د بشرنوید کالم پښتونخوا: د تاريخ يوه پاڼه!

Image caption دغه قبرونه د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د افغانستان له ډېرو ښو سپينو مرمرو څخه جوړ شوي وو.

د جولای په ۲۷ ټول روښان فکر، پښتنو افغانانو يو بل ته په پېغامونو کې د مېوند فاتحين، د سردار غازي ايوب خان د لښکرونو غورځنګ او د ملالۍ دا غږ راياد کړ.

که په مېوند کې شهيد نه شوې

خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

د تاريخ په دغه پاڼه کې د نرانو افغانانو فاتحينو د مېړنتوب داستانونه نن هم ژوندي دي. هر چا ته معلومه ده چې دا خاوره او دا ولسونه په ځان کې د وياړمن تاريخ څومره داستانونه لري، خو بدبختانه دې خوا موږ تاريخونو ته شکلونه وران کړي ځکه مو خو مو نه معاف کوي.

زه د تاريخ يوه پاڼه ګورم، خو په شا نه ځم. په ځای ولاړ پاتې کېږم. که په شا ځم نو د مېوند غزا، د اتل غازي ايوب خان لښکرې، د افغانانو مېړانه، د ښکېلاک ګرو د غرور ماتې، او نور ډېر څه به بيا تکراروم چې لوستونکي ترې خبر هم دي او دا يې د ژوند يو نه ختمېدونکى باب دی.

زه د تاريخ په دغه پاڼه کې د مېوند د فاتحينو، د افغانستان د مېړنيو يو څو قبرونو پسې په خپل پېښور کې د شېخ حبيب بابا هديرې ته ورځم. دا د شېخ حبيب هديره ده. د پېښور په جنوب کې د وزير باغ سره خوا کې د ګلدرې په سيمه کې پرته ده.

په دغه زيارت کې د غازي سردار محمد ايوب خان د مقبرې سربېره د امير شېرعلي خان د مېرمن، د سردار محمد ابراهيم خان او د ابن احمد علي خان قبرونه هم شته.

دغه قبرونه د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د افغانستان له ډېرو ښو سپينو مرمرو څخه جوړ شوي وو.

خو د زمانې تېرېدو څخه دغه قبرونو ته هم زيان رسېدلې دی. په ۲۰۰۴ مېلادى کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا بيا جوړ کړاى شو، خو بده اغېزه دا ده چې دغه قبرونه چا په امان پاتې نه کړل او د قبرونو قېمتي تراشلې يې غلا کړې.

زه د تاريخ په پاڼه اړولو کې و نښتم. ما ته دا پخوانۍ لنډې راياده شوه:

چېرته انګرېز چېرته چترال

بې ننګي زور شوه انګرېزان چترال ته ځينه

دلته بې ننګي دومره زیاته شوه چې د غزاګانو، د اتلانو قبرونه هم ورانېږي او موږ يې تماشه کوو.

خلک ما ته اکثر په داسې يادګېرنو په طنزيه لهجه وايي!!

''ته د مړو نه څه غواړې''؟ زهٴ دا ځواب ورکوم چې د پرون تاريخ دغه اتلان مړي د نن د بې تاريخه، بې پته ژوندو نه هم ډېر ښه دي، ځکه چې په پرون کې مېړنتوب، ننګ، غېرت او فتوحات ښکاره دي، خو په نن کې د بد ترينې غلامۍ نور بد ترين او ناولي شکلونه د خاېنانو اېجنټانو دي.

ځينى قبرونه نه کتبه لري، نه ګمبند، نه مېنار خو خاورې يې چغې وهي. بختوره ده هغه خاوره چې مړى يې هم د ژوندو نه زيات زورۤور دى، ځکه خو دښمن دغه کردارونه په لحدونو کې هم نه معاف کوي.

د قبرونو ډبرې ور ته ورانوي، زما مخامخ د تاريخ په پاڼه کې د شېخ حبيب بابا په هديره کې مات قبرونه پراته دي.

د دې قبرونو اولنى تاريخ دا ښيي، او خاموشه ګواهي ورکوي چې دا پېښور د افغانانو د ژمي دارالخلافه وه.

دوېم دور چې افغان حکومت د دې قبرونو مرمت وکړ نو دا ترې څرګنده شوه چې په دغه تعويز کې افغانان خپل مړي هم محفوظ ساتي.

خو په درېیم دور کې د دښمن خراب نيت څرګند دی، چې د مېوند د فاتحينو د قبرونو د سينو نه د تاريخ ليکلي تعويز ماتوي، غلا کوي يې. د مېوند د فاتح سره دا څومره بزدله دښمني ده!

په پېښور کې دا څنګه غل دی چې ژوندى او مړى، تاريخ او د تاريخ پاڼې هر څه رانه غلا کوي. د قبرونو، د مړو، د تاريخونو نه د انتقام په اړه په لر او بر ولسونو کې يو شان لوبې وشوې.

خو دا دلته چې په پېښور کې د مېوند د فاتحينو د قبرونو سره د تاريخ دښمنانو کوم حشر وکړ، دا د ټولو پښتنو افغانانو لپاره يوه الميه ده.

په حکومتي سطح باندې چې هم د تاريخ په دغه پاڼه کې دا حشر وکتل شي، د پېښور په خاوره کې شاعران، اتلان، په مرګ هم محفوظ پاتې نه شول.

زه چې د جولای په ۲۷ نېټه د مېوند د فاتحينو د يادګېرنې پېغاماتو ته ځېر شم، او بيا په شېخ حبيب بابا هديره کې د هغه نوموړى وياړمن تاريخ، ماتو قبرونو ته وګورم نو په دغه پاڼه ولاړ پاتې شم. دا پاڼه اړولی نه شم، څنګه يې واړوم، دا پاڼه پېغور راکوي!

ای د پېښور خاورې!

تاسو نن هم د مېوند د غزا، د دښمن د ماتې، د ملالۍ د ټپې غږ کوئ خو دغه تاريخ تاسو په يو قبر کې هم امانت و نه شو ساتی.

دا د مېوند د فاتحينو د ماتو قبرونو غږ د پېښور په شور کې د شېخ حبيب بابا د هديرې څخه راخېژي خو غوږونه نه شته چې وا يې وري لکه پېښور چې بې غوږو وي.

سترګې هم نه لري، څه ليدلى نه شي، څنګه بې يې وينې چې لکه د کوترې يې د پيشو د ويرې سترګې پټې کړي دي.

ژبه هم نه لري، ځکه چې تاريخ باندې چپ دى. کومې ژبې چې په تاريخ ګونګۍ شي هغوى هيڅ نه شي ويلی.

ما هم د پېښور يو بُت شان انسان، د تاريخ دغه شلېدلې پاڼه نيولې. د مېوند د فاتحينو د ماتو قبرونو پېغور ته چپ ولاړ يم!

ورته مطالب