ويجاړ سراج العمارت د کورنيو جگړو يو ناسور

Image caption د سراج العمارت ماڼۍ جوړېدل د حبيب الله خان په خپله نقشه پر ١٩١٠ کال پيل شول.

د جلال آباد په زړه کې د سراج العمارت له سلطنتي بڼ او مېلمستون سره زما د ښوونځي کلونه کلک نښتي دي. داسې ورځ به نه وه چې تر لوست وروسته يو ځل دغه شړ بڼ ته ور نشم او د مداريانو نندارې پکې ونه وينم.

له پلار مې اورېدلي و چې د پاچا حبيب الله خان سراج الملة والدين د پرتمنيو ملېسمتاوو دا يادگار د هغه د زوى امان الله خان خلاف په ترخه اړودوړ کې وسوځېد او تر اوسه په همدغه ړنگه بڼه پرېښودل شوى دى.

هغه مهال د ظاهر شاه واکمني وه او پلار ويل چې حکومت يې په لوى لاس نه رغوي چې د امان الله خان او د هغه د کورنۍ نوم بيا ورسره تازه نشي.

د دغو دوو سلطنتي کورنيو په تربگنيو مې سر نه خلاصېده، خو پر سراج العمارت مې لکه د مورني ورور زړه خوږېده چې له درده زگېروي کوي خو زما لاس يې مرستې ته نه رسېږي.

Image caption د اوږدو کلونو سوځېدلي سراج المعارت د بيا رغولو چارې پر ٢٠٠٩ کال پيل شوې، خو اوس بيا درېدلي دى.

لسيزې تېرې شوې او سراج العمارت هماغسې خپل سوى ټټر په لاس نيولى پاتې و. نه يوازې د ده ټټر ونه رغېد چې نور گڼ تاريخي يادگارونه هم په را وروسته اړودړ کې ويجاړ او کنډر شول.

بيارغونه

د ٢٠٠٩ کال په دوبي کې چې د عادت له مخې، بيا پر دغه بڼ ورپيښ شوم، د سوځېدلې ودانۍ ترڅنگ مې درېدلې خوازې او په بيړه بوخت کارگران وليدل.

زړه مې په ټوپونو شو. ماويل لکه چې د کلونو هيلې په رژېدو دي او د سراجي عمارت تاريخي توبه قبوله شوې ده. سمبالوونکو ويل چې د ولايتي ادارې په سپارښتنه ټوله ودانۍ او بڼ له سره رغوي او پخواني پرتم ته يې ستنوي.

د هغې شېبې د انځورولو لپاره ټکي نه لرم. لور مې هم راسره وه. هغې ته مې د خپل کوچنيوالي نکل وکړ، د ودانۍ او بڼ پر تاريخ ورته تېر شوم او د خپل آرمان مې ورته وويل چې د رغېدو يې راسره و.

خو دوه کاله وروسته چې د حبيب الله خان دغه مېلمستون او بڼ ته بيا ورغلم، نو د اټکل خلاف نه يوازې بشپړ شوى نه و چې د کارگرو کډه ترې ډېره د مخه بار شوې وه.

دا ځل سمبالوونکي نه و او يوازې يوه ساتونکي راته وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سپارښتنه د جوړېدو بهير درول شوى دى. ولې؟ هېڅوک نه پوهېږي!

اوس مې چې په سراج الاخبار کې (د خپرېدو کلونه ١٩١١- ١٩١٩) په همدغه سراج العمارت کې د يوې سلطنتي مېلمستيا رپوټ لوسته، د هغه تاريخي او دردېدلى نکل بيا را په زړه شو.

Image caption د سراج العمارت په سلام خانه يا لوى سالون کې تر ٦٠٠ څوکۍ ځايېدې.

د سراج الاخبار دغه رپوټ له خپلې دې ليکنې سره په دې هيله يو ځاى دلته راوړم چې گوندې کوم واکمن يې ولولي او دغه نژدې بشپړه شوې چاره بيا له هېرېدو راوگرځوي.

سراج العمارت په سراج الاخبار کې

د سراج الاخبار دا رپوټ د لومړي کال په اوومه گڼه کې (١٩١٢ کال) راغلى دى:

د لوى اختر د ورځې پر سهار اعليحضرت سراج الملة والدين په رسمي کاليو کې د جلال آباد د شاهي ماڼۍ د ځانگړې کوټۍ (سالون) ختيځې برنډې ته چې د لوړ اعليحضرت له خپلو جوړښتونو او له نومياليو ودانيو څخه ده، تشريف يوړ.

لوړ شاهزاده گان او د حضور ځانگړي کارکوونکي او عمله يې پر سلام مشرف شول، له مبارک حضور سره يې خواړه وخوړل او وروسته شهرياري اعليحضرت له همدغو شخصيتونو سره شاهي باغ ته څېرمه جومات ته چې دا هم د لوړ اعليحضرت له خپلو ودانيو څخه ده، د اختر لمانځه د اداينې لپاره تشريف يوړ.

تر دريو کلو وړاندې پورې د دې جومات ځمکه يوه هديره او ښوره زاره وه چې له اغزيو او خزلو او ورستو هډوکو پرته پکې نور هېڅ نه برېښېدل.

د اعليحضرت په انجنيرۍ چې د جومات نقشه يې په خپل مبارک لاس کښلې وه، په لږ وخت کې يوه ښکلې او عالي ودانۍ چمتو شوه. پوځيان له موزيک ډلې سره يو ځاى چې دوه کنډکه يې د شاهي گارډ (د حضور اردليان) او نور يې په جلال آباد کې مېشت پوځيان وو، د جومات څنگ ته ډگر کې اعليحضرت ته د پاچايي سلام د وړاندې کولو لپاره په انتظار ولاړ وو.

د جلال آباد د (دولتي) کارکوونکو او د ښار او د هغه د درې کروهۍ د اوسېدونکو لويه ډله په دغه جومات کې د اختر لمانځه د اداينې لپاره مشرف وه. چې لمونځ پای ته ورسېد، پوځي ټولگيو له خپلو باجو او موسيقي آلاتو سره په سندرو او زړه راښکونکو نغمو سره چې "تل دې وي زموږ ټولواک" د سلام مراتب پر ځاى کړل.

Image caption شاهي ماڼۍ د جلال آباد له خورا ښکلو ودانيو څخه وه چې پاچايان پکې اوسېدل او وروسته د جنگي ډلو مشرانو ولکه کړه.

له دې سره جوخت د توپ ٤١ ډزې وشوې. تر دې وروسته پوځي ټولگي د جومات له وره څخه تر شاهي ماڼۍ او له شاهي ماڼۍ څخه تر سراج العمارت پورې د (ټولواک) د ورتگ لپاره پر دواړو خواوو ليکه ودرېدل.

اعليحضرت له شهزادگانو او ورسره ملگرو پوځي افسرانو سره د آسونو په سپرلۍ له جومات نه سراج العمارت ته ولاړل، يوه شېبه د سراج العمارت په ځانگړې خونه کې تم شو.

(دلته) ملکي او پوځي چارواکي، د جلال آباد، لغمان (لمقان) او کونړ اداري مشران، مشايخ، سادات د محکمې غړي او د سيمې خانان او ملکان د سراج العمارت په سلام خانه کې د اعليحضرت په حضور مشرف شول او هر چا ته د هغه د دريځ او وړتيا له مخې ځايونه ټاکل شوي او سمبال شوي وو.

سلامخانه

سراج العمارت يوه پرتمنيه او عالي بنا ده چې له سترو او مخورو ودانيو څخه گڼل کېږي. پر ١٣٢٧ (١٩١٠) کال لوى اعليحضرت په خپله انجنيرۍ د دغې ودانۍ نقشه وکښله او د هغې د ودانولو او بشپړولو چاره يې سمبال کړه.

څرنگه چې د ودانولو چارې ته ډېر کارگر او بارکشوونکي گومارل شوي وو له بنسټ ايښودنې نه په شلو ورځو کې يې لومړى بام وپوښل شو.

دا ودانۍ يوازې سلام خانه (له پاچا سره د تشريفاتي کتنو خونه) نده، گڼې او لويې نورې خونې هم لري، لکه د "ډوډۍ خونه"، د "دفتر خونه"، د "انتظار خونه" او لوى او پرتمين دالانونه (دهليزونه).

د دې ودانۍ ديوالونه له بنسټ نه تر لومړني پوښښه پورې بشپړ له ډبرې او چونې څخه دي چې په نوي ډول او سمو اصولو سره جوړ شوي دي چې يوازې د ودانۍ په سلامخانه کې نژدې شپږ سوه څوکۍ ځايېدلى شي.

کله چې پوځي افسران او نور په سلامخانه کې راټول شول، لوړ اعليحضرت له ځانگړې دروازې څخه دغې سلامخانې ته تشريف يوړ او د دولت کارکوونکو ته يې د لوى اختر مبارکي وويله.

د غونډې برخه والو هم په درناوي او عزت سره د هغه د مبارک حضور د روغتيا دوعا وکړه او ورسره جوخت چې کله نوراني حضورد تخت ښکلا زياته کړه، د توپ ١١ ډزې وشوې.

تر دې وروسته د دغه دربار گډونوالو ته خواړه، چاى او خواږه ورکړ شول.

د خوړو او خوږو تر خوړلو وروسته، تر غرمې دوه ساعته هاخوا، لوړ اعليضرت له څوکۍ پورته شو او يو کتاب يې په مبارک لاس کې راواخيست، د غونډې حاضر کسان يې راټول کړل او په روښانو ټکو سره يې خپله وينا واوروله. (څرنگه چې دغه وينا په پنځمه گڼه کې راغلې وه نو دلته يې د بيا راوړلو اړتيا ونه ليدل شوه).

ورته مطالب