په ذکر شوي کوېنشن کې هم دغه اعلاميه او غوښتنې زړې خبرې دې، پښتو سره قراردادونه، غوښتنې بلا زياتې دي، خو پښتو او پښتانهٴ د دې لپاره هېڅ مزاحمتي تحريک نهٴ لري، تر څو چې ژبه د خپل حفاظت لپاره مزاحمتي تحريک وهٴ نهٴ لري، ژبه به هم دغه شان د ملنګانو کچکول وي.

زموږ مقالې سوالي کچکولونه

زموږ قراردادونه ويرونه فريادونه

زموږ شاعري ساندې

زموږ ژبه، زموږ غونډې، سيمنارونه فقط يو ورځ يا دوه ورځې ژوند لري.

درېیمه ورځ دا مور په شتهٴ زامنو کې بُوره ميراثه وي، پښتو خپل ناوزګاره زامنو ته په درېیمه ورځ غږ کوي:

اې څهٴ شوئ، څهٴ شوئ چېرته ولاړئ کهٴ ویدهٴ شوئ؟

غټانو رانه وخوړئ که بې اجله مړهٴ شوئ؟

ورته مطالب