ستاسې غږ: افغانستان کې د بې روزگارۍ عوامل

د خپريدو وخت: 11:15 گرینویچ - چارشنبه 06 جون 2012 - 17 غبرگولی 1391

د دې ټولنې په يوه وروستي رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان کې تر ډيره په لنډ مهاله پروژو کار کيږي.

د کارد نړيوالې ټولنې د يوې وروستۍ څيړنې له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ٨٠٠٠٠٠ کسان وزگار دي.

د دې ټولنې په يوه وروستي رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان کې تر ډيره په لنډ مهاله پروژو کار کيږي.

د کار کسب د ميندلو لپاره اړينې پيسې نه لري او دا رنگه د افغانو او نړيوالو ادارو تر منځ د همغږۍ نشتوالى هغه لاملونه دي چې د وزگارو خلکو شمېر يې زيات کړی دى.

خود اقتصادي چارو ډير کارپوهان په دې اند دي چې د وزگارو کسانو شمېره له دې هم زيات دی.

دا چې د بې روزگاره افغانانو شمېره څومره دی، عوامل ېې څه دي چې د نړيوالو مرستو سره سره يې هم په شمېر کې د کمي په ځاى زياتوالى راځي، حکومت ېې پۀ اړه څه کوي اويا څه بايد وکړي؟ په دې او نورو پوښتنو دا اونۍ ستاسې غږ پرورگرام کې غږيږو.

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېنښاليک له لارې راوليږئ،زموږ د کلېکاږل فيسبوک په پاڼه يا يې په کلېکاږل ټيوټر راته وليکئ.

که لنډ نظر يا پوښتنه ليکئ لطفآ په دې برېښناليک پته يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

او يا هم د پنجسنبې په ماښامنۍ خپرونه کې ستوديو ته مخامخ په دې شمېره زنگ ووهئ. ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

يا هم په ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ راته لنډ ټيليفوني پيغام راواستوئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .