ستاسې غږ: ستراتيژيک تړون تر کومه حده د افغانانو انديښنې کمولى شي؟

د خپريدو وخت: 18:34 گرینویچ - چارشنبه 02 می 2012 - 13 غویی 1391

د ستاسې غږ پروگرام هر اوونۍ زمونږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي.

ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د ستراتيژيکو اړيکو اوږد مهالى تړون لاسليک کړ. د همکارۍ دغه تړون به له ٢٠١٤ کال وروسته کله چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي ماموريت سر ته رسيږي د افغانستان او د متحده ايالاتونو تر منځ به په پوځي او ملکي برخه کې د همکاريو گډ چوکاټ ټاکي.

کابل کې د دغه تړون د لاسليک په مهال ولسمشر اوباما يو وارې بيا افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د دې تړون مانا دا ده چې متحد ايالات او ملگري به يې له ٢٠١٤ کاله وروسته افغانان او افغان حکو مت ځان ته نه پريږدي.

په همدې مهال ولسمشر حامد کرزي هم وويل چې تر دې وروسته به افغانستان او امريکا د برابرو او مساوي حقونو په بنسټ يو له بل سره راشه درشه ولري.

په دغه تړون له تېر يو نيم کال نه کار شوى، په ځينو برخو يې لکه د بنديانو د ساتنې مسوليت او د افغانانو لخوا د شپنيزو عملياتو پر مخ بيول له وړاندې موافقه شوې، خو دا چې امريکا به افغانستان سره څومره مرسته کوي او د امنيتي ځواکونو شمير به څو مره ساتي دا لا جوته نه ده وروسته به پرې خبرې کيږي.

د ددې اوونۍ د ستاسې غږ په پروگرام کې په دې غږيږو چې ستراتيژيک تړون تر کومه حده د افغانانو انديښنې کمولى شي؟

خپلې تجربې او نظریې راسره شریکې کړﺉ او د پروګرام د خپریدو پرمهال ما شير آغا کريمي ته مخامخ تيليفون وکړﺉ.

د ټېلېفون شمېره موده: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

برېښنالیک په دې پته راولېږﺉ: Pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .