د بشر نويد کالم پښتونخوا: دا د هنر اعتراف دی که خیرات!؟

Image caption د ټول قوم د هنر په نمايندګۍ دا هنرمند د نړۍ د نورو هنرمندانو سره يو برابر ولې نه دی!!؟؟

په هر وطن کې هر رياست د هنر د خدماتو په اعتراف کې هنرمند ته تمغې، مډالونه، اېوارډونه، تعريفي سندونه ورکوي.

د ځينو بهرنیو ملکونو دغه شان اعترافاتو سره دومره رقم يا نور مراعات هم وي چې زموږ غوندې د درېمې دنيا د غريبو ملکونو هنرمند ته که د ''اعتراف هنر'' د اېوارډ سره دغه نغد رقم په لاس ورشي.

نو د غريب هنرمند نيستي به غوڅه کړي، خو له بده مرغه چې څنګه د لويو ملکونو او د غريبو ملکونو په اقتصادياتو او د ژوند ژواک په وسيلو او طور طريقو کې توپير دی دغه شان زموږ د هنر او هنرمند او اېوارډونو مراعاتو په مرتبه او شکل کې هم څرګند توپير دی.

حال دا چې هنر او هنرمند که د نړۍ د هر قوم او هرې خطې سره تعلق ولري د هغوى په حېثيت کې هيڅ توپير نه وي.

په نړېواله کچه چې هر کله د ټولو ملکونو د جلا جلا قومونو هنرمندان د خپل وطن، خاورې او قوم نمایندګي کوي نو هنرمند د هنر په دغه کتار کې په يو قدوقومت او يو شکل و صورت کې ليدل کيږي.

دا بیله خبره ده چې زموږ د غريبو ملکونو هنر هم غريب دی او هنرمند هم.

البته د غريب هنر او غريب هنرمند او اۤقا او سرکار د مالدارو ملکونو سره برابر دی، چې د ټولې نړۍ د مالدارو، سرمايه دارو کميونټي خاندان، قوم قبيله، رتبه او مرتبه، تعلق او تړون يو دی.

نو بيا د ټول قوم د هنر په نمايندګۍ دا هنرمند د نړۍ د نورو هنرمندانو سره يو برابر ولې نه دی!!؟؟

د هنر او هنرمند، د اعتراف هنر په حواله زما تمهيد اوږد شو خو د ډوبو ډوبو سلګو سر اوږده ژړا وي.

دا وخت د ټول پاکستان د ټولو قومونو خصوصاً د پښتنو هنر او هنرمند دواړه د محرومۍ ښکار دي.

يو طرف ته د پښتو ثقافت، هنر او هنرمند د فحاشۍ په فتوه د طالبانو په شکنجه کې دى، بل طرف ته د غربت او بې روزګارۍ له لاسه در په در، خاورې په سر دى.

څوک له ويرې د هنر د دنيا نه لاړل او نعت خواني يې شروع کړه، د هنرمند دننه نغمه ګر پښتون په نعت کې بغېر سازه هنرمند ژوندی ساتي.

چا اوږدې اوږدې ږيرې پرېښودې، تبليغيان شول، د هنرمند دننه د ګڼو خلکو کردار په لارو کوڅو او جوماتونو کې په خلکو کې هغه کردار ژوندی ساتي چې د خلکو و.

توپير فقط دومره دی چې پرون دغې کردار ته مېک اَپ اۤرټسټ په اُستکارو ګوتو مصنوعى ږيره لګوله، اوس د هغه په مخ د تبليغ ږيره ده.

داسې اداکار په تبليغ کې هم په خلکو کې خپله اداکاري ژوندۍ ساتي، د شکسپئير په قول چې دنيا يو سټېج دی او موږ په دغه سټېج اداکاران يُو.هر څوک خپل خپل کردار ادا کوي.

هنرمند او اداکار په هر شکل هر صورت د خپلې ژبې خپل قوم نمايندګي کوي.

زموږ په پښتونخوا کې دا وخت هنر او هنرمند داسې مثال لري لکه زول او ډيوه!!

