د بشر نويد کالم: د رفيق شنواري د مېرمن احتجاج!

Image caption حمزه بابا، خيال محمد او رفيق شنوارى د پښتو شاعرۍ، موسيقۍ، سُر او لی داسې تکون دي

د رېډيو، ټيلوېژن او فلم او پښتو د موسيقۍ د استاد ارواح ښاد رفيق شنواري مېرمن د حکومتي چارواکو خلاف د خپلو ستونزو په اړه يو عجيبه احتجاج ريکارډ کړی دی.

د رفيق شنواري مېرمن د خپل ميړه ټول اېوارډونه او د پاکستان لوی اعزاز صدارتي تمغې د خرڅولو اعلان کړی دی، هغې ويلي دى چې دا ټول اېوارډونه اعزازات اوس ما له څه نه راکوي.

زما د ژوند ملګرى د پښتو موسيقۍ لوی استاد رفيق شنواری اوس د منونو خاورو لاندې دی.

زما دوه زلمي زامن پرله پسې مړه شول، زما د مرګوني ژوند د ستونزو هيڅوک د تپوس نه شته.

حکومت دعوه کوي چې د فنکارانو د خدماتو اعتراف کوو، هغوى سره کمک کوو ، خو په داسې حالاتو کې زه نن هم په ''ښارناپُرسان'' کې د هغه ټولو خلکو نه هېره يم چې د پښتو موسيقۍ سره زياته مينه لري.

خو پښتو موسيقي چې د چا د ذهن نه سُر او لی راخستى دى هغه نوم هم هېر دی او د هغه نوم سره د ټول عمر د پاره يو تړلى نوم، زه هم د چا ياده نه شوم.

د رفيق شنواري د مېرمن احتجاج ما په خپلو لفظونو کې د پښتونخوا په غږ کې تمهيد جوړ کړو.

دا واقعه د حکومتي چارواکو لپاره د هغه ټولو اعزاز تر لاسه کوونکو اېوارډيافته ښاغلو له طرفه احتجاج دی چې د هغوى په کورونو کې په بندو شيشو کې دغه اېوارډونه، مډالونه او تعريفي اسناد پراته دي او ورته په ارمان ارمان ګوري.

د اۤرټ، کلچر او ټولو فنونو څخه تعلق لرونکى شخصيات د ژوند په اخري برخه کې د دغه شان محرومو ښکار پاتې کيږي، د هغوى په اعتراف کې دغه ټول اېوارډونه، اعزازات، مډالونه ، تعريفي اسناد او د خلکو د لاسونو پړقا او د شاباس چړچقې يوازې د ماضى يو ياد پاتې شي نور هيڅ نه!!

د پښتو ژبې ، کلتور او فنونو څخه تعلق لرونکو ډېرو اېوارډيافته ښاغلو په دغه حواله خپل احتجاج رېکارډ کړی دی، دا هاغه ښاغي دي چې د يو قام شناخت او پېژندګلو ده.

خلکو ترې خوندونه اخستي دي، حکومتي چارواکو، لويو ادارو، اعلٰى شخصياتو د دوى د فن اعترافات کړي دي.

د پاکستان حکومت هر کال په يوه ځانګړې ورځ اوس هم د سول (ولسي) اعزازاتو په نوم دا رِسم ادا کوى.

په غاړو کې اهمو شخصياتو ته مډالونه اچوي، خو حکومت د خپل سرکاري رِسم په دغه ادا باندې اګاهي نه لري چې زموږ له خوا د دې سول (ولسي) اعزاز مانا او مقصد څه دی!!؟؟

په بهرنۍ دنيا کې اېوارډيافته شخصيات د خپلې ټولنې نمائنده خلک بلل کيږي، خو زموږ په وطن کې ډيری اعزازات لکه د ملازمتونو په سياسي سپارښتونو ورکول کيږي.

دلته سرونو له ټوپۍ نه، ټوپۍ له سر کتل کيږي، دغه وجه ده چې سر او ټوپۍ دواړه په بل دور کې داسې مثال لري لکه دقضا لمونځ ثواب!!

خو هر سر داسې بې ارزښته بې قيمته او بې قدره هم نه وي، هر ښاغلی ، سفارشي او اېوارډيافته هم نه وي، د رفيق استاد غوندې سر او غاړه خو هر چا سره نه شته.

د دې اعتراف لپاره د پښتو دوه محترم لوې سندونه دي، يو د پښتو د غزل پلار حمزه بابا او بل د پښتو غزل باچا خيال محمد!!

حمزه بابا، خيال محمد او رفيق شنوارى د پښتو شاعرۍ، موسيقۍ، سُر او لی داسې تکون دي چې له يو بل نه پرته دا درې واړه نومونه نيمګړي او نيمه خوا دي.

زما د دې خبرې ثبوت دا دی چې نن په موږ کې حمزه بابا او رفيق استاد نه شته، خيال محمد يک تنها د خپلو اعزازاتو سره د حمزه بابا د غزل د مطلعې او د خپل خوږ اواز سره يوه تمنا ده!!

بيا د محبت بادونه راوله

بيا مې هغه تېر وختونه راوله

کړم چې دې سرسبزه بيا دې غوڅ کړمه

بيا را کې زلمي ښاخونه راوله

دا د ماضي د تېرو چپو اوازونه دي چې واپس راتنبيږي، غوږونو له راځي.

د دې اوازونو نه د رفيق شنواري د کونډې احتجاج جوړيږي لکه چې د پښتو موسيقۍ کونډه د پښتو په سازونو کې سلګۍ وهي او په سلګو سلګو کې د خپل ميړه رفيق شنواري روح ته وايي!!

ای زما د ژوند ملګريه!!

دا دي ستا د پښتو موسيقۍ د فن د اعتراف ټول اېوارډونه، مډالونه، اعزازات!!

حکومت ستا د هنر په اعتراف کې تا ته صدارتي تمغه هم درکړې ده، خو دا ټول اعترافات چې راغونډ کړم نو زما يو ګوټ دارو ترې نه جوړيږي.

ستا زلمي زامن هم مړه شوي دي، ستا مينه وال هم اوس د نوي دنيا په کمپيوټر کې د موسيقۍ مصنوعي سازونه ګوري، ستا نوم او نشان ستا د قبر کتبه ده، يا زما د سترګو اوښکې!!

ستا د اېوارډونو د خرڅولو اعلان ما احتجاجي وکړ، ان لکه يوسف (ع) چې د مصر په بازار کې خرڅېدو.

ښکلى يوسف د خپلو وروڼو غرض او د وطن قحط ته پېغور و ، ستا اېوارډونه پښتون وطن ته په پېغور واپس کوم د دې لنډۍ د غږ سره!!!

يار مې د کوټ زه د تيراه يم

ربه کوټ وران کړې چې جوړه تيراه له ځونه

ورته مطالب