د افغانستان په باب ستاسو د خوښې کتاب کوم يو دى؟

د خپريدو وخت: 16:07 گرینویچ - چارشنبه 11 اپریل 2012 - 23 وری 1391
کتابونه

که مو د خوښې کتاب په هره ژبه وي راياد يې کړئ

د کتاب نړيواله ورځ د غويي يا ثور په څلورمه او د اپريل په ٢٣ تمه نېټه لمانځل کيږي.

په همدې پلمه د برتانيا او ايرلند د هغو مرستندويو ټولنو گروپ چې له افغانانو سره مرسته کوي نيت لري چې د افغانستان په باب د خلکو د خوښې کتاب ومومي.

پر افغانستان گڼ کتابونه ليکل شوي دي، که غواړئ چې د خپلې خوښې کتاب راوپېژنئ.

د کتاب، ژبې او د ليکوال نوم يې راته وليکئ او که مو کولاى شواى دا هم وواياست چې ولې مو دغه کتاب تر نورو ډير خوښ شوى دى.

ستاسو د خوښې کتابونه به د بي بي سي په پښتو وېبپاڼه کې او دغه راز د افغانستان لپاره د برتانيا او ايرلنډ د مرستندويو ټولنو د گروپ په پاڼو ياديږي.

د خپلې خوښې کتاب په باب دلته لاندې په درکړل شوي چوکاټ کې يې ليکلى شئ، يا يې هم د بي بي سي پښتو وېبپاڼې پر فيسبوک يا ټيوټر راته وليکئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .