د بشر نويد کالم پښتونخوا: ''پاک افغان پيپلز فورم''ـ دير اۤيد درست اۤيد!!

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان ـ افغانستان له جنګ پرته دومره انتها ته ولې ورسېدل!!؟؟

خلک وايي اوبه په ډانګ نه بېليږي. موږ به ويل، "لر او بر يو افغان". د هر چا په خوله به دا شعر وه:

د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده

په کابل او پېښور کې افغان يو دی

دا ويلي اوريدلي، دا خوب او خيال اخر هم تعبير شو. د لر او بر يو افغان د خوب تعبير د ''پاک افغان پيپلز فورم'' په نوم او شکل کې تعبير شو. زه ورته خوب ځکه وايم چې تر اوسه پورې داسې نه و شوي.

د ادبياتو په سطح دواړو خواو ته نړيوال کانفرنسونه، سيمنارونه، غونډې، دستورې شوي دي، خو د عامو ولسونو په سطح، چې د هر مکتب فکر د هرې ژبې پاک افغان د يو تنظيم په نوم او چوکاټ کې راتلل په اول ځل وشول.

د کابل ۱۵ کسییز پلاوی د جون په اوله نېټه پېښور ته را ورسېد او له دوې ورځنۍ بحث او شريکې سلاح نه پس رسنيو ته د دواړو خواو شريکه اعلاميه خپره کړل شوه.

د "پاک افغان پيپلز فورم" سوژه په بنيادي توګه د پېښور پوهنتون د پروفېسر، ډاکټر فرمان او د پښتون قوم پرست او روښان فکره ملګري عالم زېب خان وه چې د ډېرې مودې نه پس د نورو ملګرو په ملاتړ او مرسته اخر هم دغه خبره عملي شوه.

"پاک افغان پيپلز فورم" سوژه

زه د دواړو خواو دغه اۤئيډيا (سوژه) تنظيمي حالت ته راوستل په اول ځل ځکه يادوم چې د عامو السونو د هغو ستونزو په بنسټ دا تنظيم جوړ شو کومې چې د پښتون افغان شريکې دي. او د دې تنظيم لمن فراخه ځکه ده چې د ادبياتو، د کلتور او ټولو هنرونو د يو بل سره د تبادلې "Exchange" سره سره په نورو شريکو ستونزو د يو بل سره مرسته کول، يوه قومي ورورولي، مينه، د امن او په يو بل د اعتماد کولو يوه زمينه برابرول دي.

د دې خبرې نه انکار نه شي کېدی چې د ۱۱/۹ د پېښې نه پس په ټوله نړۍ کې با العموم او پاکستان افغانستان کې باالخصوص په رياستي او اولسي سطح د شک ازغي نور زيات شول.

په افغان مساله کې دا خبره هم بيا بيا ښکاره شوه چې پاکستان په خپل ګاونډ کې يو کمزوری افغانستان غواړي، خو د نړيوال بدلون په رڼا کې دا حقيقت ښکاره دی، چې افغانستان اوس هغه افغانستان نه دی چې په ګاونډيتوب، مذهبي، سفارتي، اخلاقي دعوه به يې څوک د بوټ لاندې کړي. بلکې په نړيوال بدلون کې اوس که يو ګاونډى بل ته اوبه خړې کړي نو په خپله به هم ترې ړانده ماهيان جوړيږي.

ښه به دا وي چې ټوله اېشيا (اسيا) پاکه، صفا، او په ښه نيت د ګلوبل وېلج (نړېوال کلي) په رفتار کې شريک ګامونه واخلي.

د پاک افغان پيپلز فورم" بنسټ په دغه اړه د دواړو خواو د پوهانو، روښان فکره، پښتون افغان ورورولۍ يو ښکلى پيل دی. موږ له يو بل سره درې لسيزې شريک ژوند کړی، جنګونو د يو بل سره د مهاجر او انصار په نوم يو ځای هم کړو او د جهاد او فساد په نوم يې په يو بل شکمن هم کړو. شک او ګمان چې زيات شي نو انتهايي کرکې او نفرت ته اورسۍ، دا وخت دغه شکونه د رياستونو سره سره ولسونو ته هم رارسېدلى دى.

د پاک افغان د دغه شکونو او بدګمانيو د انتهاپسنده رويې نه ډېر وړاندې "پاک انډيا" (پاکستان ـ هند) خطرناک تاواني جنګونه هم کړي دي، چې په نتيجه کې يې پاکستان مات شوی دی.

د تاريخ په پاڼو کې تور لفظونو د يو لک پوځي قېديانو په ډهاکه کې د وسلې غورزولو غوندې باب هم شته، خو د دې هر څه با وجود په لاهور کې د پنجاب عالمي کنفرانس په دوران کې د مشرقي پنجاب انډيا وزيراعلٰى دغه کنفرانس کې دا وېنا په رېکارډ ده:

''موږ (پنجابيان) يو قوم يو خلک یو، حالات موږ نه شي جلا کولی''

د پاکستانيتوب وفادار او د دوه قومي نظريې ساتندويه پنجابيانو ورته لاسونه وپړقول او د جذباتو څرګندونه يې وکړه، د هغوى نه خپله دوه قومي نظريې د پاکستان او انډيا د پنجابيتوب په قوم پرستۍ کې له منځه لاړل.

دا نه بغاوت وه، نه د پاکستان په ژبه ''علٰيحدګي پسندي'' يعنې بېلتون خوښي وه، د ''اکهنډبهارت'' هندوستاني تاريخ ته ستنېدل وو. خو پښتون افغان د خپل تاريخ پاڼه نه شي را اړولى، پښتون افغان يو بل سره په خپل ادب او کلتور، ژبه، تهذيب او تمدن کې ناسته نه شي کولی.

موږ پاک افغان دواړو هېوادونو جنګونه نه دې کړي، فقط مرورتيا کې دومره انتها ته رسېدلي يُو چې د پخلاتوب نه هم لرې وتلي يو. د پاکستان ـ هند ولسونو د قلم او روښانه فکر ليکوالانو، هنرمندانو، دغه لاره د امن لاره جوړ کړه. د پنجاب دواړو خواو رسنيو خپور کړ. خپل واکمنان يې د کرېکټ په مېدان کې تماشې ته هم کېنول او د مذاکراتو په ميز هم !!!

پاکستان ـ افغانستان له جنګ پرته دومره انتها ته ولې ورسېدل!!؟؟

دا شکونه د سټراټيژيک د پاليسۍ پېدا وار دی، د پاک افغان هره مرورتيا او شک ګمان، رياستونو کړی دی. او دا لړۍ تر دې ځايه راورسېده، خو د دواړو هېوادونو ولسونو يو بل سره د بېلتانه په سيوري هم محبتونه کړي دي.

اوس خو دواړو خواو ته رشتې هم شوي دي، زموږ نوى نسل د "پاک افغان" يو سالم روغ وجود دی، سر او دستار مو يو دی، دار او دلدار مو يو دی، غم او روزګار مو يو دی، ښېرا او ازار مو يو دی، ګل او ګلزار مو يو دی، بيا وېره څه!!؟؟

شک او ګمان له څه؟؟

د دې پوښتنو د ځوابونو لپاره د دواړو خواو دوه ذهنونه په يو غږ همغږي شول، نو "پاک افغان پيپلز فورم" ترې جوړ شو، نه يې د سياسي ګوندونو سره څه اړيکي شته، نه د رياستونو په پاليسو کې لاس وهنه کوي.

سياستونه او رياستونه به په خپله لوړه سطح، خپل کار کوي. موږ به د ميني مثالونه په لاس، د شک ازغي د يو بل د زړونو نه وباسو او دا به وايو!!

ما به ستا نه لېرې تښتوي حالات

تا به ما نه داسې شکوي حالات

زول به وي باران به وي

دغه شان طوفان به وي

دا سيلۍ ږلۍ به وي

خو غږ د ملالۍ به وى

لالى به ولې ګټه نه کړي

تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه

ورته مطالب