بهرنى نه, افغان به افغان يادوي

د انځور حقوق AFP
Image caption راځئ دا وپوښتو چې دا سرتېري څوک دي؟

په یوې امریکایی ورځپاڼه کې مې د کابل سردار داود خان د روغتون په اړه یو دردوونکی راپور ولوست چې د ملي اردو او امنیتي سرتېرو د درملنې او عمومي حالاتو څو انځورونه هم ورسره وو.

دا بېله خبره ده چې ولې دا راپور اوس خپور شو.

دا امکان هم شته چى دا راپور د یوه سیاسی هدف لپاره خپور شوی وي چې د امریکا په اوسنیو سیاستوالو فشار راوړل شي، ورڅخه وپوښتل شي چى ولې يې په افغانستان کې د مالیې پیسې سمې نه دي لګولي؟

خو د تاسف وړ خبره دا ده چې لا تراوسه هم د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د دې انځورنو او د ملي اردو د سرتېرو د درملنې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي..

د ملي اردو د سرتېرو د دې حالات مسووليت نه یوازې ولسمشر او حکومتي چارواکي په غاړه لري بلکې موږ ټول افغانان په کې ونډه لرو.

راځئ دا وپوښتو چې دا سرتېري څوک دي؟

آیا دوی د کوم گاونډي ایجنټان (جاسوسان) دي چې موږ ظاهرا ترې ډېره کرکه کوو؟

آیا دوی بهرنیان دي؟ ځکه د بهرنیانو په اړه هر هېواد په خپل وار د خپلو سر تېرو معلومات په پراخه توګه خپروي.

دا ټول افغانان دي، دوی هغه افغانان دي چې د خپل وطن نه د دفاع په خاطر يې ځانونه قربان کړي دي.

دوی هغه افغان سرتېري دي چې هیڅوک يې له لوړ پوړو چارواکو سره خپلولي او یا تنظیمي اړیکي نه لري.

دوى له عام ولس څخه دي چې د چارواکو او مشرانو د وطنپالۍ ویناو پرې تاثیر کړى او يا هم ښایي له دوی ټولو سره د وطن مینه وي.

دا به کاملا ناسمه وي چې ملي اردو ته د ولسمشر لښکر او یا ملي اردو یوه ګروپ او تنظیم پورې وتړل شي. ځکه دا ځوانان د افغانستان اولادونه دي چې د وطن په لار کې یې ځانونه قربان کړي دي.

زه د یوې افغانې مدني ټولنې د فعالې په توګه خپل ټول هغه شکایتونه او د حکومت او ملي اردو ټولې نیمګرتیاوې یوې خواته پرېږدم او غواړم دا څرګنده کړم چې د حکومت او د هغوی د همکارانو د ناسمو پالیسيو قرباني بايد عام سر تېري نه وي.

موږ دا دردناکی حالات نه شو زغملی چې د عام ولس اولادنه چې په جګرو کې زخمیان شوي دي له تدریجي مرګ سره مخامخ شي.

زه له ټولو متعهدو افغان خبریالانو او رسنیو غوښتنه کوم چې د افغان سرتېرو د شهادت، ټپي کېدلو وخت، د دوی نومونه، عمر او داسې نور په منظمه توګه راټول او خپارۀ کړي.

دا څرګنده ده چې ښایي په اوسنیو حالاتو کې زما ورور، ستا (لوستونکي) ورور به د جګړې ډګر ته نه ځي خو دا حقیقت موږ د دې لوی مسوولیت څخه نه شي خلاصولی چې د افغان امنیتي.

سرتېرو په مړینې او یا زخمي کېدلو او د هغوی کورنیو ته د ډاډګېرنې په برخه کې چپه خولۀ پاتې شو.

آیا موږ د ملي اردو سرتېرو ته په کومه سترګه ګورو؟

آیا هغوی موږ ته هغه عام ولسي ځوانان ښکاري چې له خپلې خاورې څخه دفاع کوي –خو په دې نه دې خبر چې ولې ؟ که چېرې بهرني خبریالان او ورځپاڼې "د افغان سرتېري مرگ ژوبلې" موضوع ته پام نه کوي هغه د هغوی شخصي ګټې ته په پام لرلو ښايي وي خو د تاسف وړ خبره دا ده چې زموږ ځینې تکړه خبریالان هم خپل ملي مسوولیتونو ته پام نه کوي او تر دې حده چې حتی د ملي سرتېرو له شمېرو نه پرته نور تفصیل هم نه ورکوي.

موږ ټولو لپاره تر ټولو آسانه لاره چپتیا او د راتلونکي په برخه کې وړاندوېنه ده خو رښتنې خبره دا ده چې دا د ۲۰۱۴ تبه چې ډېری افغانان یې بې خوبه کړي چې ښایي افغانستان به بېرته په جنګونو او کړاوونو اخته شي تر هغه مهاله په حقیقت نشي بدلېدی چې هر یو افغان خپله ملي دنده نه وي ترسره کړي.

دا به افغانان وي چې یا یو پیاوړی افغانستان بېرته په پښو ودروي او نړیوال او سیمه ییز موقعیت يې را ژوندی کړي او یا یې هم بېرته له کړاوونو او مصیبتونه سره مخامخ کړي.