د زړو پلرونو ماشومان اوږد عمر کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د څېړنې له مخې هغه ځوانان چې پلرونو یې دوی په تېر عمر زېږولي ول، په پرتليزه توګه اوږده ټیلومېرونه درلودل.

یوې نوې ارثي څېړنې رابرسېره کړې ده چې د زړو پلرونو او نیکونو ماشومان تر نورو اوږد عمر کوي.

په تېر عمر د پلار شوو کسانو څېړنې ښودلې ده چې د دوي ماشومان په ارثي توګه د اوږد عمر کولو جوګه دي.

د عمر په تېرېدو سره د نارینه په کټه سرو حجرو یا Sperm Cells کې داسې ارثي توپیرونه منځ ته راځي چې په پایله کې د دې وګړو ډی ان اې DNA ، ماشومانو ته د اوږد عمر ځانګړتیا وربخښي.

دغه موندنې د متحده ایالاتو د علومو د ملې اکاډمۍ وروستۍ خپرونې د هغې څېړنې له مخې خپرې کړي دي چې په نږدې ۱۸۰۰ ګډونوالو باندې تر سره شوې ده.

د ارثي علومو پوهان له اوږدې مودې راهیسې په دې پوهېدل چې د عمر اوږدوالی د ټېلومېر Telomere په نامه د هغو جوړښتونو د اوږدوالي سره نېغه اړیکه لري چې د کروموزومونو په څوکو کې ځای لري.

په ډېرو مواردو کې اوږده ټېلومېرونه د اوږد عمر په مانا ده.

د ټیلومېر دنده دا ده چې د کروموزومونو له خوړل کېدو نه مخنیوی وکوي.

خو په تېرمهال کې څېړنو ښودلې ده چې په ډېری حجرو کې د عمر په تېرېدو سره ټېلومېرونه په خپله لنډېږي او د کروموزومونو په خوندي ساتلو کې تر داسې کچې پورې پاتې راځې چې حجرات نور تکثر نه کوي.

د دې په پایله کې د انسان د ژوند اوږدوالی په پرتلیزه توګه لنډېږي.

اوس څېړنې ښودلې ده چې په کټه سرو حجرو کې د عمر په تېرېدو سره ټیلومېرونه د لنډېدو پر ځای لاپسې اوږدېږي.

څنګه چې کټه سرې حجرې یا سپرمونه له پلار نه ماشومانو ته د ارثي ځانګړنو د لېږدولو دنده لري، د اوږدو ټېلومېرونو ځانګړنه هم د ماشوم حجرو ته لېږدېدل کېږي، او په دې توګه د عمر په وروستۍ برخه کې د زېږول شوو ماشومانو د ټولو حجراتو ټېلومېرونه اوږده وي.

د دې په پایله کې د زړو پلرون د ماشومانو عمرونه هم تر نورو اولادونو اوږده وي.

دا نظریه د هغو فلیپیني ځوانانو په ارثي مطالعه کې جوته شوې ده چې په دې څېړنه کې یې ګډون کړی و.

د څېړنې له مخې هغه ځوانان چې پلرونو یې دوی په تېر عمر زېږولي ول، په پرتليزه توګه اوږده ټیلومېرونه درلودل، او هغه ځوانان چې نیکونو یې هم په تېر عمر د دوي پلرونه زېږولي ول، تر دوي هم اوږده ټېلومېرونه درلودل.

که څه هم په تېر عمر پلار کېدنه د جنین د زیان په ګډون د ځینو روغتیایي خړپړتیاوو سره مله ده، خو دا ډله څېړونکي په دې آند دي چې له زړو پلرونو نه په مېراث کې د اوږدو ټیلومېرونو تر لاسه کول د عمر د اوږدوالي سربېره د پوستکي، هاضمې جهاز، او د بدن د ساتندویه سیستم د پیاوړتیا په څېر نورې ښېګڼې هم لري.

کتونکي بیا وایي چې نورې څېړنې ته هم اړتیا ده چې دا جوته کړي چې د ناوخته پلار کېدو ګټې تر تاوانه ډېرې دي.

ورته مطالب