د هنرمندانو لپاره مرسته که د سرکار د سر صدقه!؟

د انځور حقوق BBC World Service

د پښتونخوا د کلتور وزير ميا افتخار په خپل لاس د ميډيا (رسنیو) د کامرو پر وړاندې په نشترهال کې هنرمندانو، فنکارانو ته امدادي چېکونه ورکړل.

د ژوندو سره د مړو هنرمندانو او فنکارانو برخه هم ورسېده.

د ميا صاحب د فنکارانو سره ذاتي تعلق، همدردي، مينه په خپل ځای د ستاینې ده، خو څنګه چې په دغه تعلق، همدردۍ، او مينه کې خپلې خپلې مرتبې دي، دغه شان په سرکاري مرستې کې هم د خدايي وېش په شان چا ته يو شان، چا ته بل شان، چا ته لږه، چا ته ډېره، چا ته ډېره لږه، چا ته ښه ډېره!

بندې لفافې چې د قسمت پوڼو په شان چا وسپړلې نو د هر چا خپل خپل قسمت وه. چا ۲۰ زره، د چا ۲۵ زره، د چا ۵۰ زره د چا ۷۵ او اخري مرستې د يو لک روپیو پورې وه.

په دغه لفافو کې د مړو هنرمندانو او فنکارانو برخه هم وه.

دا د پښتونخوا د کلتوري څانګې له خوا د ثقافت په نوم د را روانې روژې لپاره يوه صدقه وه. په بله مانا دا د حکومت د ټول فساد نه يوه برخه وه. د سرکار د سر په صدقه کې دې فنکاران هنرمندان قبوله کړي!!

ما ته يو سپين ږيري فنکار د لفافې تر لاسه کولو وړاندې په ټيلي فون اړیکه کې وویل:

که دا مرستې د يو لک روپو نه کمې وي نو بيا يې نه اخلم ځکه چې په دې فهرست کې د شاملولو لپاره تا او نورو ملګرو په رسنیو څومره ډېر ليکل کړي دي.

ما ورته وویل: دا د مېلو د شا وېښته دي. دا د سرکاري خزانې نه ستا په نامه په چېک کې ليکل شوي دي.

که څوک دا اخلي او که نه اوس د سرکار په حمام کې لوڅ ليکل شوي دي. د هغه په بنده لفافه کې ۷۵۰۰۰ روپیو چېک و.

د سرکار له خوا د دې مرستې دستورې ځان ته ځانګړې بجټ (بودجه) کې هم د ادارې د ښاغلو ځان ته يوه برخه وي.

که د دې ټولو برخو نه فقط د هنرمندانو او فنکارانو يوه برخه جوړه کړل شي نو د بندو لفافو په سپړلو به د چا په تندي ګونجى نه راتللې.

خو د اتومي پاکستان غوندې هېواد يې د زلزلو، سېلابونو، قدرتي اۤفتونو او د ځمکې دهشت ګردۍ د ځپلو پر سر خوري، نو د دې وطن ادارې هم دغه شان د غريبو فنکارانو او هنرمندانو د "يه قربان او يکه زار" په سر غټې تنخواګانې اخلي او هم د غريبانو شاباس او دعاګانې غواړي.

دلته د ثوابونو، د دعاګانو خپله خپله بيه وي. سرکار د ثواب يا دعا لپاره دا هر څه نه کوي. د پښتونخوا اوسني حکومت خو د جوماتونو او حجرو لپاره هم مرستې ورکړي دي.

د مرکزي حکومت له خوا د "بېنظيرې" په نوم هم خلک سرکاري زکاتونه اخلي. خو دا د چارواکو، او سياسي حکمرانانو ډلو د پلار نيکه د جایداد څخه خېرات _ زکات نه وي.

دا هر څه سرکاري وي. هر څوک په خپل انداز او طريقه وېش کوي. د کلتور څانګه د فنکارانو لپاره مرستې ورکوي. هسې خو که د غريب پښتون د وطن هر کس ته فکر وکړو نو هر یو يې د مرستې مستحق دى.

خو دا طبقاتي ټولنه ده، دا طبقاتو جنګ د مذهب او د مسلک په نوم بدل شوی دی. په يوه طبقاتي ټولنه کې چې چا ته لږه، چا ته ډېره حاصله ده دغه ډول د دې وطن لوی سرمايه دار، لوې جاګيردار ''اعلٰى بالا حکام'' معتبره اشرافيه د کروړونو، اروبونو فساد کوي.

په سرکاري ژبه ورته "کمېشن" ويل کیږي خو د وړې ځپلې ټولنې غريب بې وسه، بې وزله يې د زرګونو د مرستې لپاره په يو درخواست کې هغه سوالي لفظونه تحرير کوي لکه په بازارونو کې چې يې سوالګر بيانوي.

د اوږي ځپلي وطن غريب د بدبختۍ او غربت د کرښې نه لاندې ژوند تېروي او هم د دغه غريبو خلکو حکمرانان او باداران د جهان د مالدارو خلکو سره د اول نمبر او دوېم نمبر د مالدارۍ په مقابله کې منډې وهي.

د پاکستان د ټولو قومونو، د ټولو صوبو د طبقاتو په خپل مد کې ځان ته مرتبې دي. د مثال په توګه د پنجاب او سند د فنکارانو هنرمندانو، شاعرانو، اديبانو لپاره د هغوى د چارواکو په شان مطابق یو ډول لفافه وي.

زموږ د پښتونخوا د کلتور په لفافو کې به بل شان ''مهربانۍ'' بندې وي. زموږ د کلتور د څانګې د لفافو مهربانۍ د فنکارانو هنرمندانو، شاعرانو، اديبانو او د فنون سره د تعلق لرونکو ښاغلو پښتنې انا په دغه لفافه وژنې لکه چې دا مرستې نه وي.

د لفافې تر لاسه کوونکو د پښتني او فني غرور د وژلو لپاره د زهرو پوڼۍ وي.

د کلتور د څانګې له خوا د جون په۳۰، په نشترهال کې هنرمندانو او فنکارانو ته د هغوى د فن د اعتراف په نوم داسې لفافې ورکړل شوې چې د هر غريب فنکار او هنرمند دننه يې يو فن او فنکار وژلی دی.

د پښتنو فن او فنکار په "طالبانايزېشن" کې هم خوار شو او سياستونو چې پرې ځان ته همدردۍ واخستې او دا وايي چې د پښتنو ثقافت په دهشت ګردۍ کې متاثره شو، نو اوس يې وګورئ په پښتونخوا کې د شهيد پېکج او ټول پښتون کلتور د بندو لفافو تر منځ څومره توپير دی!؟

دلته د سقراط يو قول راياديږي چې هغه فنکار د ټول قوم شناخت او استازي ګڼي، هغه وايي!

''څوک چې د يو قوم ذهن معلومول غواړي نو د هغوى سندرې دې واوري''.

د سقراط د قول په رڼا کې چې بل قوم د پښتو ذهن معلوموي نو که هغوی د پښتونخوا سندرې اورېدې نو پښتون ته به څه وايي!؟

ورته مطالب