د بشرنوید کالم پښتونخوا: بې درکه اباسين

د انځور حقوق coke studio
Image caption پښتنو چې د اوبو د وېش په نوم د سيندونو پلار خرڅ کړ نو بيا دا نوم د پښتونخوا د سرکاري کانال لپاره خوښ کړ شو.

هوښيارانو به يو متل کاوه چې "اوښ په بډه مه وهه". ساده خلک به يو ساعت فکر واخیستل چې اوښ به څوک څنګه په بډه وهي. خو وخت او حالاتو د تېرو هېرو متلونو، لنډو او تورو مانا پرته ډکشنرۍ وښودلې.

اوس خلکو وليدل او په روان عصر کې يې ويني چې اوښان په بډه وهل کيږي، دا څه دومره د حېرانتيا خبره نه ده.

د پښتنو اباسين خلکو وليد چې د اوبو د وېش په نوم خرڅ شوی دی. پښتانه خبر هم نه وو د هغوى د ''سيندونو ابا'' خرڅ شوی و.

چې د کوم قام پلار خرڅ شي نو د زامنو به يې څه ضمانت وي!؟

د پلارانو د زامنو د خرڅ خبره خو ډېره لرې پاتې کيږي، که چا د امریکا په عدالت کې د اېمل کانسي په مقدمه کې د امريکايي وکيل دا خبره راياده کړ:

''پاکستانيان به د پېسې لپاره مور هم خرڅه کړي''

اخ الله، څومره غټ پېغور دی. څوک چې مور خرڅولى شي نو هغوى ته د پلار خرڅول بده نه ښکاري. د پښتنو اباسين هم د دغه خرڅون يوه کړۍ ده.

پښتنو چې د اوبو د وېش په نوم د سيندونو پلار خرڅ کړ نو بيا دا نوم د پښتونخوا د سرکاري کانال لپاره خوښ کړ شو.

په پاکستان کې د بېلا بېلو قومونو د ژبو ځان ته چېنلونه ترتيب شول.

ټول پښتانه د اباسين چېنل لپاره خوښ وو. دا به يې ويل چې سرکار به په اول ځل پښتون شي.

پښتونخوا به هم جوړه شي. ميډيا (رسنیو) به يې هم په پښتو کې خبرې وکړي خو دا دې پنځه کاله تېر شول، اباسين چېنل اوس هم بې درکه دی.

کله کله د اطلاعاتو وزير د خپلې وظيفې (دندې) تر حده د اباسين خبره وکړي. لکه په تېرو ورځو کې د پښتونخوا په اېوان کې د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حېسن وويل!

''ډېر زر به اباسين چېنل پېل شي، دا به ډېر اول اول شوى وای خو له بده مرغه د پښتو يو ذاتي چېنل په دې لاره کې خنډ پیدا کوي''

اباسين چېنل په اړه د اطلاعاتو د وزير وړاندوینې او په دغه وړاندوینو کې د سرکار په اجاره کې ذاتي چېنل خنډ يادول په ذهن کې دا پوښتنه راپیدا کوي چې زموږ د سرکار نه د ذاتي چېنل واکداران، مالکان دومره زورور دي چې هغوى د پښتونخوا د سرکار اباسين په خپل موټ کې رانيولى دى.

دلته د اباسين د پېريانو د قبضې سره نورې ډېرې پوښتنې راپیدا شي، چې د خپلې خاورې خپل اختيار په ضد دي.

لکه موږ دعوه لرو چې موږ صوبايي خود مختاري واخیسته.

خپله خاوره خپل اختيار مو تر لاسه کړ. د پښتونخوا نوم مو وګټه خو د خاورې په اختيار کې د صوبايي خودمختارۍ په دعوه کې زموږ بجلي (برېښنا) نه شته. تولید زموږ، اختيار يې د بل!!

اباسين زموږ، خو دعوه دار يې د اسلام اباد پېريان ماماګان!

د صوبې يو حکومت په خپل اختيار کې دومره بې وسى ښکاره کوي چې د اباسين په لاره کې خنډ پیدا کوونکى نوم هم نه شي اخستى نو اباسين به د ذاتي قبضې نه څنګه خلاصوي!؟

پښتانه به فکر کوي چې دا دومره مضبوط، زور اۤور څوک دى چې وزير صاحب يې د اباسين په اړه نوم هم نه شي اخستى.

دغه مشکل به ور ته زه هوار کړم. زه که د خاورې اختيار نه لرم د قلم اختيار لرم، چې خپلو پښتنو ته دغه قوت راښکاره کړم!

د اباسين چېنل په مخ کې چې سرکار کوم قوت يادوي دا د اسلام اباد "ای وي ټي خېبر" مالکان ښيي.

زورور يې ځکه يادوي چې د هغوى اړيکې د پوځي وردۍ سره دي.

زموږ جمهوريت خوښي، روښان فکره انقلابيان، قوم پرسته سياستمداران چې خپل ټول سیستم د وردۍ د قبضې نه خلاصولی نه شي نو اباسين به پښتونخوا ته د پښتو د ژبې په توګه څه ورکړي!؟

اباسين خو خرڅه شوې سودا ده!

اباسين خو بايللې جواري ده!

اباسين خو د ګټو په قرضونو کې ادا شوی دی!

د اباسين زامن هم خرڅ شوي دي، پلار يې هم د بایللي جوارۍ داوٴ دی!

لکه ماشومانو چې به په لوبو کې ويل!!

يا هلکه څوک يې

پلار دې جوار ګر دی، مور دې لاړه په پېسو کې

د ماشومانو د لوبو ټوکو په سندرو کې هم موږ خرڅ شوي ياديږو.

څومره بدبختي ده چې تاريخ موږ څنګه معارفي کوي. موږ د تاريخ د پاڼو د یادونې نه په څټ ګرځو. په داسې حال کې خو ځکه د اباسين مانا غلطيږي.

د پښتو اباسين چېنل د اسلام اباد په لټ کې نښلي، خو بقول د پښتونخوا د ذمه وارو چارواکو چې اباسين په کوم لټ کې نښتی دی.

لټ او دانه هر څه ښکاره دي، خو دلته د خپلې خاورې په پردې اختيار کې اباسين څه عجيبه سزا خوري.

د اباسين زامنو ته لټ او غل معلوم دي خو اوس هم د پښتو بادار د خپل اختيار سره د اشارو په ژبه خبرې کوي.

دلته ما ته يوه ټوکه راياده شوه. د والي سوات په زمانه کې په ''دله'' ويلو بندېز و. که چا به بل ته ''دله'' ويل نو اتانيز جرمانه به پرې لګېده، بيا به خلکو ويل!!

''يې يې خو اتانيز نشته!!''

زموږ صاحبان د يو اباسين غل نه شي په ګوته کولی نو د ټول پښتون قام او د پښتو ژبې غل ته به څنګه غل وايي!؟

ورته مطالب