د بشر نويد کالم پښتونخوا: غلام راته ووايه خو اېجنټ نه!!!

Image caption زه اوس په داسې مېدان کې ولاړ يم چې د ازادۍ هدف نه شته، اوس خو زه فقط خپله غلامي ساتم، زه غلام ښه يم خو اېجنټ يا جاسوس نه!!

هو!!

د تاريخ په اوږدو کې زه د خپلې غلامۍ اعتراف کوم!!

هو!!

زه غلام وم، زه اوس هم غلام يم، زما د ازادۍ رڼا لیرې ډېر لیرې په سرنګ کې هم نه ښکاري.

زه اوس په داسې مېدان کې ولاړ يم چې د ازادۍ هدف نه شته، اوس خو زه فقط خپله غلامي ساتم، زه غلام ښه يم خو اېجنټ يا جاسوس نه!!

هو!!

پښتون افغان خپله غلامي محفوظ ساتل غواړي، د نړيوال امن په جنګ کې اوس زموږ نه د غلامۍ احساس هم اخستل کيږي ځکه چې يو غلام نه د ازادۍ احساس هيڅوک په هيڅ حالت کې نه شي اخستی.

لکه څنګه چې د الوتونکي مارغه نه په پنجره کې د قېد ساتلو سر بېره صياد د مارغه نه د الوتو فطرت نه شي تروړلی.

څوک هم د غلام د ازادۍ احساس په زنځيرونو نه شي تړلى، خو نن حالات داسې جوړ شوي دي، چې د لوی تاريخي پښتون افغان نه د اېجنټ يا جاسوس جوړولو کوشش کيږي.

له بده مرغه د غلامۍ په جنګ کې ستړى او مايوسه خلک د پرديو اېجنټ يا جاسوس ته داسې زور کوي لکه ځانمرګی چې جنت ته د ټولو نه لنډه لار د ځان په الوزولو کې ويني.

اۤيا دا لنډې لارې دي که پراسراره، مشکوکې او غلې لارې؟!!

دا وخت موږ په څومره ګران امتحان کې حېران ولاړ یو چې د ازادۍ د جنګ هدف مو د منځه لاړو او اوس د غلامۍ د ټينګولو او ځان د يو غلام پښتون افغان په نوم صحي معارفي کول دي، د اېجنټ يا جاسوس په نوم نه!!

اېجنټ يا جاسوس د غلام د ژوند او مرګ دواړو نه خراب ژوند او مرګ لري، نر غلام، باغي غلام، ازادي خوښ غلام د بې عزته، ښکلي جاسوس نه ډېر زيات ښکلی دی.

د غلام په څټ کې امېل او په پښو کې زنځير ته مه ګورئ، د هغه په سر کې د پښتو جلال او د غېرت خشم ته نظر وکړئ.

د اېجنټ يا جاسوس د ژوند عېش او عشرت ته مه زيريږئ، د هغه په سر کې د خپل اۤقا په وړاندې خم او په غاښونو کې نيولي بهرته راوتې ژبې ته وګورئ.

څومره فرق دی د غلام او د جاسوس د سر په خشم او خم کې!!

موږ د نړيوال امنیت په جنګ کې اوس غواړو خپله غلامي وساتو.

دا موږ له څومره خطرناک او نازک حساس جنګ په مېدان کې ولاړ یوو چې د ازادۍ تاريخي دښمنان زموږ څخه غلامي هم نه پرېږدي.

ځکه چې هغوى ته معلومه ده چې غلام هر وخت هم د خپلې ازادۍ لپاره جنګ کولى شي، خو په جاسوس کې دننه د وطن د خاورې د مينې حِس مړ وي، هغه نه شي کولی چې خپلې خاورې ته مور ووايي او د مور تقدس وساتي.

موږ چې په کومه سیمه کې ژوند کوو، دلته د غلام او جاسوس يوه اوږده لړۍ را روانه ده.

په لندن کې د برټش لائبرېرۍ په رېکارډ کې دا هر څه موجود دي، څارونکو ليدلي، لوستلي دي چې د تاريخ په اوږدو کې چا کوم رول ادا کړی دی، چا خاوره ساتلې ده، او چا د خاورې ننګ خرڅ کړی دی.

دا اوس چې موږ له کومو حالاتو نه تېريږو د غلام او اېجنټ په حواله دا حالات د تېرې زمانې د واقعياتو نه بدل نه دى.

البته د نوي دور د مخ په تېزې بدليدونکو حالاتو سره سم غلام او اېجنټ يا جاسوس خپل خپل شکلونه بدل کړي دي.

غلام سره د ازادۍ تحريک نه شته، رهنما او رهبر نه لري، سر لري خو سنګر نه لري، حېران پرېشان په خپلو وينو کې ولاړ دی، چپ دی، غلی دی، هيڅ هدف ورته معلوم نه دی.

د اېجنټ يا جاسوس شکل په نوي دور کې د نويو غوښتنو له مخې دومره بدل شوي دي چې هغه ځان هم نه پېژني او نه په خپلو اولسونو ځان پېژندل غواړي.

هغه په يو خراب مرګ مري چې خلک ترې ويره کوي، او د اېجنټ يا جاسوس له انجامه پناه غواړي!!!

د غلام او جاسوس تر منځ يو ساده غريب، محرومه، بې وزله بې وسه پښتون افغان په نور خطرناک شکل کې ولاړ دی او د انتها پسندۍ په هوا جنت ته د ټولو نه لنډه لاره ځانمرګو حملو کې ويني.

د اېجنټ يا جاسوس او ځانمرګي تر منځ د پياز د پردې په اندازه فاصله ده، دواړه د نورو لپاره کار کوي، خپله خاوره خپل ځان او ايمان غرقوي، دواړو ته د خپل قوت د صحيح استعمال هنر نه دی معلوم او دواړه قوتونه ځان سره د غلام حېثيت هم شکمن کوي.

لوی پښتون افغان په دغه ګردش کې تاويږى، د پښو لاندې ځمکه ترې تښتي، خپله خاوره يې په ځان کې نه شي ځايولى، لکه د مرورې مور ورته ازار کوي.

د مور له ازاره چا بازار نه دی موندلی، ځکه خو نر پښتون افغان په خپله غلامۍ کې د اېجنټ يا جاسوس او انتهاپسند دهشت ګرد نه ځان ښه او ښکلی ګڼي، د غلام مانا او انجام شته د اېجنټ يا جاسوس او انتها پسند دهشت ګرد ژوند هم بې مانا دی او مرګ هم!!!

ورته مطالب