سرکار دعوه لرې چې موږ د کلتور د ساتلو لپاره هنر او هنرمند محفوظ ساتو، خو هنرمندان ترې بهر ملکونو ته خود ساخته جلاوطن کيږي، يا پنجاب او کراچۍ کې پناه اخلي، يا ترې نعت خوانان او تبليغيان جوړيږي.

د پښتونخوا حکومت د هنرمندانو، شاعرانو، اديبانو کلتور سره تعلق لرونکو لپاره د يو يو لکو روپو امداد ورکوي، خو بيا هم په ميډيا (رسنيو) کې ژړا او فرياد په کې شرط دی.

په تېر کالم کې ما د رفيق شينواري د مېرمنې احتجاج ځکه بيان کړی و د پاکستان په ميډيا هم خپره شوې وه.

نو هغې ته يو لک روپۍ کمک ورکړی شو، ورسره عبدالوهاب دستي او د پښتو ډرامو سپين ږيرى اداکار ممتاز علي شاه او نورو ته چې ټوله شمېره يي اووه نفر جوړيږي، د اطلاعاتو نشرياتو او کلتور صوبايي وزير ميان افتخار په لاس ورته د يو يو لکو روپو امداد ورکړی شو.

دا ټول هغه کسان دي چې يا يي په خپله په رسنيو کې فرياد کړی او يا د بل چا په قلم د هغوى ژړا ښکاره شوې ده.

د حکومت وېنا ده چې ته مړ شوی نه يې او زه ژړېدلی نه، خو دلته د هنرمندانو، شاعرانو د اۤرټ او کلتور ژړا هم عجيبه ده او د سرکار اعتراف هم عجيبه !!

يعنى د دې يو لکو روپو لپاره درخواست، وير ژړا، سفارش، سياسي شناخت، او په ميډيا کې خپل فرياد لازمي دی.

بيا د دې کمک لپاره د پرنټ او الېکټرانک ميډيا کيمرې ته مخامخ کېدل هم ضروري دى، ځکه چې دا صدقه نه ده چې په پټو لاسونو به ورکولى کيږي، بلکې دا سرکاري سياسي خېرات دی.

سرکار خو چې خلکو ته لاره، کوڅه هم پخوي نو د هغې د پاسه به د خپل نوم تختۍ ضرور لګوي.

دغه شان چې د هنر په اعتراف کې شاعر اديب هنرمند سره مرسته هم کوي نو هغوى به په سپينه ږيره، ملا کې کړوپ او په رپېدلو لاسونو ځان ته دروي.

دا د هنر اعتراف دی که د سرکار خیرات په نوم د هنرمند او قلم د خاوند توهين !!؟؟

په دغه لړ کې اوس اوس يو بل بوډا سپين ږيری، د پښتو ډرامو اداکار ايچ ايم رضا اخر هم د پښتونخوا په اخبارونو کې فريادي شو خو هغه دا هم وايي چې سرکار موږ له يو يو لک روپۍ راکوي او خپلو مينه والو ته مو د خیرات ګر په ډول ښيي.

نو دا زموږ د هنر اعتراف دی که زموږ په سپينو ږيرو، او د حالاتو جبر وهلى ژوند پورې ټوکې مسخرې!!؟؟

دا هغه هنرمندان دي چې په ځينو پښتو ډرامو کې يې د زړو باچاهانو، د خانانو، نوابانو کردارونه کړي دي.

اوس چې په کتار کې په څټ کې د تشکر خم سره سرکار ته ولاړ دى نو پښتون سرکار څه وايي؟؟

دا د پښتون اۤرټ او کلتور ته څټ ماتوي او که خپل ټول پښتون غرور په خپله ماتوي؟؟

ځکه چې پښتون خو پښتون دی، سرکار خو پښتون نه وي، سبا به دغه سرکاري پښتون ته هم دا خپل پښتانه هنرمندان، شاعران په خپله خوږه ژبه وايي:

راځه د خپلې خاورې د لعلونو جوارګره

بايللي د سرونو په دې لوبه کې هر چا يُو

ورته مطالب