ستاسې غږ: د دوديزو جرگو د پريکړو اړخونه

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - چارشنبه 18 جولاې 2012 - 28 چنګاښ 1391

کلېکاږل ستاسې برېښناليکونه

د بشري حقونو نړيوال سازمان د افغانستان د عدلي قضايي سيستم غندنه کړې

افغان ولسمشر حامد کرزي دا منلې چې تيرو ۱۰ کلونو کې د نړيوالو له ملاتړ سره سره حکومت نه دى توانيدلى چې هېواد کې عدالت پرځاى کړي .

د (چارشنبې) په ورځ کابل کې د ښځينه قاضيانو د فراغت غونډې ته د وينا پرمهال ښاغلي کرزي وويل ، د عدل د حکومتي ادارو د نه وړتيا او پر خپل وخت پر قضيو د نه غور له کبله د کليو او بانډو او حتی ځينو ښارونو خلک د خپلو لانجو د هوارولو په موخه دودويزو جرگو ته مراجعه کوي .

افغان ولسمشر حامد کرزي داهم ويلي چې ځينې وخت داسې هم شوي چې حکومتي قضايي ادارو کې د عدالت د پرځاى کيدو پر ځاى د خلکو حقونه ترپښو لاندې شوي دي .

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ، د افغانستان د عدلي _قضايي سيستم غندنه کړې ده او ويلي دي چې د ملگرو ملتونو د یوې ارزونې له مخې تر ټولو ډير څارنوالان او قاضيان په فساد کې ښکيل افغان چارواکي دي .

"ترټولو ډير څارنوالان او قاضيان په فساد کې ښکيل افغان چارواکي دي"

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان

ډيرى له دې نظر سره همغږي دي چې په قضا او محاکمو کې د فساد او بډو د شتون له کبله خلک دا غوره گڼي چې سيمه ييزو _ دوديزو جرگو ته لاړ شي .

پوښتنه داده چې:

۱ـ د عدالت دغه دوديزې جرگې څنگه سټې دي ؟

۲ـ ولي خلک د حکومتي محاکمو پرځاى دغو جرگو ته مراجعه کوي؟

۳ـ د دغو جرگو د پريکړو مثبت او منفي اړخونه څه دي؟

۴ـ د لانجو د هوارولو په تړاو د دغو جرگو پريکړې څومره د افغانستان له شته قوانينو سره اړخ لگوي ؟

که غواړئ، چې په همدې اړه خپلې پوښتنې ، نظريې اوشخصي تجربې له موږ سره شرېکې کړئ ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته زنگ ووهئ ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹۰

په فيسبوک کې راته پيغام پرېږدئ او يا هم راته بريښناليک را واستوئ پته يې ده Pashto@bbc.co.uk . د لاندینۍ فورمې په ډکولو سره خپل نظر یا پوښتنه هم راستولی شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

ستاسې برېښنالیکونه:


نورمحمد له کندهاره

څوک چې حکومتي محاکمو کې د خپلو شخړو د هوارولو لپاره د بډو د ورکړې توان نه لري ، نو د لانجو د هوارولو په موخه دوديزوجرگو ته مخه کوي

حضرت الله ريان له خوسته

په افغانستان کې د قضا او محکمو بي عدالتيو خلک غرونو ته پورته کړي دي .

حاجي اخلاص زرمتي له کابله

پخوا د دوديزو جرگو پريکړې پر حقايقو ولاړې وي ، خو اوس د دغو جرگو پريکړې عادلانه نه دي .

عبدالخالق له لغمانه

د دوديزو جرگو لويه نيمگړتيا داده چې له نارينه وو جوړې شوې او ښخې په کې استازيتوب نه لري ، نوځکه ډير کله د ښځو حقونه په کې تر پښو لاندې کېږې .

نورمحمد له هلمنده

د وسله والو او جنگسالارانو د حاکميت له کبله د قومي مشرانو پخوانۍ تله سپکه شوې او دوى نه شي کولى چې د خلکو د لانجو په هوارولو کې رغنده ونډه ولوبوي .

د او دبي بي سي پښتو فيسبوک کې هم يو شمير اوريدونکو خپلې نظرېې پريښې دي.

اميرمحمد احمد زى

خلک له دې کبله د ددويزو جرگو پريکړې مني چې د اسلامي شريعت له مخې ترسره کېږي.

ګلاجان له ننګرهاره

افغان قاضیان او څارونوالان له دی کبله په خلاص مټ بډې اخلي چې اوبه له پاسه خړې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .