"هېګز- بوسون" ته د یو ورته بڅري د موندنې پخلی وشو

Image caption څنګه چې بوسون هېګز یو بې ثباته بڅری و نو هم هغه وخت د سترګو رپ سره ورک شوی دی، او فزیکپوهانو یې یوازې د شتون نظریاتي لاسوند درلود.

په یوې لویې او بې سارې فزیکي آزموینې باندې بوختو ساینس پوهانو لمانځلې ده چې "بوسون– هېګز" ته ورته یو بڅری یې موندلی دی.

سیانس پوهان له تېرې نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د یو داسې خیالي بڅري په لټه کې ول چې تر اتوم هم کوچنی دی، او د نړۍ پنځولو کې یې بنسټیزه ونډه درلودلې ده.

"هېګز- بوسون" هغه خیالي بڅری دی چې د فزیک د سټندرد ماډل تیوري له مخې، د نړۍ د پنځون په مهال د لویې چاودنې "Big Bang" د پېښېدو سره جوخت یوازې د یوې لنډې مودې لپاره څرګند شوی و.

د نړۍ د پیدا کېدو نه د مخه توکو وزن او کتله نه درلوده، خو کله چې "هېګز- بوسون" د لوړې انرژۍ سره راڅرګند شو نو د یو لړ فزیکي تعاملاتو نه وروسته یې توکو ته کتله یا څومره والی ور وبخښه، او اوسنۍ نړۍ منځ ته راغله.

څنګه چې "بوسون هېګز" یو بې ثباته بڅری و نو هم هغه وخت د سترګو رپ سره ورک شوی دی، او فزیک پوهانو یې یوازې د شتون نظریاتي لاسوند درلود.

د تېرو څه باندې دوه کلونو راهیسې د سویس او فرانسې پولې ته څېرمه، نږدې ۸۰۰۰ ساینس پوهانو په یو ګران بیه لابراتوار کې د "هېګز- بوسون" په لټې پسې، د فزیکي آزموینو یوه ستومانونکې لړۍ پیل کړې وه، چې ایله اوس یې د دې خیالي بڅري د رښتینتوب پخلی کړی دی.

که څه هم د دې علمي پلټنو لړۍ لا روانه ده، او هڅه کېږي چې د دې زورور بڅري د څرنګوالي په اړه نور مالومات هم راټول شي، خو ساینس پوهانو د دې موندنې ارزښت بې ساری بللی دی.

نورو بیا دا موندنه د ارزښت له مخې په شپیتمه لسیزه کې سپوږمۍ ته د انسان د ختلو سره برابر بللې ده.

پوهاند پیتر هېګز، د چا په نامه چې دا بڅری نومول شوی دی، نږدې نیمه پېړي د مخه د داسې یو بڅري د شتون نظریاتي وړاندیز کړی و.

نوموړي د دې بڅري په موندلو د خوښۍ اوښکې وبهولې، او د څېړنې نورو برخه والو ته یې مبارکي ورکړه.

د بڅریز یا ذروي فزیک پوهانو هیله څرګنده کړې ده چې د "هېګز– بوسون" بڅري د پېژندلو سره به د نړۍ د پنځون په اړه د انسانانو په پوهه کې خورا ډېره زیاتوونه وشي.

دا یرسېرونه به په تېره د تورو توکو یا "Dark Matter" په پېژندنه کې دېره ګټوره تمامه شي.

تور توکي د ټول کهکشان په سلو کې ۹۶ برخې جوړوي، خو د دې موادو په اړه د انسانانو مالومات د هېڅ سره برابر دي.

ورته مطالب