د جبران "پیغمبر" کتاب ولې ټولې نړۍ ډېر خوښ کړی؟

جبران خلیل جبران
Image caption جبران په خپل پېر کې د لیکنې او سیاست له دوده ووت.

ویل کېږي چې جبران خلیل جبران د نړۍ یو له غوره شعر ویونکو څخه دی، او د هغه له ژونده برتانیا او منځني ختيځ الهام اخیستی دی.

خو ګڼ ښارونه د هغه د وړتیاوو په اړه زړه-نازړه دي، ولې، که داسې وي نو "پیغمبر" کتاب یې ولې نسلونو نسلونو لوستی دی؟

کله چې دغه کتاب په ۱۹۲۳ کال خپور شو، بیا یې د چاپ لړۍ ونه درېده.

دغه تلپاتی کتاب د نړۍ څه باندې ۵۰ ژبو ته وژباړل شوی او د نړۍ د ‌ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې یې لومړی ځای وګاټه او تر اوسه یې لسګونه میلیونه ټوکه پلورل شوي دي.

د اکسفورډ پوهنتون د معاصر عربي ادب څانګې استاد ډاکټر محمد صلاح العمري وايي "دا کتاب د ژوند په ګڼو حالاتو او شېبو کې کارول کېږي؛ همدا ده چې معشوقې، او د ماشوم د زوکړې او یا د دوست د مړینې په مراسمو کې ډالۍ کېږي، چې له دې کبله ډېر خپور شوی دی."

له دې کتاب د "بیتلز" موسیقۍ ډله، جان کینډي او اندیرا ګاندي سخت اغېزمن شوي وو.

"لوري سو" پادري –چې ددغه کتاب ځينې کرښې يې سلګونه ځلې د واده د مراسمو پرمهال نیویارک کې کارولې- وايي "دا کتاب خلکو ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې ځانګړي اسلوب لري، هرڅومره یې چې ډېر لولم، هومره مې ډېر څه ترې زده کړي دي، خو عقیدوي اړخونه په کې ډېر نه شته، له هر چا سره اړخ لګوي، که هغه مسیحي وي، مسلمان وي او یا یهودي وي."

دا کتاب له ۲۶ نثري قصیدو جوړ دی، چې د "مصطفی" په نامه د یوه حکیم سړي درنې خبرې دي، چې له ۱۲ کاله تبعید وروسته له یوه خیالي ټاپو خپل هېواد ته د ستنېدو په تکل دی.

له نوموړي د ټاپو اوسېدونکي له تګ مخکې غواړي چې خپل حکمت د انسان د ژوند په مهمو مسائلو لکه مینه، مرګ،کورنۍ او کار په څېر- کې ورسره شریک کړي.

دا کتاب د تېرې پېړۍ په دیرشمه لسیزه کې ډېر مشهور شو، او په اویایمه لسیزه کې د ځینو ښاري کلتوري غورځنګونو "انجیل" وګرځول شو.

د میشیګن پوهنتون تاریخ پوه استاد خوان کول چې د "پیغمبر" کتاب ځینې برخې یې له عربي ژبې انګلیسي ته ژباړلې وايي: "ګڼو خلکو کلیسا ته شا او جبران ته مخه کړه."

پټ راز

پروفیسر کول پر دې اند دی چې د جبران ددې کتاب پټ راز لوستونکي له "تعصب" پرته له روحاني څيزونو سره ساتي، معنا دا چې پر کومه عقیده پورې یې نه تړي او لوستونکی له مطلقو احکامو لیرې ساتي.

سربېره پردې چې دې کتاب په لوېديځ کې ډېر مینه وال پیدا کړي، خو منتقدین یې "ساده" او "له جوهر خالي" بولي.

پروفیسر کول وايي چې غرب لاهم په دغه کتاب سم نه دی پوهېدلی.

جبران رسام هم و، په ۱۹۰۸ کال یې پاریس کې ترسمي مذهب ولوست.

جبران تر ۷۰۰ ډېرې لوحې کښلې، خو دا چې له مرګ وروسته یې ګڼې لوحې لبنان ته یوړل شوې، لوېديځ یې په اړه پوره معلومات نه لري.

جبران په خپل پېر کې د لیکنې دودیز کاروان پسې واخیست، په عربي ژبه کې د رومانتیکي یا خیالي پلوی شو او له هغو لومړیو کسانو څخه و چې شعري ژبه یې په نثر کې وکاروله.

په عربي نړۍ کې جبران ته په اد او سیاست کې په یو ډول د یوه یاغي په سترګه کتل کېږي.