ستاسې غږ: ولس د فساد په مخ نيوي کې څه رول لوبولى شي؟

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - چارشنبه 16 می 2012 - 27 غویی 1391

د ستاسې غږ پروگرام هره پنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

افغانستان له جرمني سره هم ستراتيژيک تړون لاس ليک کړ، په دغه تازه او په نورو ټولو تړونونو کې چې افغانستان له خپلو لوديزو متحدينو سره لاسليک کړي دي په هغو کې ژمنه شوې چې له ٢٠١٤ کاله وروسته به چې افغانستان نه بهرني ځواکونه وځي يا يې رول بدليږي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

خو په دغو ټولو تړونونو کې مرستې او همکارۍ د يو لړ عمده شرطونه سره غوټه شوي دي لکه د بېلگې په توگه د فساد مخ نيوي، ښه حکومتوالي، د ښځو د حقونو درناوى او گڼ شمېر نورې خبرې.

امرېکا چې د افغانستان تر ټولو ستر متحد دى له ٢٠١٤ کاله وروسته يې د خپلو مرستو او همکاريو لپاره شرطونه ماده وار په تړون کې شامل کړي دي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ پروگرام کې غواړو له تاسې وپوښتو چې خلک د حکو مت تر څنگ د فساد په مخ نيوي کې څه رول لوبولى شي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ په دې شمېره ټيليفون را ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

يا هم په ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ راته لنډ ټيليفوني پيغام راواستوئ.

نظر او پوښتنه مو په فيسبوک، ټوېټر او گوگل کې را سره شريکولى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .