د بشر نويد کالم پښتونخوا: د امن په نوم

ډرون د انځور حقوق
Image caption د امن په نوم امريکا ډرون حملې کوي، ترهګري ختموي او په غبرګون کې چې ترهګر کوم جنګ کوي هغه د پښتنو په خاوره د پښتنو سر له مينځه وړي.

امن څومره خوشبين نوم دی،

امن خوږه تسله ده،

امن د کيکر ګل دی چې په غنو کې خپله ادا کوي.

امن له جګړې ستړو لپاره د دمې سيورى دی.

امن د انسان لومړۍ او وروستۍ غوښتنه ده.

امن نن د ټولې نړۍ ارمان او هيله ده، امن د زيتون ډکى د سپينې کونترې په مښوکه کې نړيواله نښه ده.

څوک چې د جنګ واجد دى هغوى هم امن غواړي، څوک چې د پېريانو په دغه جنګ کې بې وسه دى هغوى هم سپينې جنډې رپوي.

عرب، عجم او ټول اۤدم امن غواړي.

خو،

د امن په نوم په ټوله نړۍ کې د جنګ حالت دی.

د امن په نوم په نړیواله منډهي کې د وسلو کاروبار په درز کې روان دی، يو طرفته لوی طاقتونه د انسانيت د کومک په نوم وړو غريبو ملکونو له غنم، وچې شیدې، داروګان، نور خوراکي توکي، ګرځنده خېمې، د ژوند نورې اسانۍ ورکوي، خو کمکي شيانو باوجود هم هغه ملکونو سره د امن په نوم وسلې جنګي الوتکې، جنګي سامانونه په قرض سودا کې ورکوي، د امن په نوم واړهٴ ملکونه، د لويو ملکونو ټول عمري پوروړي دي.

موږ د امن په نوم څومره ښکلى خواږه زهر له ستونزي تېروو، ځانمرګي حرام هم وايو، او په حرامو کې د جنت ننداره هم کوو.

په جنګ کې کلى، کورونه، ښارونه، روغتونونه، سړکونه، ټولې ابادۍ چې ورانيږي، بيا د امن په نوم غټې غټې پروژې، پراجيکټونه، دغه وران ځايونه جوړوي، دغه جذبې ته د انساني خدمت، د انسانيت ښېګڼه، انساني او اخلاقي همدردي ویلي کېږي.

د امن په نوم څنګه څنګه ناکردې روانې دي.

فضا د بارودو د ترخو لوګو نه خيرنه خيچنه ده، اۤکسيجن او کاربن ډای اۤکسایيډ په يو بل کې تحليل شوي دي، په پاکو پاکو يخو واورينو هواګانو کې اورپکو اور او تپ پوکلى دى.

د چاپېریال ساتنې ماهرين د ماحولياتو د صفايۍ او په هوا کې د تازګۍ په اړه څو څو ورځې سيمنارونه راجوړوي او د امن په نوم، د انسان د ماحول د پاک ساتلو په غرض کروړونه روپۍ په تحقيقي مقالو اورولو، اورېدو لګوي، خو د ماحولياتو يو ماهر څېړنکار دا نه وايي چې دا فضا دا هوا چا خيرنه کړې ده.

د امن په نوم د ټولې دنيا اتومي طاقت ورځ په ورځ د لنډې او اوږدې فاصلې پورې ويشتونکي توغندي جوړوي، په کاميابو تجربو مبارکۍ اخلي، د جنګ سامان ډېروي هم او د امن مقدس نوم ته جنګي سرونه په احترام ټيټوي هم.

ډرون بریدونه

د امن په نوم امريکا ډرون حملې کوي، ترهګري ختموي او په غبرګون کې چې ترهګر کوم جنګ کوي هغه د پښتنو په خاوره د پښتنو سر له مينځه وړي.

د امن په نوم دلته پوځي عملیات کېږي، خو د کوم ناسور اپرېشن چې کولی شی هغه له يو ګوټ نه بل ګوټ ولاړ شي. د رنځور غاښ په ځای روغ غاښ ايستل کيږي.

د امن په نوم د پاکستان مدني و پوځي بيوروکرېسي د خپلې لارې، سړک، فضا، افرادي قوت، کمېشن او کرايه غواړي چې د پاکستان د کراچۍ په سياسي ژبه کې ورته ''بهته خورى'' وايي.

Image caption امن د کيکر ګل دی چې په غنو کې خپله ادا کوي.

د امن په نوم وسمشر زرداري د خپلې ډلې او د اتحاديانو کمزورۍ پټې کړې دي، د عدليې سره د جنګ غوندې خطرناک عمل ته یې د ډېموکرېسۍ نوم ورکړی دی.

په پښتونخوا کې د امن په نوم اې اين پي په جنګ جنګ کې د خپل اقتدار وخت پوره کړ،

خو په وزيرستان کې د ‎ټولو غاړو په ګډون اوس هم د پښتونخوا والي تللى نه شي چې د قبایلو سرکاري دربار ته خطاب وکړي او کُلا لونګۍ پسر کړي.

پېښور کې اوس هم د کلاشنکوف په سيوري لمونځ ادا کيږي.

د قبر جنازې حاضرۍ کمې شوي دي.

د امن په نوم دا جنګ اوس هم روان دی، زموږ په خاوره جلا جلا نومونه د سياست، د اقتدار، او د قامي مشرۍ او رهبرۍ لپاره په استعمال کې راغلي دي.

د اسلام ټیکه دار

يو زمانه وه چا د اسلام په نوم ټېکه داري کوله، چا د انقلاب په نوم.

زموږ طرفته د پښتو په نوم بازار ګرم و، انقلاب او پښتو تړلي وو، خو ژبه مو پښتو وه، انقلاب مو د مسکو وه.

د اسلام په نوم چې کومو قوتونو ثوابونه وېشل، د هغوى جوماتونه او مدرسې هم په پښتو کې وې خو فنډونه او مهربانۍ يې د وهابيانو وې.

خو اوس حالات بدل دي، ټوله نړۍ يوکلی شو، جنګونه يو دي، شريک دي، خو ګټه او تاوان يې جلا جلا دي، د غټې جنګ پرستې دنيا بادار د امن په نوم خپله وسله بارود په وړو ملکونو خرڅوي، او خپل زور اۤور اۤداب پرې مني.

موږ د غريبو ملکونو خلک د امن په نوم، نړیوال خيرات ته په کتار کې ولاړ يو، د خرڅ شوو ضميرونو د تسلیت لپاره يو فقير بل ته وايي چې:

فقيره دوه ګټې دې وکړې

يو دې خير راوړو بل دې وکړل ديدنونه

ورته مطالب