د بشرنوید کالم پښتونخوا: له تورخم نه د کوټې چمن ګېټ پورې!

د انځور حقوق AP
Image caption ''دا احتجاج د ناټو په ضد نه دی، دوى د کرايو رېټ (نرخ) زياتوي''

افغانستان ته د ناټو د رسد په ضد کوټې نه چمن ګېټ پورې د "دفاع پاکستان کونسل" مظاهره کوونکي لاړل او په پښتونخوا کې د تورخم په لاره "جماعت اسلامي" خپل احتجاج ريکارډ کړ.

دوی دا اعزاز هم تر لاسه کړ چې د تورخم لاره په اول ځل په دومره دروند احتجاج بنده کړل شوه.

افغانستان ته د دواړو ګېټونو پورې د "دفاع کونسل" او "جماعت اسلامي" له د مظاهرچیانو بېول، احتجاج کول، يو مقصد او يو غرض لري.

د دواړو همخيالو، درېم زوړ اتحادي "جمعيت العلماء اسلام" په پېښور او کوټه کې بې طرفه پاتېشو.

په کوټه کې خو د جمعيت صوبايي وزير مولانا عبدالواسع او د جمعيت سينټر مولانا محمد خان شيراني په بې طرفۍ کې يو طرفداره خبره وکړه او وې ويل:

''دا احتجاج د ناټو په ضد نه دی، دوى د کرايو رېټ (نرخ) زياتوي''

د "جمعيت العلماء اسلام" د دې اشارې سره د تورخم نه د کوټې چمن پورې احتجاج څرګنده شو چې دا د پاکستان د معتبرو ذريعو استعمال دی.

امریکا او د هغې نړيوال ملګري له پيل نه په پاکستان تور لګوي چې دوى ''ډبل ګېم'' (دوه مخه سیاست) کوي.

لويه لوبه کې "ډبل ګېم" واړه قوتونه کوي، او بيا ورته دا جواز په قوي دليل ورکوي چې ''په جنګ او محبت کې هر څه روا دي''.

د پاکستان او افغانستان په تعلق او ګاونډګيرۍ کې وخت په وخت روا او ناروا، جایز او ناجایزه، حرام او حلال په خپلو کې دومره ګډوډ شوي دي چې تر منځ يې ملګري ملتونه د نړېوالو قوانينو کرښې هم په يو بل کې ورکې شوي دي.

نن چې په تورخم او چمن ګېټونو کې مذهبى ګوندونه د ناټو په ضد احتجاج کوي، نو پرون په دې ګېټونو کې د افغانستان مرورو ته په مذهبي پاکستانيتوب کې دغه قوتونو افغان مهاجرين او ځان ته انصار ويل.

خو مسلمانانو پاکستاني انصارو د ثالث په توګه خپلو مېلمنو سره د واپس تګ لارې نه لټولې، مولانا صوفي محمد چې د ګاونډي ملک افغانستان د حدود خلاف ورزي کوله او وسله وال يې د طالبانو کمک ته بوتلل، نو حکومتي چارواکو نه منع کول چې پاکستان خو په نړيواله اتحاديه کې اوس د کندهار د فېصلې په ضد دی، نو تاسو کابل ته د چا کمک ته ځئ؟؟

موږ ټول عمر په دغه لارو او په دغه دروازو، جنګونو ته خلک لېږلى دي او د جنګونو لپاره مو ورسره په انصاري توب کې حرامتوب کړی دی.

اوس چې په نوي حالاتو کې ناټو ته د لارې ورکولو او په بل صورت کې د دې رسد په ضد احتجاج ته د مذهبي نوم ورکولو جذبې ته فکر وکړ نو په لويه لوبه کې "ډبل ګېم" واضح شي.

د موقعې ګواهي يې "جمعيت العلماء اسلام" ورکړې ده. دا په زوړ شريک جرم کې د ''وعده معاف ګواه'' شکل هم دی.

زموږ مذهبي مظاهرچیانو چې کله په اشارو کې سبق اخستی دی، نو دا لارې بندې شوي هم دي. چې کله پټو فرښتو ته ضرورت راغلی دی نو بيا بندې لارې داسې ازادې شوي دي لکه چې وايي:

''پیريانو ته غزنى څه دى''.

موږ د پټو اشارو، د وخت د حالاتو د ضرورت تر مخه، او د ''نظريې ضرورت'' په رڼا کې ګاونډيان هم په عذاب کړي دي.

ځان مو هم ناباوره، او شکي کړی دی. حتٰى چې مذهب او دين مو هم په پټو پټو اشارو کې قربان کړی دی.

افغانستان ته اوس د ناټو لارې خلاف د دې مذهبي نارې څخه مظاهرچیان بیول کيږي چې ''سبيلنا سبيلنا، الجهاد الجهاد...''

نو زموږ په مذهب کې د لارې بندولو نه پرته د لارې ازادولو دومره حکم دی چې په کومه لاره کې جومات راځي او لاره کې خنډ اچوي نو د لارې د اهميت لپاره د جومات لرې کولو وېنا شوې ده.

زموږ هرې سياسي، ذاتي، يا ملکي داخلي، خارجي مسالې ته د مذهب نوم ورکول کيږى او په نړۍ کې د تهذيبونو او مذهبونو تصادم کې موږ مذهب ډال کوو.

څرګنده خبره ده چې د بل ګزار به اول په ډال وي، او ډال زموږ مذهب دی. ناټو ته لارې مساله هم موږ په مذهبي جذبه وړاندې کوو.

خو په دې فکر نه کوو چې دا لارې خو په بیه په معاهدو (تړونونو) کې خرڅې شوي دي.

که زموږ مذهبي مشران ورته په مذهبي جذبه ګوري نو بيا دې ځانته د عربو په جهالت کې هغه کوهيان را ياد کړي چې اصحابو د يهودانو نه په بیه واخیستل نو مسلمانانو به ترې بې بیې اوبه څښلې.

اوس چې زموږ لارې غېر ملکيانو په بیه اخيستى دي، او زموږ حکمرانانو دا لارې خرڅې کړي دي نو بيا په لاره بندیز د څه؟

د ناټو لارې په لاره کې د مذهب څه رول!!؟؟؟

ورته مطالب