بې خزانه غزل بڼ

Image caption حمزه بابا په رښتیا د استاد پسرلي د څنګ ملګری دی.

د خپل ادبي لوست او ذوق په رڼا کې په ډاډه زړه وایم چې د "غزل بڼ" د ګلونو هنري موسکا تل پاتې ده او چې تېر ته ګورم د را روانې زمانې بلبلي ذوقونه به د غزل بڼ شاهکار رنګونه تر موږ په ډېره مینه او ښه توګه احساس کړي.

ما ته به د غزل بڼ ارتقايي جاج اخیستل ناشونی وي ځکه چې دا د هندي مکتب د یو استاد شاعر غزل ګلونه دي نو باید چې ان کلمې ته یې هم پام وشي چې ولې یې دا کلمه غوره کړې ده او د کوم ښکلاییز لیدلوري پر بنسټ یې په یوه ځانګړي ځای کې ځانګړی ځای ورکړی دی.

نو ما غزل بڼ ته له ورایه او له دریڅو کتلي دي خو هماغه روایتي (دودیزه) او ښکلې خبره بس، غوښتل مې چې د یوسف په خریدارانو کې راشم.

په پیل کې د سرېزې یوې برخې ته تم شوم. لیکل شوي چې:

"هغه غزل چې د حمزه بابا په وینو ځوان شو، استاد پسرلي د نیمې پېړۍ په ریاضت، مراقبې او مطالعې وپاله".

که د دې جملې مانا دا وي چې پسرلي صاحب ته غزل له حمزه بابا پاتې شو نو وبه وایم چې دا دوه څپاند سیندونه د یوې زمانې په تګلوري کې یون کوي خو رنګونه یې دومره بېل دي لکه په اباسین کې چې د هر سیند رنګ بېل او جوت وي.

حمزه بابا په رښتیا د استاد پسرلي د څنګ ملګری دی.

نو یوه خبره به بله هم وکړم او هغه دا چې د حمزه بابا هنري تخنیکونه د پښتو کلاسیک در یادوي او کله کله هم د اردو ژبې نومیالي.

سره له دې چې استاد پسرلی هم د خپل کلاسیک د لوړ پوړ د زنځير د ارتقا کړۍ ده خو تر ډېره استاد پسرلی له هغو لیدلورو نه ښکلا پنځوي چې د فارسي ادب د ارتقا بېلګو یعنې د هندي مکتب شاعرانو پنځوله.

زه چې د استاد پسرلي غزلې لولم، د مکتب د ځانګړتیاو له مخه کاظم خان شیدا رایادوي خو دا دواړه شاعران ډېر توپیرونه لري.

د بېلګې په ډول زه منم چې د شیدا د غزل روح پښتون دی خو ژبه یې دومره ډېره فارسي لري چې د پښتو ژبې له طبیعي جوړښت سره سمې نه خوري خو د استاد پسرلي اند او ژبه دواړه پښتو دي.

زه چې د دې لیکنې ودانۍ پورته کول غواړم نو په بنسټ کې راته اړینه برېښي چې د هندي سبک په اړه هم ځینې څرګندونې ولرم.

ځینې وايي چې هندي مکتب له یولسمې سپوږمېزې پېړۍ پیل او د دولسمې پېړۍ تر نیمايي یعنې د یونیم سل کلونو لپاره ژوندی و. خو ځینې نور یې ولکه له لسمې پېړۍ تر دیارلسمې پېړۍ بولي. خو زه په فارسي ادب کې د هندي مکتب خبره کوم.

زموږ په زمانه کې مولانا اقبال لاهوري یوازینی کس و چې دې ډګر ته راننوت او بریالی ووت.

خو په پښتو او اردو ژبو کې دا مکتب اوس هم لاروي لري او هغه کسان چې د ادب او ژورنالیزم تر منځ فرق ته قایل دي او دا مني چې هندي مکتب د شعرونو له کبله یې پر ذوق ډېر لطف خپرېږي نو دا به هم مني چې د ادبي علومو او فنونو په رڼا کې دا مکتب تر ټولو لوړ دی.

د استاد پسرلي د شعرونو یوه ځانګړتیا دا ده چې ځینې شعرونه یې لکه د هندي مکتب د شاعرانو ابهام لري خو له ابهام کلمې سره باید محتاط چلند وکړو. یو هغه ابهام دی چې هنري جواز لري او پوهېدو ته یې لاره شته.

بل هغه ابهام دی چې د مانا د پوهېدو لپاره یې لاره نشته. د استاد پسرلي ابهام لومړی ډول دی.

یوه ښکلې ده، خود پرسته ښکلې، آیینې ته ځي، خپله ښکلا یې خوښېږي خو دا چې خود پرسته ده څه باید وکړي. خامخا به په آیینه کې خپلې ښکلا ته سر ټیټوي او بیا خو دا منظره پسې د کتو شي چې د دې سر انځور ته ټیټ شي او د انځور سر دې ته.

دا کیسه ایله په یو بیت کې شوې ده. خو د ابهام د روښانتیا ستوري یې ډېر دي. بیت ته به غوږ شو:

دا که خپل تصویر ته ږدي سر خپل، تصویر یې دې ته ږدي

داسې په هوس چې آیینې ته خود پرسته ځي

د هندي مکتب د ښکلا پنځونې یو ډېر بریالی تخنیک دا دی چې یوه لویه خبره کېږي، یوه ادعا کېږي او بیا یې د شاعرانه اثبات لپاره له ژوند او طبیعت څخه بېلګې راخیستل کېږي، دغه راز بیتونه ډېر ژور او حکیمانه وي چې شعري متلونه یې بللی شو. رحمان بابا وايي:

خزانه په سخاوت سره زیاتېږي

د کوهي اوبه چې وباسې بسیار شي

په خپله زمانه کې د غزل بې ساری استاد پسرلی صاحب هم دغه ډول خورا ستر حکیمانه بیتونه لري. که سم مې په یاد وي نو وايي:

نه زوړ منطق چلېږي نه زړې خبرې

ځیرک زلمی په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي

ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي

بینا هغه دی چې هم لارې هم رهبر بدلوي

په لومړۍ مسره کې له زوړ منطق سره اختلاف څرګند شوی او په دویمه مسره کې بېلګه راوړل شوې. که سر پورته کول ګران هم وي خو ځیرک زلمي په روانه جګړه کې هم سنګر بدلوي.

په دویم بیت کې هم ورته مضمون دی چې ړوند په امسا پسې ګام اخلي او بینا وخت په وخت لارې او لارښودونکي بدلوي. بل بیت دی:

علایق شلېږي چې عشق پخېږي

وي په خامۍ کې ثمر تړلی

یو بل بیت به هم راواخلو:

که وړې هیلې مې ترسره نه شوې غم یې څه دی

واړه کبان د ماهیګیر له خپاره جاله وځي

د هندي مکتب بله ځانګړتیا د مینې ارواپوهنه بیانول دي. دا اریانوونکی تخنیک دی، په دې کې تشبیهات او استعارې اړینې نه وي.

ساده خبره وي خو رواني بنسټ لري. دا تخنیک زموږ په اوس مهاله شاعرۍ کې لږ تر سترګو کېږي. په حمزه بابا کې شته او په اردو ژبه کې د هندي مکتب لوی شاعر مرزا غالب دغه تخنیک په ډېر بریالیتوب سره کارولی دی.

د وخت استازی غزلبول پسرلی صاحب هم دغه راز بریالي بیتونه لري. پوهېږو چې له پلمو نه شکونه راولاړېږي. استاد پسرلی وايي:

چې نه راغلی تر سر دې سپېلنی شه خو لږ پام

شکونه مې په زړه کې په پلمو مه کېنوه

په دې بل بیت کې د انساني جذبي څومره شاهکاره انځورګري شوې ده:

ارمان مې تش دیدن و خو چې ویې کتل ما ته

دې لنډې کامیابۍ څه ارمانونه وکرل

خو استاد پسرلی د هندي مکتب له شاعرانو سره یو شمېر توپیرونه هم لري. د هندي مکتب شاعرانو یو له بله ډېر مضامین اخیستي راخیستي دي. له همدې کبله هغه مهال د سرقت او توارد خبرې هم تودې شوې وې.

تذکره لیکونکي کاږي: ادبي سرقت دومره ډېر و چې روغ دېوانونه پټېدل. نصرابادي د ملا خضري په نامه د یو شاعر د دېوان خبره کوي:

اشعارش را زلالي و قاضي امین

بردند و برادرانه قسمت کردند

د همېشه بهار تذکرې لیکونکی کاږي چې یوه ورځ شاه عباس صفوي له خپل خلوت نشین میرزا قاسم نه د میرزا صایب د شاعرۍ د جامعیت په اړه پوښتنه وکړه.

قاسم ورته وویل چې صایب د دوو بیتونو څښتن دی او هغه دوه بیتونه دا دي:

تیغ از ګلوی سوختګان تند نه ګذرد

آب از زمین تفته به لنګر کند ګذر

بوی ګل و باد سحري چشم به راه اند

ګر میروي از خود به از این قافلهء نیست

وایي میرزا صایب خبر شو، له قاسمه یې ګیله وکړه. قاسم ځواب ورکړ: پېژندې مې چې د دوو بیتونو خبره مې وکړه که نه نو یوازې لومړی بیت دې خپل دی او ستا ټول مضامین له نورو اخیستل شوي دي.

چې د هندي مکتب یوه لوی شاعر ته داسې ګوته نیول کېږي بیا خو غني کشمیري حق درلود چې ویل یې:

از بسکه شعر ګفتن شد مبتذل در این عصر

لب بستن است اکنون مضمون تازه بستن

خو د استاد پسرلي داسې نه ده بلکې خپله خود داري يې ساتلې ده او مضامین یې خپل دي. د پښتو ادب لوستونکي ښايي ژر راسره دا خبره ومني خو د استاد پسرلي سره ناستې پاستې دې ته وهڅولم چې د هندي مکتب شمير شاعران هم ولولم. د دې مکتب شاعران له ځانګړو لیدلورو ښکلا پنځوي.

خو داسې مضمون مې ونه موند چې استاد پسرلی او د هندي مکتب کوم بل شاعر دې ورته له ګډ ښکلاییز لیدلوري ليدلي وي او که له چا یې مضمون راخیستی په پوره امانتدارۍ سره یې شاعر او بیت په ګوته کړي دي. د استاد بیت دی:

که دې د ناز جلوه د لمر غوندې سینا ونیسي

د طور ډېوې ته به موسی ید بیضا ونیسي

تر بیت لاندې د صایب دا مسره ورکړل شوې ده: "کلیم دست به رخسار شمع طور ګرفت"

یو بل بیت یې دی:

زه ورک ښه یم ورک ته د لمر د جلوو

"جنون او بیدیا، لیلا او محمل"

دویم نیم بیتی په لیندیو کې نیول شوی او ترې لاندې د بیدل دا بیت هم ورکړل شوی:

رسوايي و عشق، مستوري و حسن

مجنون و صحرا، لیلا و محمل

استاد پسرلی هغه د "لانجاینس" په وینا له علویته برخمن شعرونه لري او شعرونه یې د ورک ابهام ښکار شوي نه دي.

د هندي سبک په ځینو شاعرانو کې کله کله ابهام دومره ډېر شي چې له خبرې معما جوړه شي. په بیدل کې دا وړ بیتونه ډېر تر سترګو کېږي خو بل پلو په صایب کې دا ابهام دومره ډېر نه دی چې د ژبې له طبیعي جوړښت سره دې ټکر وکړي.

زه ورته بېلګه په پښتو کې هم وینم او هغه په دې مانا چې کاظم خان شیدا کله لکه داسې ابهام لري چې روزولي ذوقونه هم د هغې د مانا په لور نه شي ورتلای. خو د استاد پسرلي غزلې د پښتو د هندې مکتب د ارتقا هغه بېلګې دي چې اهل ذوق یې پېژني، پرې پوهېږي او لطف ترې اخلي.

د هندي مکتب د یو شمېر شاعرانو د ورک ابهام یو لامل هم دا ګڼل کېږي چې د دغه مکتب لارویو د شرابو، بنګو، اپینو او مفرح په څېر نشه يي توکي په دېره پیمانه کارول. خو استاد پسرلی له دې هر څه یو مبرا شخصیت دی خو د دې مانا دا نه ده چې ګنې استاد د می او میخانې د یادولو پر مهال تر دغو شاعرانو ښه شعرونه نه دي ویلي.

استاد تقویم الحق کاکا خېل به ویل: د شرابو او د هغې کیفیتونو په اړه ښه شعرونه هغه چا ویلي چې شراب یې نه دي څښلي ځکه چې چا څښلي کیفیت یې ورته بربنډ دی خو چې چا نه دي څښلي هومره یې ښکلی کوی چې په تخیل کې یې زور وي. چې د ساقي سترګې مستې شوې وي سرې شوې وي او بیا د همدغو مستو سترګو انځور په پیاله کې لویدلی وي ایا له خم بادې به یې خوند و سرور ډېر نه وي؟ دا هر څه د استاد په دې بیت کې احساس کړئ او بیا پرېکړه وکړئ:

ساقي یو خم باده هم هومره سرور بخشه نه وي

چې له مستۍ دې په پیاله کې وي لوېدلې نګاه

استاد پسرلی د هندي مکتب له شاعرانو سره یو بل توپیر هم لري. زه منم چې د هندي سبک شاعران د ژوندانه په اړه ډېرې ژورې خبرې لري خو مخامخ د ژوند له ناخوالو سره نه دي ښکېل شوي. خو استاد پسرلی وايي:

چې قانون لري قانون ته سر د لویو وړو ټیټ وي

که مومن وی که ترسا وي تل دې خوښ وي تل دې شاد وي

چې وطن ګڼي د ټولو غم یې هم ګالي په ټولو

د هر چا وي په کې خوښه د هر چا په کې مراد وي

اوس ښايي دا بیتونه لوستونکو ته د لمر په څېر روښان حقیقت ښکاره شي او په ویلو کې یې د کوم خطر احساس ونه کړي خو استاد دا ډګر هغه مهال تود ساتلی و چې په دې خبرو سره خلکو سرونه بایلل خو استاد پوهېده چې د ده مشرتوب او استادي به د جاري صدقې په څېر تل پاتې وي او هغه چې په تاخت و تاز کې یې بریا لیده هماغه ورسره وشول چې استاد پسرلي یې وړاندوینه کړې وه:

چې عزت غواړي په تاخت و تاز کې

پګړۍ په تاخت کې له سپوره لوېږي

دا به پر پښتو او پښتنو د خدای لورېینه وه چې استاد یې ورته وژغوره. غزل بڼ یو داسې کتاب دی چې د راسپړلو لپاره یې پېړۍ په کار دي، په څو ورځو کې د هغه جاج اخیستل ناشونې خبره ده.

زه به د اوس لپاره پر همدغو څرګندونو بسنه وکړم او خپله لیکنه به د استاد پسرلي پر دې عاشقانه او عارفانه بیت پای ته ورسوم:

میين قمري دې د طوبی په څانګو ځاله نه ږدي

که په جنت کې هم لمن ورته طوبی ونیسي

ورته مطالب