د بشرنوید کالم پښتونخوا: د پاکستان تعليمي پاليسي، بې سوادي زیاتوي!

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان د تعليمي کړنلارې نه د مودو مودو راهیسې خلک سر ټکوي.

په پاکستان کې د بېلا بېلو علمي ادارو له خوا چې کله څه پروژې کار پيلوي نو هغوى يوه سروې (کره کتنه کوي) او بيا د هغه ستونزو په رڼا کې هغومره پېسې ورکوي.

په دغه لړ کې د پاکستان په ادارو کې د دې کار لپاره خپل کار پوهان موجود وي چې هغوى د علمي ادارو نه د زياتو پيسو تر لاسه کولو لپاره هغه شان پروپوزل (وړاندیز) تياروي.

د جنرال ضياء الحق په زمانه کې دلته د ''تعليم بالغاں'' يعنې د نا لوستو پاتې شویو سړو او ښځو لپاره د تعليم يو علمي فنډ (پيسې) منظور شوې وې.

نوي استادانو استخدام شول. د دولتي ښوونځیو د وخت نه وروستو به په ښوونځيو کې دغه نا لوستو ښځو او سړو ته تعليم ورکول کېده، نتيجه يې هيڅ نه!

بل خوا په دولتي ښوونځیو کې حال دا و چې د زده کوونکو لپاره په ځمکه د غوړولو ټاټ (فرش) هم موجود نه و، د سر چتونه هم نه و، او داسې نورې ډېرې ستونزې وې.

خو فنډونه (مرستې/پيسې) د علمي ادارې له خوا د پاکستان د نا لوستو خلکو لپاره و، نو علمي ادارې ته دا تاثر ورکړل کېده چې موږ د پاکستان تعليمي شمېره زیاتوو.

خو په دغه زمانه کې د ''تعليم بالغاں'' په فنډونو (پيسو) جهادي تمریني مرکزونه او د مذهبي، مسلکي جنګونو لپاره د جهاد په لاره دا هر څه لاړل.

زما د دې اوږدې تمهيدي خبرو دلیل د پاکستان د غلطې تعليمي پاليسۍ په رڼا کې راپېدا شوى.

هغه حالات دي چې نن ور سره په ټول پاکستان کې باالعموم او په پښتونخوا کې باالخصوص د نوي نسل زلميان مخامخ دي.

د پاکستان د تعليمي کړنلارې نه د مودو مودو راهیسې خلک سر ټکوي.

پخوا به پښتانه افغانستان او پخواني شوروي اتحاد ته تعليم لپاره تلل اوس چين ته ځي، خو په افغانستان او شوروي اتحاد کې تعليم وړیا و او په چين کې د ''پاک چين دوستۍ'' په رڼا کې دا نرخ او اخراجات دومره لوړ دي چې د هر چا د وس خبره نه ده.

اوس د پښتونخوا د دولتي ښوونځیو، کالجونو، پوهنتونونو دننه داسې پاڼې جوړې شوي چې د چيندرو د کورکو نه هم زيات لنډ تنګ دي.

په چيندرو کورکو کې خو به په يوه پښه ماشومان ارګوډي وکړي، خو د تعليمي پاليسۍ په چيندرو کې د پنجو په سر تګ دی!!

''که دې پښه په کرښه کېښوده لاړې وسوې''

په تعليمي ادارو کې يو داسې امتحان پاس کول لازمي او ضروري دى چې شرطونه يې د فيسونو، داخلو، خرچو او اخراجاتو نه لا ډېر ظالم دي.

اسان مطلب يې دا دی چې د تعليمي پاليسۍ هره اداره په يو بل نا باوره ده.

په امتحاني خونو کې ماړه خلک په پېسو امتحانونو کې کامیابیږي.

د نمبرو مقابله جګه وي، ځکه ورته د تعليمي پاليسۍ په بله اداره کې نورو ''ايماندارانو'' د تعليمي فساد د ختمولو لپاره د مقابلې امتحان جوړ کړی دی.

د دې ټولو تر شا د مړو خلکو يو بل قوت د يو بل تحفظ کوي، د تعليم د اعلٰى شعبو نه چې د لوړې رتبې خلک فارغ شوي دي هغوى ځان ته د پوهنتون د سطحې پورې ذاتي ادارې جوړې کړي دي.

کوم خلک چې د دولتي تعليمي پاليسۍ په جال کې ښکېل شي، هغوى دغه ذاتي تعليمي ادارو ته راځي او په ګرانه بیه باندېزده کړې کوي!

لکه څنګه چې د طب او صحت په لړ کې د دولتي روغتونونو ډاکټرانو ځان ته ذاتي ګران بیه روغتونونه جوړ کړي دي او د بهر هېوادونو په بیه په کې علاجونه کوي، دغه شان د تعليم په مد کې هم ټول غټ قوتونه د خپلو غټو قوتونو ساتنه کوي او د وړو قوتونو وينې څښي.

د داسې حالاتو نه چې، په سختو مرحلو کوم خلک ووځي، نو د غلطې تعليمي پاليسۍ په غبرګون کې هغه د ټولنې نه انتقام اخلي او دغه شان د فساد يوه سلسله روانه ده.

چېرې چې تعليم په بيه خرڅيږي هلته به د لوستو خلکو په احساس کې کومه جذبه وي!؟

دا وخت د پښتونخوا د مکتب نه را واخله د پوهنتونونو د سطحې پورې ټول طالب علمان او د هغوى پلرونه سرګردانه دي.

که د تعليمي پاليسۍ په چيندرو کې دې په کرښه پښه راغله نو يو کال به يې د تعليم سلسله خرابيږى.

که د ذاتي تعليمي ادارو دننه ورځې نو د هغې خرچې برداشت کولی نه شئ.

درېمه لار په تعليمي ويزه بهر ته د تللو ده.

بهرنیو هېوادونو کې مزدوري او تعليم په ځان کې نورې ډېرې ستونزې لري.

د پاکستان دننه څلورمه لاره ديني مذهبي ادارو ته ورتګ دی، خو دا کره کتنه به څوک کوي چې دغه مدرسې د چا دي!!؟؟

د څه دي!!؟ او څه به ترې جوړوي!!؟

د علمي ادارو په پیسو، مرستو غټې پروژې، (NGO) کارونه کوي، چې نتيجې يې په کاغذونو کې وي، په ولسونو کې نه وي.

که زموږ تعليم او صحت ته دغه پاملرنه وشوه نو د ټولنې لپاره د لوستو او صحت منده خلکو ضرورت وي.

د نا لوستو خلکو نه په اسانه ترهګر جوړيږي او د رنځور نه غل، ډاکو، ګداګر او سوالګر!!

په پاکستان کې هغه خلک مذهبي مدرسو يا د انتها پسندۍ لارې ته په اسانه ورځي چې يا نا لوستو وي، يا کمې زده کړې ولري او يا د غلطې تعليمي پاليسۍ په وجه د تعليمي سلسلې جاري ساتلو نه محرومه پاتې شوي وي.

اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان د خپل نوي نسل نه څه جوړوي!؟

ورته مطالب