ستاسې غږ: ولې په کورنیو جګړو کې د هیواد شتمنۍ لوټ کیږي؟

د خپريدو وخت: 16:02 گرینویچ - چارشنبه 18 اپریل 2012 - 30 وری 1391

د ستاسې غږ پروگرام هره پنجشنبه زمونږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي

د هېوادونو ترمنځ په جګړه کې د مهمو حکومتي او ملي ودانیو ړنګول ښایی پر غلیم د بري لپاره یوه لاره وي.

خو په کورنیو جګړو کې د تاریخي ودانیو، موزیمونو، هوایي ډګرونو او نورو بنسټونو له ړنګولو چې د خلکو مال دی څنګه ډډه وشي.

ولې په افغانستان کې د ورستیو دریو لسیزو په جګړو کې هغو ډلو چې د ملت د نجات او هیواد د ابادۍ لپاره جنګیدلې، د ښارونو ورانولو ته ملا وتړله؟

ایا د افغانستان په څېر هیوادونو چې کورنۍ جګړه یې لیدلې، په دې کچه پلونه، لارې، ښوونځي او ودانۍ پکې ړنګې شوې دي؟

د دې اوونۍ ستاسې غږ کې په افغانستان کې د ثور د اوومې ۳۴م تلین او د ثور د اتمې شلم تلین په پلمه دې ته کتنه کوو چې د دغو ویجاړیو کچه څومره وه او ترشا یې لاملونه څه وو؟

موږ ته تيليفون وکړئ او یا خپل نظر په اېمېل کې را واستوئ.

د اېمېل پته: pashto@bbc.co.uk

د تيليفون شمېره: ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

ستاسې کولى شئ چې ثبت شوي ويډيو پيغام هم را واستوئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .