د عکاسۍ کامره په ۲،۸ میلیون ډالر وپلورل شوه

لیکا کامره د انځور حقوق AP
Image caption دا کامره په ګرده نړۍ کې تر ټولو قیمتي پلورل شوې کامره وبلل شوه.

د عکسونو هغه پخوانۍ کامره چې د جوړېدو تاریخ یې ۱۹۲۳ ته رسېږي، د اتریش پلازمېنې ویانا په یوه لیلام کې په دوه اعشاریه اته میلیون ډالر وپلورل شوه.

په دې سره دا په ټوله نړۍ کې تر ټولو قیمتي پلورل شوې کامره وبلل شوه.

دغه کامره چې د یوه ناڅرګند لیلاموونکي له لوري لیلام ته وړاندې شوې وه، د نړیوال شهرت لرونکو جرمني کامرو په منځ کې تر ټولو ډېره خوښه کړای شوه.

که څه هم دا کامره په ۱۹۲۳ کال د ''لایکا'' کامرې جوړوونکي شرکت له لوري جوړه شوې، خو لاهم په طبيعي ډول عکسونه اخلي.

له دې کال وروسته دغه شرکت دا ډول کامرې په پراخه پیمانه جوړې کړې، خو هغه مهال یې ایله نیمايي تولید شوې کامرې پاتې شوې.

تر دې مخکې د ۲۰۰۷ په نومبر کې هم د عکاسۍ یوه ورته کامره (لیکا) په ۳۳۶ زره یورو وپلورل شوه.

همداراز، د تېر ۲۰۱۱ په مۍ کې د عکاسۍ یوه بله کامره په ۱،۳۲ میلیون یورو وپلورل شوه.

ورته مطالب