معده دويم ماغزه دي، ويې منئ

Image caption ګېډه د ماغزو سره په نېغه اړیکه کې، د انسان د احساساتي روغتیا نه نېغ په نېغه اغېزمنه کیږي.

د طب او انځوریزې تکنالوژۍ په ډګر کې وروستیو پرمختګونو د انساني معدې یا ګېډې داسې وړتیاوې او ځانګړنې رابرسېره کړي دي چې ډاکټران پرې تر ډېرو وروستیو پورې نه ول خبر.

تر وروستیو پورې ګېډه د یو ډېر میخانیکي غړي په توګه پېژندل کېده، او تر ډېرو پورې ډاکټرانو یوازې د ګېډې ارتجاعي ځانګړتیا د انسان د هاضمې جهاز د فعالیتونو په څارلو کې ښکېله بلله.

اوس د همدې نوې انځوریزې تکنالوژۍ پر مټ څېړونکو جوته کړې ده چې د ګېډې دنده پېژندنه یا فزیولوژي تر هغه څه ډېره پېچلې ده چې تر اوسه ګومان کېده.

په ګېډه کې په اټکلي توګه د نژدې ۱۰۰ ميلیونه عصبي حجرو شتوالی، او د انسان د اروایي او احساساتي روغتیا سره د ګېډې نېغه اړیکه، له مرکزي عصبي سیستم نه وروسته ګېډه د انساني اناتومۍ د تر ټولو لوی عصبي غړي په توګه څرګندوي

ځینې خو په همدې بنسټ ان ګېډې ته د بدن د "دویمو ماغزو" نوم هم ورکړی دی.

څېړنې ښیي چې که څه هم ګېډه د ماغزو په څېر پیچلي عصبي تعاملات نه تر سره کوي، خو د خوړو د ماتولو، ګډولو او هضمولو په څېر د ډېرو نورو ورته ځایي فعالیتونو عصبي څارنه په خپله کوي.

د دې ترڅنګه ګېډه د ماغزو سره په نېغه اړیکه کې، د انسان د احساساتي روغتیا نه نېغ په نېغه اغېزمنه کیږي.

د بېلګې په توګه، ځینې کسان له ډېرې اندېښنې نه "په ګېډه کې د تاو راتللو" نه سرټکوي، چې دا په خپله په ګېډه باندې د انساني اعصابو او احساساتو د اغېزې ښکارندویي کوي.

د ګېډې په انساجو کې د عصبي او هورموني مرکزونو شتوالی ګېډې ته دا وړتیا بخښلې ده چې، د بېلګې په توګه، د مړښت او لوږې په شېبو کې انسان خوراک او له خوراک نه ډډې کولو ته راوبولي.

څېړونکو اوس په ګېډه کې یاد شوي مرکزونه پېژندلي او څېړلي دي، او د همدې څېړنو پر بنسټ یې د ډېرو داسې ناروغانو درملنه کړې ده چې له ډېر چاغوالي ځوریږي.

ډاکټران اوس په دې برلاسي دي چې د جراحي عملیاتو پر مټ د ډېرو پنډو ناروغانو له ګېډې نه د لوږې د احساسولو مرکز ړنګ کړي.

د دې په پایله کې به د ناروغانو دا ډله د ډېرې لوږې احساس نه کوي، او ژر به مړیږي چې په پای کې به اضافه وزن له لاسه ورکړي.

ډېر چاغوالی د بېلا بېلو ناروغیو لامل بلل کیږي، چې اغېزناکه درملنه به یې د دې ناروغیو پر وړاندې ښه مخنیویز یا وقایوي ګام وي.

هیله څرګنده شوې ده چې د ګېډې د عصبي وړتیاوو څېړنې، د پورته بېلګې سربېره، د انساني روغتیا لپاره نورې ګټې هم له ځانه سره ولري.

ورته مطالب